‏ د اهل تشیع علماو او مشرانو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۹) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له یو شمېر اهل تشیع علماو او مشرانو سره وکتل. په دې کتنه کې لومړی محترم محمد حسن شریفي بلخابي د نورو په استازولۍ د ټولنیز وضعیت او له اسلامي نظام څخه د اهل تشیع د لیدلوري […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۹) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له یو شمېر اهل تشیع علماو او مشرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی محترم محمد حسن شریفي بلخابي د نورو په استازولۍ د ټولنیز وضعیت او له اسلامي نظام څخه د اهل تشیع د لیدلوري او هیلو په اړه د ریاست الوزرا د اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
بلخابي وویل چې د هیواد اهل تشیع د اسلامي امارت په اړه مثبت او ښه لیدلوری لري او په هراړخیزه توګه د سپېڅلي اسلامي نظام ملاتړ کوي.
هغه د اسلامي امارت له مسوولینو څخه وغوښتل چې په دایکن‌‌‌‌‌‌ډي او بامیانو ولایتونو او نورو سیمو کې د پراختیایي پروژو پلي کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر دې کتنې د خوښي څرګندولو ترځنګ وویل،د اسلامي امارت مسوولین خلکو ته خدمت او د هغوی ستونزو ته رسیدګي خپل ویاړ بولي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ملت او نظام ترمنڅ د پياوړو اړیکو په رامنځته کولو کې د علماو او سپين ږیرو رول مهم وباله او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې زیاتې هځې وکړي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت متوازن پرمختګ ته ژمن دی او په ټول هیواد کې به پراختیایي پروژې پلې کړي.