د بهرنیو چارو و زارت معین د ترکیې له سفیر سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۱) په افغانستان کې د ترکیې هیواد سفیر جیهاد ارګینای د ا.ا.ا بهرنیو چارو وزارت له معین الحاج شیر محمد عباس ستانکزي سره وکتل. ستانکزي صاحب په ترکیه کې د ورستۍ زلزلې په اړه خپله غمرازي شریکه کړه شهیدانو ته یې د مغفرت او زخمیانو ته یې د عاجلې شفاء غوښتنه وکړه. ښاغلي […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۱) په افغانستان کې د ترکیې هیواد سفیر جیهاد ارګینای د ا.ا.ا بهرنیو چارو وزارت له معین الحاج شیر محمد عباس ستانکزي سره وکتل.
ستانکزي صاحب په ترکیه کې د ورستۍ زلزلې په اړه خپله غمرازي شریکه کړه شهیدانو ته یې د مغفرت او زخمیانو ته یې د عاجلې شفاء غوښتنه وکړه.
ښاغلي ارګینای د اسلامي امارت له اعلان شوې مرستې او غمرازۍ مننه وکړه، او زیاته یې کړه چې له افغانستان سره زموږ اړیکې د پراخېدو په حال کې دي، همیشه به له خپلو افغان وروڼو تر څنګ ولاړ یو