د ترکیې د معارف بنسټ مسؤلینو د هیواد د پوهنې له وزیر سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۰) د تركيې د معارف بنسټ مشر علي کارا ګوز د ا.ا.ا د پوهنې وزارت له سرپرست وزير الحاج مولوي حبيب الله آغا سره ليدنه وکړه. نوموړي په افغانستان کې د یاد بنسټ ښوونيزو فعاليتونو ته د اشارې په ترڅ کې وويل، چې یاد بنسټ د افغانستان په ۸ ولاياتو کې ۴۹ تعلیمي […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۰) د تركيې د معارف بنسټ مشر علي کارا ګوز د ا.ا.ا د پوهنې وزارت له سرپرست وزير الحاج
مولوي حبيب الله آغا سره ليدنه وکړه.
نوموړي په افغانستان کې د یاد بنسټ ښوونيزو فعاليتونو ته د اشارې په ترڅ کې وويل، چې یاد بنسټ د افغانستان په ۸ ولاياتو کې ۴۹ تعلیمي مراکز لري، چې ۴۹۸۹ تنه افغان زده کوونکي پکې په زده کړه او ۱۰۲۶ تنه ښوونکي او اداري کارمندان پکې په ښوونه او اداري کارونو بوخت دي. نوموړي زیاته کړه، چې یاد بنسټ چمتو دی چې د پوهنې وزارت اړوند افغان ښوونکو او اداري کارمندانو ته د وړتياوو د لوړولو سیمينارونه هم داير کړي.
د پوهنې وزارت سرپرست وزير په خپلو څرګندونو کې د ترکیې د معارف بنسټ مشر ته ښه راغلاست ووايه، د تاريخ په اوږدو کې یې د افغانستان او ترکیې هیوادونو دوستانه اړیکو او مشترکاتو ته اشاره وکړه او ترکیې هيواد ته د خپل مخکني سفر په ترڅ کې ېې د یاد هيواد د علماوو، دولتي مسئولینو او خلګو له تاوده هرکلي څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په خپل ټول توان سره به هڅه کوي ترڅو د ياد بنسټ تعلیمي خدماتو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده، چې تر علي کارا ګوز وړاندې صالح ساغر په افغانستان کې د ترکیې د معارف بنسټ د مشر په توګه دنده اجراء كوله.