د بهرنیو چارو وزیر د ایران له سفیر سره پر مهمو مسائلو بحث اوخبرې وکړې

الاماره، (شنبه، ۷، ذي القعده، ۱۴۴۴) د ا. ا.ا دبهرنيو چارو وزير ښاغلي مولوي امير خان متقي سره په کابل کې د ایران سفیر ښاغلي کاظمي قمي او مرستیال یې وکتل. په دغه کتنه کې ښاغلي حسن کاظمي قمي د دوحې د وروستۍ ناستې په اړه د ایران اسلامي جمهوریت د موقف په اړه معلومات […]

الاماره، (شنبه، ۷، ذي القعده، ۱۴۴۴)

د ا. ا.ا دبهرنيو چارو وزير ښاغلي مولوي امير خان متقي سره په کابل کې د ایران سفیر ښاغلي کاظمي قمي او مرستیال یې وکتل.
په دغه کتنه کې ښاغلي حسن کاظمي قمي د دوحې د وروستۍ ناستې په اړه د ایران اسلامي جمهوریت د موقف په اړه معلومات وړاندې کړل او یادونه یې وکړه چې د ایران هيئت په دغه غونډه کې د افغانستان له وضعیت او موجوده صورت حال څخه دفاع وکړه. هغه همدا راز د افغانستان او ایران تر منځ دواړو خواوو په همغږي د سرحد په مدیریت ټينګار وکړ، او د خپل حکومت د وروستي اقداماتو په اړه مختصر معلومات وړاندې کړل.
د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي متقي صاحب د دوحې په ناسته کې د ایران اسلامي جمهوریت د ملاتړ د هرکلي تر څنګ د دواړو لوریو پر ښو اړیکو ټینګار وکړ. ښاغلی متقي د افغان بندیانو د انتقال د پروسې په بیا پیلولو، پر اعدام محکوم بندیانو د اعدامونو ځنډولو او افغان اتباعو ته د ویزو پر تسهیل هم خبرې وکړې. د بهرنیو چارو وزیر پر دې سربېره یادونه وکړه چې د دواړو لوریو تر منځ مسایل د دوه اړخیزه خبرو او تفاهم له لارې ښه حل کېدای شي. په دغه ناسته کې د هلمند په سیند کې د ایران د حقابې تأمین تر څنګ په نورو دوه اړخیزو مسایلو هم بحث وشو.