بغلان: د ځمکني ترانسپورت له ترازو څخه په میاشتني ډول درې میلیونه افغانۍ عواید راټولیږي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۸) د بغلان د ټولګټو ریاست مسؤلین وايي، چې د کابل – کندز او کابل – بلخ په لویه لاره یې ددې ولایت په اړوندو کې دلوړ تناژه باروړونکو موټرو کنټرول چټک کړی، څو له امله یې سرکونه خراب نه شي او ددې تللو په پایله کې د ترازو عواید زیات شوي […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۸) د بغلان د ټولګټو ریاست مسؤلین وايي، چې د کابل – کندز او کابل – بلخ په لویه لاره یې ددې ولایت په اړوندو کې دلوړ تناژه باروړونکو موټرو کنټرول چټک کړی، څو له امله یې سرکونه خراب نه شي او ددې تللو په پایله کې د ترازو عواید زیات شوي دي.

د بغلان د ټولګټو ریاست رییس ملاعباس اخند وایي چې ددې ولایت په اړوندو لارو کې یې د لوړ تناژه موټرو کنټرول پیل کړی او په ترڅ کې یې هغه بارونه له باروړونکو موټرو ښکته کوي چې د ټاکلي معیار څخه لوړ وي او د سرکونو د خرابوالي لامل ګرځي.
عباس اخند زیاته کړې چې اوس ددې ولایت د لارو په اوږدو کې باروړونکي موټر تلل کیږي چې په میاشتني ډول څه د پاسه دیرش لکه افغانۍ عواید ترې راټول او د مستوفیت له لارې د حکومت خزانې ته سپارل کیږي.