د افغانستان بانک د مسؤلینو او صرافانو ترمنځ د همغږي ناسته وشوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۱)   د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا په مشرۍ د صرافانو له استازو سره د چارو د همغږۍ او کړنو د میکانیزه کولو په اړه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا د صرافانو له استازو وغوښتل چې د افغانستان […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۱)   د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا په مشرۍ د صرافانو له استازو سره د چارو د همغږۍ او کړنو د میکانیزه کولو په اړه غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا د صرافانو له استازو وغوښتل چې د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې ټولې کړنې تر سره کړي. د افغانستان بانک لومړي مرستیال یادونه وکړه چې د ډالرو قاچاق د ټول ملت په زیان دی او پر ټولو لازمه ده چې مخنیوی یې وکړي، نوموړي زیاته کړه هغه کسان چې د ډالرو په قاچاق او نورو غیر قانوني کړنو کې ښکیل وي قانوني چلند به ورسره وشي.
د یادونې وړ  ده چې د صرافانو استازو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه د افغانستان بانک له مشرتابه سره شریک کړل چې په دې وړاندیزونو کې د صرافانو لپاره د افغانستان بانک د نوي جوړ شوي طرزالعمل په اړه د سیمنارونو جوړول او یو شمېر نورې ستونزې او وړاندیزونه شامل وو. پدې غونډه کې د افغانستان بانک د مشرتابه لخوا د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د دوی ستونزو ته د رسېدنې ژمنه وشوه.