د بلخ په ګمرک کي د نظامي توکو د قاچاق مخنیوی وشو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۹) د بلخ ګمرک د تشرېح برخي منسوبینو په یو بار وروړونکي موټر کي یو شمېر نظامي توکي، چي په ډیر مهارت سره ځای پر ځای سوي وو او غوښتل یې افغانستان ته یې وارد کړي، کشف او ونیول. په یادو نظامي توکو کي ۲۳۸ دانې د(M4) شاجور نښلونکي، ۳۰۰ دانې د […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۹) د بلخ ګمرک د تشرېح برخي منسوبینو په یو بار وروړونکي موټر کي یو شمېر نظامي توکي، چي په ډیر مهارت سره ځای پر ځای سوي وو او غوښتل یې افغانستان ته یې وارد کړي، کشف او ونیول.
په یادو نظامي توکو کي ۲۳۸ دانې د(M4) شاجور نښلونکي، ۳۰۰ دانې د شاجور پوښونه، ۴۶ دانې ورځني دوربینونه، ۱۹۹ دانې پایي او ۸۸ دانې جري شامل دي.
د یادوني وړ ده، چي په دې تور نیول سوی کس د نورو تحقیقاتو لپاره اړونده امنیتي ارګانونو ته سپارل شوی دئ.