د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه ترسره شوه

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۵) د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه پرون د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ القران و الحديث مولوي هبت الله اخندزاده حفظه الله په لارښوونه ترسره شوه. دغه غونډه د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غړو او د ا.ا.ا […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۵)
د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه پرون د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ القران و الحديث مولوي هبت الله اخندزاده حفظه الله په لارښوونه ترسره شوه.

دغه غونډه د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غړو او د ا.ا.ا د مشرتابه مقام دفتر استازي محترم مولوي احمد جان بلال، د اقتصاد وزارت سرپرست محترم قاري صاحب دين محمد حنيف او د محترم اقتصادي کمېسيون باصلاحيته استازي، د ماليې وزارت مرستیال محترم مولوي حمدالله زاهد او د هغه وزارت څو تنه متخصصينو، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال محترم مولوي قدرت الله جمال، د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازي محترم خان جان الکوزي، د افغانستان د صنعت برخې استازي عزيز احمد مومند او د خصوصي سکتورونو استازو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې، د مالياتو راټولولو اوسنيو اصولو څرنګوالی او د مالياتو برخه کې سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کول وارزول شول او پرې هر اړخيز بحث وشو او همداراز د افغانستان د سوداګرو په استازيتوب د خصوصي سکتور ګډون کوونکو استازو څخه نظر واخيستل شو او په پای کې د حل او لا زياتې روښانتیا لپاره موضوع تخصصي کمېټې ته وسپارل شوه، ترڅو موضوع په هر اړخيز ډول وڅېړي او د نهايي تصميم نيولو لپاره پايله د اداري کمېسيون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.