خلیفه سراج الدین حقاني پرون ورځ کابل کې د چین له سفیر ښاغلي وانګ یو سره وکتل

د کورنیو چارو وزارت سرپرست الاماره سه شنبه، ذوالقعده ۳مه ښاغلي وانګ وویل: چین د افغانستان په څنګ کې ولاړ دی، مونږ په دې باور یو چې د ملتونو پرمختګ یوازې په یوهٔ آزاد او خپلواک چاپېریال کې ممکن دی او افغانان اوس همداسې یوه مسیر ته برابر شوي دي. موږ په نورو هیوادونو د […]

د کورنیو چارو وزارت سرپرست الاماره سه شنبه، ذوالقعده ۳مه
ښاغلي وانګ وویل: چین د افغانستان په څنګ کې ولاړ دی، مونږ په دې باور یو چې د ملتونو پرمختګ یوازې په یوهٔ آزاد او خپلواک چاپېریال کې ممکن دی او افغانان اوس همداسې یوه مسیر ته برابر شوي دي. موږ په نورو هیوادونو د فشارونو، بندیزونو او لاسوهنې د سیاستونو پلوي نه یو، د افغانانو په مقابل کې هم د فشار او بندیزونو سیاست نه تائیدوو.
قدرمن خلیفه صاحب په دې اړه د چین هېواد د واقعبینانه موقف ستاینه وکړه او ویې ویل: په نړیوال تعامل کې د عدالت عنصر نهایت مهم دی، تر هغو چې اخلاقي اصول په دې ساحه کې د ضوابطو په توګه حاکم نه شي، د اعتماد واقعي فضاء نه رامنځته کېږي. نورو ته په ذهن او عمل کې «شر» پالنه یو «ناروغ» سیاست دی. مونږ په ښو اړیکو باور لرو، د ا. امارت تګلاره د تعامل او تفاهم ده، د خیر اراده لرو چې له نورو مو هم همداسې توقع ده.
دواړو لورو په اسلام آباد کې د درې اړخیزې ناستې پایلې مثبتې وارزولې او په بېلابېلو برخو کې د اړیکو په پراختیا ټینګار وشو.