هلمند: صرافان وایې : د اسلامي امارت دښې رهبرۍ ثمره ده چي د افغانیو ثبات ورځ تر بلي ټینګیږي:

  هلمند کي صرافان او عام ښاریان دافغانیو دثبات پر ټینګېدو خوښي ښیي او له خلګو غواړي چي راکړه ورکړه په افغانیو وکړي ترڅو د افغاني بانک نوټونو ثبات ثابت پاته سي. هلمند کي صرافان د اسلامي امارت د مسؤلینو اقدامات چي په مالي او پولي برخه کي يې ترسره کړي ستايي او ملاتړ يې […]

 

هلمند کي صرافان او عام ښاریان دافغانیو دثبات پر ټینګېدو خوښي ښیي او له خلګو غواړي چي راکړه ورکړه په افغانیو وکړي ترڅو د افغاني بانک نوټونو ثبات ثابت پاته سي.

هلمند کي صرافان د اسلامي امارت د مسؤلینو اقدامات چي په مالي او پولي برخه کي يې ترسره کړي ستايي او ملاتړ يې کوي او وايي همدا لامل دي چي د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو په وړاندي زیات سوي دی.

هلمند میشتو صرافانو معلم حمیدالله، حاجي روزي خان او ډاکتر احمد الله احمدي وايي: د پولي ارزښت خوندیتوب او د بهرنیو اسعارو پر وړاندي د اعتبار زیاتوالي کاروبار عادي حالات ته را اړولی دی او د نرخونو پر کنټرول یې هم د پام وړ اغېزه کړې.

هلمند میشتي صرافان په دې برخه کي مسلسله او دوامداره هڅه کوي چي د ولايتي ادارې سره په همږغۍ د افغانستان په ملي کرنسۍ راکړي ورکړي سره د افغانیو ثبات نورهم ثابت پاته سي.

یوشمېر عام ښاریان د بهرنیو اسعارو په وړاندي د افغانیو په لوړېدو خوښي ښیي او غوښتنه کوي چي نورهم باید د بهرنیو اسعارو د راکړي ورکړي د مخنیوي او د افغانیو په مروج کېدو کي اقدامات ترسره سي.

ديادوني وړ ده چي په دې وروستیو کي په ملي کچه د افغانیو د ارزښت او مروج کېدو په اړه اسلامي امارت خپل کمپاینونه ترسره کړي دي.
او ټولو خلګو ته يې لارښووني کړې چي ټولي راکړي ورکړي په افغانیو ترسره کړي او د بهرنیو اسعارو له کاروني ډډه وکړي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۳۰ هـ ق