د بادغيس ولايت د مسؤول الحاج ملا عبدالله فهيم د بيعت او تسليت پيغام

سم الله الرحمن الرحیم کل نفس ذائقة الموت تسليت د شعبان المعظم د میاشتي په ۱۴ مه نیټه ۱۴۳۷ ه ق مطابق ۲۱ مئ ۲۰۱۶ زموږ د ویاړلي هیواد په ځلانده تاريخ یوه بله پاڼه واوښته او د افغانستان د اسلامي امارت زعيم عالیقدر امیرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور رحمه الله د صلیبي اشغالګرو لخوا د […]

سم الله الرحمن الرحیم

کل نفس ذائقة الموت

تسليت

د شعبان المعظم د میاشتي په ۱۴ مه نیټه ۱۴۳۷ ه ق مطابق ۲۱ مئ ۲۰۱۶ زموږ د ویاړلي هیواد په ځلانده تاريخ یوه بله پاڼه واوښته او د افغانستان د اسلامي امارت زعيم عالیقدر امیرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور رحمه الله د صلیبي اشغالګرو لخوا د بي پيلوټه الوتکي په يوه ناځوانمردانه حمله کې په شهادت ورسید، انالله واناالیه راجعون.

شهید اميرالمؤمنیین رحمه الله سره مې له نژدي ليده کاته شوي وو، پر الله تعالی متوکل متواضع او خاکساره شخص وو، د قوي ارادې او کلک هوډ څښتن وو، د درستو فيصلو محور يې د مقدس شريعت اصول او د اسلامي امارت لائحه وه، د ده تشه که څه هم د خفګان وړ ده خو دا چي د اسلامي امارت مؤسس مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله د منصور صاحب رحمه الله په څير په سلګونو علماء او مجاهدين روزلي، باور لرم چي تشه به يې ډکه شي.

د خواشينۍ په دي حساسو شیبو کې زه د بادغیس ولایت د ټولو ولسواليو ولسوالانو مربوطه کمیسونونو او عامو مجاهدينو په نمايندګي د شهيد اميرالمؤمنين رحمه الله درنې کورنۍ، د اسلامي امارت رهبري شوری او د نظامي کميسونونو ټولو اعضاوو ته تسليت وړاندي کوم.

بيعت

زه بیا هم د بادغيس ولايت د ټولو ولسواليو ولسوالانو مربوطه کميسونونو او عامو مجاهدينو په نمايندګي د رهبري شوری د محترمو اعضاوو د مدبرانه او قاطع پريکړې هرکلی کوم او په زغرده له نوي ټاکل شوي اميرالمؤمنين شیخ الحديث هبت الله اخندزاده صاحب سره خپل بیعت اعلانوم او ژمنه کوم چي په خوښي او خفګان سختي او اساني کې به يي هر امر ته د شريعت په چوکاټ کې غاړه ږدم.

والله علی مانقول وکيل

د بادغيس ولايت مسؤل الحاج ملا عبدالله فهيم