د اقصی توپان موخې او د جگړې درولو شرطونه!!

جبريل سعد د اقصی توپان ځپونكو او بريمنو عملياتو له پيل راهيسې ځيني داسې پوښتنې مطرح كېدې چې گني خدای ج مكړه د فلسطين مقاومت به يې له موخو ترلاسه كولو، لاسته راوړنو او برياليو پايلو سربېره په پيلولو او بيا د ناوړه پېښو لامل گرځېدو پړ وپېژندل شي. د لوېديځې نړۍ په تخريبي خواريو […]

جبريل سعد
د اقصی توپان ځپونكو او بريمنو عملياتو له پيل راهيسې ځيني داسې پوښتنې مطرح كېدې چې گني خدای ج مكړه د فلسطين مقاومت به يې له موخو ترلاسه كولو، لاسته راوړنو او برياليو پايلو سربېره په پيلولو او بيا د ناوړه پېښو لامل گرځېدو پړ وپېژندل شي. د لوېديځې نړۍ په تخريبي خواريو رامنځته شوي مصنوعي صهيونيست نيواك او د حماس په گډون د فلسطين ملي او جهادي خوځښتونو ترمنځ د وخت پر وخت ټكر آمېزه وضعيتونو، موخو او لومړيتوبونو له شاليده باخبره گڼو اشخاصو يې د خپلو جلا ليدلوريو له مخې پر ځای او بې ځايه توجيهات كړي، خو مهمه نه ده چې واقعيت يې د هو ! په دود ايجاب كړي. په وروستيو كې جوبايډن چې پر صهيونيستي چمچه اوس نړيوالې بلواوې لړي؛ أقصی توپان ته په اشاره ويلي: اسرائيل له سعودي او عربي نړۍ سره د اړيكو عادي كولو ته نږدې شوي و. د سعودي خارجه وزير بيا له لوېديځو چارواكو سره په ليدنه كې د اړيكو عادي كول په سيمه كې د استقرار په تحقق پورې تړلي بللي. خو داسې نه ده او يوازې دغه خنډ په بشپړ اقصی توپان نه ارزي او نه يې هيڅ عقل او منطق مني، بلكې د خپل خاورې شوي دغې ارمان په اړه دوی په دا ډول چټياتو د اقصی توپان پر څرگندو موخو گرد اچوي، خو د دا ډول ناوړه انگېرنو، استفادې او د اقصی توپان خپلو موخو ترلاسه كولو وروسته يا لږ تر لږه په درشل يې پټول نه اړين او نه شوني دي.
نو مهمه دا ده چې د اقصی توپان عملياتو د واقعيت له آدرسه خپل ليدلوری وپېژندل شي چې د كوم ليدلوري پر بنسټ دي؟. او يوازې همدا بسنه هم كوي چې په اړه يې د اسلامي امارت چاپي رسنيز ارگان او د گران هېواد خپرنيزې استازولۍ(هېواد ورځپاڼې)په يوې نوښتيزه ځانگړې مركه كې د يادو عملياتو د ابتكار يو همسنگر را غږولی. شيخ حسام بدران د حماس غورځنگ د سياسي دفتر غړی د مركې په يوه برخه كې وايي:(د اقصی توپان عمليات هم له۷لسيزو راهيسې د ښكېلاك پر وړاندې د فلسطيني ولس د مبارزې په چوكاټ كې ترسره كېږي چې د دغه رنگين تاريخ يو طبيعي نوښت مو دی، خو د اكتوبر۷مې غوره كول يې د فلسطين د مسئلې له ستونزمنو شرائطو سره تړلي چې پكې د امريكا په مشرۍ گڼو هېوادونو پر ملاتړ اسرائيلو هڅه كوله پر فلسطين د اسرائيلو د واك ټينگولو، نيواك سختولو، د لوېديځې غاړې پيوستون، د قدس شريف د اسلامي تاريخ هويت له منځه وړلو او د غزې د كلابندۍ د دوام په هڅو سره د فلسطين مسئله پای ته ورسوي او د فلسطينيانو له غېږې يې واخلي. همداسې د اړيكو پر عادي كولو په سيمه كې د اسرائيلو مشروعيت ته د ودې پراخې هڅې روانې وې چې د اقصی توپان له پيله مياشت مخكې د ملگرو ملتونو عمومي غونډه كې نتنياهو پر مفته د فلسطين مسئلې څنگ ته كولو او له عربي او اسلامي نړۍ سره د اړيكو عادي كولو پر برياليتوب ووياړل، نو فلسطيني ولس ته هم اړينه وه پر وړاندې يې دريځ ونيسي).
بدران څرگنده كړې چې د اقصی توپان عمليات د فلسطين د مسئلې په تاريخ كې يو طبيعي نوښت او بنسټيز محرك يې هم په همدې مقطع كې د تاړاك پارونكې كړنې او څرگندونې وې چې له نړۍ يا پټ او يا هم پرې د چوپتيا سيوری را كش او سترگې پرې اچول شوې وې، خو فلسطيني ولس يې په هر رنگ د پر وړاندې دريځ په توگه د اقصی توپان عملياتو پيل ته اړ و. دا ښيي چې پر دغه اصلي محرك يې قصدي چوپتيا غوره شوې، لكه دا نن د غزې د نسل وژنو او گڼو نورو رسواهيو پټولو او پرې د چوپتيا هڅې كېږي او په اړه يې بدران وايي:(د نړۍ په كچه د ازادو خبريالانو او رسنيو رول او همداراز د نړۍ د ځوان كول چې د غزې پر وړاندې مرگونو جنايتونو او ټولوژنې انځور يې تر پراخ پوښښ لاندې كړ؛ نړۍ ته د اسرائيلو پټ مخ لوڅولو كې يې ډېره همكاري وكړه او د بې مخينې وحشي اشغالگر په توگه يې د دښمن په اړه زموږ ليدلوري ته ځواك او ډاډ را وباښه. همداسې د ازادو رسنيزو فعاليتونو مهم رول لوېديځوالو ته په خنډ را منځته كولو كې مرسته وكړه چې د جگړې له پيله او مخكې له دې چې د معياري او خپلواكې ژورناليستۍ را منځته كړي عام ذهنيت فشارونه يې په ناوړه كړنو كې د اسرائيلو له ملاتړه پر شا او بېزاره كړي؛ پوره لوېديځ د غزې د ټولوژنې په څرگند او ډاگيز ملاتړ سره را ټول و). دا د اقصی توپان بنسټيز محركات جوتوي چې بشپړ د فلسطين په مسئله راڅرخي، په څرگنده نور ملحوظات نه لري، له رسنيز پوښښه په پټ پاتې كېدو رسوا شوي نه دي او لا اوس هم يې تر بايډن پورې ټول د پټولو هڅې كوي. نو د واقعيت ليدلوری چې د اقصی توپان بنسټ دی؛ له نورو ليدلوريو په خورا توپير كې دی او كه په طبيعي ډول دغه عمليات ياد خنډ گرځيدلی وي؛ وي به او ښايي همداسې طبيعي به موخه هم وه، خو مسقيمې او بنسټيزې موخې يې ترې ډېرې لوړې او له حياتي ارزښت او حقوقي او قانوني حيثيه برخمنې دي.
په غزه كې د روانو وضعيتونو لا له مخكې د تمې كېدو، ورته تابيا نيولو او اړوند هوډ ته په نغوته بدران د يوې پوښتنې په ځواب كې وايي:(د فلسطين تاريخ د دغه ښكېلاك د سخت دريځي او د هر ډول اخلاقي او قانوني بې مهاريو سلگونه شواهد له ځان سره لري. نو ځكه د اقصی توپان عملياتو له پيله لا موږ پوهېدو چې له فلسطيني ولس سره په گډه به يې لوړه بيه پرې كوو او د څو لسيزې ښكېلاك په اوږدو كې هم د فلسطيني ولس د توند مقاومت پر وړاندې له ماتې وروسته صهيونيست دښمن د بېغرتۍ د عادت له مخې دغه بيه له ولسي وگړو د غچ په اخيستنې پرې راتاوان كړې ده. موږ اوس داسې جگړه پيل كړې چې د اوږدې مودې لپاره به د فلسطين د مسئلې برخليك ټاكونكې وي. موږ يې د دغې بيې پرېكول د هغې اوږدې لارې يوه برخه گڼو چې زموږ ولس د فلسطين د ازادۍ او د فلسطينيانو د خپلواكۍ او په خپله د خپل برخليك ټاكلو لپاره خوښه كړې ده. نو كوم چې زيانونه دي؛ دا خپله د مقاومت د زړوتيا يوه بېلگه جوړوي… د غيورو افغانانو… عراق، جزائر او ځيني د نورو ولسونو تجربې ټولې موږ ته د پرلپسې جهادي هلوځلو او نه ناهيلې كېدو درس را كوي، آن كه هرڅومره لوړې بيې يې هم پرې كوو، ځكه اوس موږ پر بشپړ باور پوهېږو چې د ازادۍ بيه لوړه او ستره ده. او كوم چې مو تابيا ده؛ نو يوه شېبه هم نه يو كېناستي، د صهيونيستي ښكېلاك پر وړاندې مو پرلپسې تياريانې نيولې او پر هغو ډېرو كمو امكاناتو او وسائلو مو ځان سمبال كړی چې پكې پر فلسطينۍ پوهه مو نوښتونه راوستي او د خدای ج په نصرت د اكتوبر پر۷مه په څو ساعته كې له صهيونيستي پولې په برياليتوب سره اوښتلو، د غزې صهيونيستې فرقې بشپړ له منځه وړلو، د لسگونه ځواكونو يې ژوندي نيولو او پر سيمه د اسرائيلو پروت رعب ټوټه ټوټه كولو سره مو يادې تياريانې ښمر ته ورسېدې. همداسې د قسام لواء په مشرۍ د فلسطيني مقاومت د لوړې كچې ثبات، له نږدې۱۱۰ورځو وروسته لاهم يې د مقاومت او له دښمن سره مخامخ جگړې بشپړ توان او زموږ د شمېرو له مخې نه، بلكې اسرائيلو په خپلو اعلاميو كې د منليو لسگونه تنو مرگ او زرگونه نورو يې ژوبلې هم زموږ لوړه تابيا ښيي).
دا چې د فلسطين مسئله د ټولې مسلمانې نړۍ گډ مسئوليت دی او د اقصی توپان د يادو بنسټيزو حقوقي او قانوني موخو او په پار يې د غزې وروستيو بدو وضعيتونو له دركه دغه مسئوليت بشپړې نړۍ او انساني ټولنې پورې غځېږي؛ نرم او گرم تاو يې هم تر دې ټولو رسېږي. بدران ورته نغوته كړې:(د څرگند موقف له مخې چې حزب الله له فلسطيني ولس او د مجاهدينو د مقاومت ترڅنگ ولاړ دی… د لبنان ولس موقف دی او همداسې ځواكمن موقفونه او د سيمې ولسونه چې د يمن او عراق يې د يادونې وړ دي. كه څه هم د مسلمانې ټولنې د لږكيو تر منځ به په نورو مسائلو ځينې اختلافونه وي، خو د فلسطين مسئله د سيمې او گردې نړۍ ازاد ولسونه او وگړي پر ځان را ټولوي او د سيمې ولسونه او ژوندي احساسات يې هر وخت صهيونيست اسرائيل خپل لومړنی دښمن گڼي… بايد د عربو، مسلمانانو او آن له اسلامي نړۍ د بهر ولسونو دريځونه ياد كړو چې له مظلوم فلسطيني ولس سره يې پراخه او په لوړه كچه خواخوږي وښوده او د اسرائيلو هغه خونړي وحشتونه او عاموژنې يې وغندلې چې د غزې تړانگې د وگړو پر وړاندې ترسره كېږي. همداسې د عربو او اسلامي هېوادونو دولتونو دريځونه د فلسطيني ولس د موقف په پياوړتيا كې د پام وړ و چې د اسرائيلو جنايتونه يې وغندل، خو فكر كوم دوی ځيني نور تر دې زيات او اغېزمن څه هم كولی شي. دوی كولی شي چې د فلسطيني ولس د عاموژنې په اړه د لوېديځې ټولنې او په ځانگړې د امريكا پر وړاندې لا ښه څرگند دريځ ونيسي).
د جگړې بشپړ درولو او د ټولو بنديانو را خوشي كولو په درشل اوس د جگړې درولو د شرطونو په توگه بيا هم مقاومت هماغه د اقصی توپان پاتې موخې تكراروي او پرې سربېره يې د غزې د جگړې بشپړ درول، د ور اوښتو زيانونو تلافي او ضمانت يې هم مهم شرط گرځولی چې بدران زياتوي:(د هر ډول تړون د برياليتوب د ضامن په توگه مو خپل دريځ بيا بيا منځگړيو ته څرگند كړی دی. زموږ شرطونه د اسرائيلو لخوا په غزه كې د ټولوژنې په سمدستي او بشپړ ډول درول دي، يوازې لنډمهالی اوربند نه. بل دا چې د اسرائيلو په بندخونو كې ټول بنديان د ټولو په بدل كې خوشي كړل شي او درېيم دا چې د ښكېلاك لخوا د ودانيو د بيا رغونې، د ټولو وگړو د زيانونو بشپړه تلافي او د غزې د كلابندۍ ختمولو ضمانتونه ور كړي). په ټوله كې د اقصی توپان موخې او د جگړې درولو شرطونه يې سره يو دي او ډاگيز پيغام لري چې فلسطينی ولس او دغه اصيل بچيان به يې صهيونيستان تل هماغسې د فلسطين پاكې خاورې ته نړۍ راشړلي يهود مهاجر او يو توكم گڼي چې له پيله يې په دغه خاوره ناولې پښې ښودې، د اسرائيلو شتون يو خوب او خيال و او دا د اقصی توپان د موخو تر بشپړ تحقق پورې د مقاومت كلك هوډ او ثبات ښيي.