د اسلامي امارت مشرتابه پر مهمو موضوعاتو هر اړخیزه وینا وکړه

الاماره تیره ورځ د اسلامي امارت زعیم عالي قدر امیرالمؤمنین حفظه الله په کندهار کې د کوچني اختر په لمانځه کې وینا وکړه، چې پر مهمو نقاطو یې هر اړخیزې تبصرې وکړې. نوموړي د اسلامي نظام د قیام لپاره د حدودو نفاذ له اړینو مواردو یاد کړ، د شرعي سیاسي لیدلوري لزوم یې اړین وباله […]

الاماره

تیره ورځ د اسلامي امارت زعیم عالي قدر امیرالمؤمنین حفظه الله په کندهار کې د کوچني اختر په لمانځه کې وینا وکړه، چې پر مهمو نقاطو یې هر اړخیزې تبصرې وکړې.
نوموړي د اسلامي نظام د قیام لپاره د حدودو نفاذ له اړینو مواردو یاد کړ، د شرعي سیاسي لیدلوري لزوم یې اړین وباله او د ظالم پر وړاندې د مظلومانو ننګه یې له اولویتونو وښوودله.
هغه په څرګنده وویل چې د ده د حکم اطاعت باید یواځې په معروفاتو کې وشي، که یې حکم له قرآن، حدیث، اجماع سره په ټکر کې نه وه ودې منل شي او که د شریعت مخالف بریښیده، اطاعت نه دی لازم.

د هیواد د حدودو ساتنه، د مفسدینو او ظالمانو پر وړاندې مقابله او د منکراتو مخنیوی یې د اسلامي نظام له مکلفیتونو وبلل او خبرداری یې ورکړ، چې د ژوند تر پایه به دلته د یوه کفري قانون تعمیل ته هم ځای ورنکړي، نه په اسلام کې له چاسره معامله کوي او نه هم په شریعت کې جوړجاړی…
امیرالمؤمنین د رسنیز پروپاګند په تړاو وویل چې ولسونه دې د تبلیغاتو ښکار نه ګرځي، د ولس هر بچی یې د زړه ټوټه او لکه خپل اولادونه داسې بولي.

نوموړي زیاته کړه؛ دوحه کې له امریکایانو سره د مذاکراتو پر مهال د افغان عسکرو پر وړاندې جګړې ته خفه وه، «مشرانو ته مې وویل چې هغوی ته ووايي چې ټوپک دې په ځمکه کیږدي، زمونږ ورسره کار نشته؛ تاسو چې له مونږ سره هر ډول ظلمونه کړي ویجاړۍ مو کړې، د الله ج پخاطر مو بښلي یاست، یواځې د حقوق العبد زیمه وار نه یو ځکه هغه زمونږ له واک څخه نه ده»
هغه د کفري هیوادونو لخوا د فشارونو د زیاتوالي ته په اشارې سره، ټولو هیوادوالو ته د استقامت او صبر لارښوونه وکړه او زیاته یې کړه، چې الله ج به یې خامخا د کامیابي پوړیو ته رسوي.

د شنونکو په باور؛ د امیرالمؤمنین حفظه الله وینا په ډاګه کوي، چې اوسنی راغلی نظام په هر قیمت غواړي، هیوادوالو ته د خدماتو لړۍ پراخه، سپین نیت څرګند او له خلوص ډک چلند لمخې ورسره د هیواد په ټولو اساسي اړتیاوو، مهمو کارونو او ټولو برخو کې مخلصانه لاس ورکړي.