د اداري فساد په وړاندې د مبارزې قانون په تعديل بحث وشو

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۷) د اداري فساد په وړاندې د مبارزې قانون د تعديل په اړه د چارو ادارې لوی رياست د نظارت او پاليسۍ مرستيال، د اداري فساد د مخنيوي او ستراتيژۍ ادارې رئيس، لويې څارنوالۍ، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو لوی رياست د استازو ترمنځ بحث وشو. په دې اړه جوړه شوې غونډه چې […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۷) د اداري فساد په وړاندې د مبارزې قانون د تعديل په اړه د چارو ادارې لوی رياست د نظارت او پاليسۍ مرستيال، د اداري فساد د مخنيوي او ستراتيژۍ ادارې رئيس، لويې څارنوالۍ، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو لوی رياست د استازو ترمنځ بحث وشو.

په دې اړه جوړه شوې غونډه چې نن چهارشنبه د «رجب المرجب ۱۷ مه»د چارو ادارې لوی رياست د نظارت او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب په مشرۍ ترسره شوه؛ پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو.

ورپسې ښاغلي سيف الدين تائب د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په اړه وويل چې د اداري فساد په وړاندې مبارزه ددې لپاره اړينه ده چې په دولتي ادارو کې د فساد مخه ونيول شي او حکومتي چارې په شفاف ډول پرمخ لاړې شي.

ورپسې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې تعديل شوې مادې تشريح شوې او د غونډې ګډونوالو لخوا پرې بحث وشو‌.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د قانون د تعديل شوې بڼې په اړه دې ټاکل شوی پلاوی خپل نظريات راټول او په دې اړه دې بلې ناستې ته وړاندې کړي.

دغه غونډه چې د قرآنکریم په تلاوت پيل شوې وه، په دعا پای ته ورسېده.