د حضوري چمن د تفریحي او ورزشي سیمې د بیارغونې چارې به ژر پیل شي

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۱)د بدني روزنې او سپورت ریاست رهبري د حضوري چمن له ورزشي او تفریحي سیمې څخه د لیدنې په ترڅ کې د دې سیمې د بیارغونې او ابادۍ چارو د ژر پیلېدو خبر ورکوي. د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست د پلان او پالیسي د رئیس انجینر حنیف حنيفي په خبره د […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۱)د بدني روزنې او سپورت ریاست رهبري د حضوري چمن له ورزشي او تفریحي سیمې څخه د لیدنې په ترڅ کې د دې سیمې د بیارغونې او ابادۍ چارو د ژر پیلېدو خبر ورکوي.
د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست د پلان او پالیسي د رئیس انجینر حنیف حنيفي په خبره د حضوري چمن د بیارغونې په برخه کې حکومت او خصوصي سکتور د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی، چې دېر ژر به یې د تخریب شویو ځایونو، دروازو او دېوالونو د ترمیم، سرسبزۍ او اوبو رسولو چارې پیل شي.
ښاغلي حنیفي زیاته کړه: «په لومړي قدم کې د ورزش ریاست ته د حضوري چمن ورزشي او تفریحي سیمي د ځمکې انتقال چاره بشپړه شوه، چې رسما د حکومت له لوري د بدني روزنې او سپورټ ریاست ملکیت وګرځېده، په دویم قدم کې به شته مالي امکاناتو ته په کتو به يې د رغونې کار پيلوو. »
چمن حضوري په کابل کې تر ټولو لوی سپورټي میدان بلل کیږي، چې شاوخوا اتیا جریبه مساحت لري او له لسیزو راهیسې د پوځي پرېډونو، تفریحي پروګرامونو، تمرینونو او د بېلابېلو ورزشي سیالیو لپاره کارول شوی.

دغه ساحه یو ځل په ٢٠٠٩ کال کې د المپيک له ملي کميټې سره د يوې هوکړې له مخې د “عزيزي فاونډېشن او ام ټي ان مخابراتي شرکت په مرسته د دوه ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت بیا ورغول شوه.

هغه مهال اړوندو چارواکو ويلي وو چې د دې سيمې له ترمیم سره د فوټبال لس ميدانونه او يو د هاکي ميدان جوړ شوى او شاوخوا يې کټاره لګول شوې ده، چې د المپیک ملي کمیټې له معیارونو سره سم به کارول کیږي.
مګر اوس د دې چمن هیڅ نښه نه لیدل کیږي، د هغې رینګونه او فلزي دروازې ورکې شوې دي، د یوه سپورټي ډګر په پرتله د یوې وچې او شاړې دښتې په څیر ښکاري.