د ا.ا.ا رئیس الوزراء د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

الاماره: ۱۴۴۵/رمضان ۲ د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن آخند نن له غرمې مخکې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر محترم بختیار سعیدوف، د افغانستان لپاره د ازبکستان د جمهوررئیس ځانګړي استازي محترم عصمت الله ایرګاشف او مل پلاوي سره پداسې حال کې چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو […]

الاماره: ۱۴۴۵/رمضان ۲
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن آخند نن له غرمې مخکې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر محترم بختیار سعیدوف، د افغانستان لپاره د ازبکستان د جمهوررئیس ځانګړي استازي محترم عصمت الله ایرګاشف او مل پلاوي سره پداسې حال کې چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي امیرخان متقي او د کانونو او پټروليم سرپرست وزير شيخ شهاب الدین دلاور هم حضور درلود، وکتل.

په دې کتنه چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن آخند ته د ازبکستان د جمهوررئیس محترم شوکت میرضیایف سلامونه او نېکې پيرزوينې وړاندې کړې.

محترم بختیار سعیدوف وویل، د ازبکستان جمهوررئیس تل د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ورورګلوۍ او ښه ګاونډیتوب پر اړیکو ټینګار کوي او وایي، افغانستان باید هېڅکله یواځې پرېنښودل شي. ازبکستان له افغانستان سره په ټولو مهمو مسایلو په ځانګړي ډول د اقتصادي او کرنېزو پروژو پلي کولو په برخه کې د خپلو بریالیو تجربو شریکولو ته لېواله دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې ډاډمن امنیت په اشارې وویل، هېواد یې غواړي په افغانستان کې د سیمنټو د تولید د یوې فابریکې جوړولو، د ‌‌ډبرو سکرو د استخراج او له ډبرو سکرو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.

نوموړي د ټرانس-افغان رېل پټلۍ پروژې ته په اشارې وویل، په نږدې راتلونکي کې به د ازبکستان مسلکي او متخصص ټیم افغانستان ته د دغې پروژې د تخنیکي چارو د ارزونې په موخه سفر وکړي.

وروسته د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن آخند د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، د ازبکستان جمهوررئیس محترم شوکت میرضیایف او د کابینې محترمو غړو ته هم زما سلامونه او نېکې هیلې ورسوئ.

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن آخند افغانستان او ازبکستان دوه مسلمان وروڼه هیوادونه وبلل چې دیني، فرهنګي او تاریخي مشترکات لري.

محترم رئیس الوزراء څرګنده کړه، که څه هم افغانستان په تېرو څو لسیزو کې له زیاتو ستونزو سره مخ وو، خو ازبکستان له افغانستان سره حسنه روابط لرلي او تل یې مرستې کړي چې مننه ترې کوو او هیله ده په راتلونکي کې دغه روابط لا زیات پیاوړي شي.

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر ته د اسلامي امارت له لوري د پورته ذکر شویو پروژو د عملي کولو په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، خپلو اړوندو ادارو او مسؤلینو ته مې لارښوونه ده چې د دغو پروژو چارې په بشپړې همغږۍ او همکارۍ ترسره کړي.

محترم الحاج ملا محمد حسن آخند د ټرانس- افغان رېل پټلي پروژې ته په اشارې وویل، د ازبکستان پلاوی دې له افغان لوري سره په همغږۍ خپلې چارې پیل کړي.

په پای کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله ته د ازبکستان د جمهور رئیس د سلامونو او نېکو پېرزوینو پيغام هم وړاندې کړ.#