د اسلامي امارت او چمن سیمي قومي سپین‌ږیرو او سوداګرو ترمنځ ناسته وشوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۶) د دوشنبې په ورځ ناوخته د افغانستان اسلامي امارت او د پاکستان د چمن د سیمي له یوشمېر علماوو کرامو، قومي سپين‌ږیرو او ځیني سوداګرو. ترمنځ غونډه ترسره شوه. د کندهار د ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې غونډه کي د افغان او پاکستاني لورو ترمنځ پر فرضي […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۶) د دوشنبې په ورځ ناوخته د افغانستان اسلامي امارت او د پاکستان د چمن د سیمي له یوشمېر علماوو کرامو، قومي سپين‌ږیرو او ځیني سوداګرو. ترمنځ غونډه ترسره شوه.
د کندهار د ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې غونډه کي د افغان او پاکستاني لورو ترمنځ پر فرضي کرښه د وروستیو تاوتریخوالو په اړه هراړخیزه بحث او خبري وشوې.

له چمن ښار څخه راغلو علماوو، قومي سپین‌ږیرو او سوداګرو خبري وکړې. دوی وویل، چي د سپین بولدک او چمن پر فرضي کرښه کله نا کله تاوتریخوالۍ رامنځ ته کیږي او دواړه اړخونو ته یو مسلمان ملت او یو قوم او یو ټبر پروت دی، چي باید موږ یې د همدې ناستو په مټ ددې ډول جګړو مخنیوی وکړو.

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي وویل، چي همېشه موږ دا غواړو، چي دواړه اړخونه مسلمان ملت او ټبر داسي ژوند وکړي، لکه وروڼه؛ چي نه بېلیدونکي اړیکي سره لري،«موږ همېشه د خبرو د لاري د مشکل د حل غوښتونکي یو او افغان ځواکونو د خاوري څخه ددفاع په خاطر اقدامات ترسره کړي دي»

د پاکستان څخه راغلیو علماوو، قومي سپین‌ږیرو او سوداګرو وویل، چي دوی به دغه خبره د خپل حکومت سره په جدیت شریکه کړي.

په پای کې د افغانستان اسلامي امارت پلاوي دوی ته پوره ډاډ ورکړ، چي هیڅکله به د افغانستان له طرفه د جګړې د پیل موضوعات رامنځته نه شي.