د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون ناسته وکړه

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۰) د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون نن د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې وشوه د افغانستان پر روان وضعیت، د اسلامي امارت پرنړیوالو اړیکو او د افغانانو لپاره د بشري مرستو پر راجلبولو خبرې اترې وشوې. همداراز […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۰)

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون نن د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ غونډه ترسره کړه.

په دې غونډه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې وشوه د افغانستان پر روان وضعیت، د اسلامي امارت پرنړیوالو اړیکو او د افغانانو لپاره د بشري مرستو پر راجلبولو خبرې اترې وشوې.

همداراز د سیاسي کمېسیون؛ په اجنډا کې پر شاملو یو شمېر نورو موضوعاتو هم بحث اولازم تصامیم ونیول شول.