تازه خبر:کندهار کې د دښمن یو کنډک په تاکتکي انفجار کې له منځه لاړ لسګونه کمانډويي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د الخندق مبارکو عملیاتو په جریان کې تیر ماښام د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ د مندوزو په رنګریزانو سیمه کې د مزدور دښمن یو کنډک په تاکتکي انفجار کې بشپړ له منځه لاړ. د معلوماتو په اساس په دغه کنډک کې ۴۰ تنه کمانډويي عسکر اوسیدل چې ۳۵ عسکر په کې وژل شوي او ټپيان […]

د الخندق مبارکو عملیاتو په جریان کې تیر ماښام د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ د مندوزو په رنګریزانو سیمه کې د مزدور دښمن یو کنډک په تاکتکي انفجار کې بشپړ له منځه لاړ.

د معلوماتو په اساس په دغه کنډک کې ۴۰ تنه کمانډويي عسکر اوسیدل چې ۳۵ عسکر په کې وژل شوي او ټپيان دي.

په کندک کې د دښمن ۵ شوبلې، د مهماتو څخه ډک کانتینران او ټول تأسیسات له منځه وړل شوي. 

په همدې مهال د یاد کنډک په دفاعي پوستو باندې هم بریدونه وشول چې یوه شوبله  ویجاړه شوې، عسکرو او اربکیانوته درانه تلفات اوښتي دي.

د دښمن امبولانسي چورلکو د شپې تر ۳ بجو پورې د خپلو کمانډوي عسکرو مړي او ټپيان انتقالول.

دغه تاکتکي برید په داسې مهال ترسره کیږي چې د هیواد په نورو برخو کې هم هره ورځ دښمن ته د سر درانه زیانونه اوړي،  سیمې او مراکز له لاسه ورکوي. 

قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند

۲۶/۴/۱۴۴۰هـ ق

۱۳/۱۰/۱۳۹۷هـ ش ــ 2019/1/2م