د اروپایي ټولنې شارژدافيرې له افغان چارواکو سره پر مهمو مسائلو خبرې ترسره کړې

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۹) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافيرې او سرپرستې اغلې رافایلا یودیچی او مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل. په دې کتنه کې افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د سیاسي څانګې مسوول […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۹) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافيرې او سرپرستې اغلې رافایلا یودیچی او مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د سیاسي څانګې مسوول ښاغلي فردیناند جینریش او د سیاسي او امنیتي چارو سلاکار زاهد رحمان هم حضور درلود، په پیل کې افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافيرې په افغانستان کې د امنیت پر تامین خوښي څرګنده کړه وې ویل، دا مهال په افغانستان کې د اقتصاد، امنیت، اداري فساد لمنځه وړلو او پر نشه د روږدو کسانو راټولولو ترڅنګ په ځینو برخو کې پام وړ پرمختګونه شوي چې د ستایلو دي او موږ د شته نړیوالو تحریماتو د راکمیدو او له منځه وړلو غوښتنه کوو.
نوموړې په وروستیو کې د اروپایی اتحادیي د غړو هیوادونو د یو تن لخوا د قرآن کریم د سوځېدو پېښه وغندله وې ویل، عاملینو ته یې باید سزا ورکړل شي.
افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافيرې څرګنده کړه، اروپایي ټولنه چې د اوه ویشتو (۲۷) هیوادونو استازولي کوي د افغانستان خلک تنها ندې پرېښي او ترڅنګ یې ولاړه ده، کلتور او عنعناتو ته یې احترام کوي. موږ به تر هغې د افغانانو ترڅنګ یوو ترڅو فساد ورک، عواید لوړ او د فقر کچه راکمه شي.
اغلې رافایلا یودیچی زیاته کړه، ښځو ته دې د کار او تعلیم زمینه د اسلامي امارت په چوکاټ کې برابره کړل شي، ځکه د ښځو د کار بندیز موږ له ځینو جدي ستونزو سره مخ کړي یوو او پدې اړه د اسلامي امارت د مقاماتو پاملرنه غواړو.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع یاد پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د ارپایي ټولنې د خېریه چارو قدرداني وکړه وې ویل، هرڅوک چې د افغانستان د عامو وګړو د ښه والي او پرمختګ لپاره خدمات وړاندې کوي اسلامي امارت ورسره د هر راز اسانتیا برابرولو ترڅنګ ګډه همکاري کوي.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د یو تن له لورې د قرآن کریم سوځول په کلکو ټکو وغندل او په راتلونکي کې د داسې احساساتي او بې ځایه کړنو د مخنیوي غوښتنکی شو.
هغه زیاته کړه، الحمدلله اوس په افغانستان کې امنیت تامین دی او دا زمینه مساعده ده چې له افغانانو سره هراړخیزه مرستې وشي. موږ د سپیڅلي شریعت اصولو سره سم د تعلیم خلاف نه یو ځکه چې د اسلامي امارت اکثره مسؤلین هغه کسان دي چې د خپل عمر اکثریت عمر یې تعلیم ته وقف کړیده. همدا راز د قوانینو د بررسۍ لپاره کسان ټاکل شوي ترڅو پخواني قوانین تر نظر تېر او بهتره او موثره خدماتو ته لاره هواره شي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس دېته په اشارې وویل اسلامي امارت ته د تېر ۲۰ کلن حکومت زیاتې ستونزې را پاتې شوې دي، موږ د نورو فعالیتونو ترڅنګ د اداري فساد د لمنځه وړلو په موخه موازي ادارې تشخیص او لغوه کړي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، جزوي او منفي موضوعات باید ټول امارت ته منسوب نشي، نړیوال باید مثبتو مسایلو ته پاملرنه وکړي او رامنځته شوې ستونزې باید د تفاهم او خبرو له لارې حل شي.