بغلان: د غوري سیمنټو فابریکو تولید په ۲۴ ساعتونو کې ۶۰۰ ټنو ته رسېدلی

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۵)د بغلان د غوري سیمنټو فابریکو مسؤلین وايي، چې د نوې ماشنرۍ به پېرلو سره دوه برابره ددې فابریکو تولید د پخوا په پرتله ډېر شوی دی. د غوري سیمنټو د فابریکو مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د غوري سیمنټو فابریکو تولید د […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۵)د بغلان د غوري سیمنټو فابریکو مسؤلین وايي، چې د نوې ماشنرۍ به پېرلو سره دوه برابره ددې فابریکو تولید د پخوا په پرتله ډېر شوی دی.

د غوري سیمنټو د فابریکو مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د غوري سیمنټو فابریکو تولید د تیر حکومت پرمهال په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۰ ټنه وو، خو اوس د نوې ماشینرۍ په پېرلو او نصب کولو سره یې تولید په ۲۴ ساعتونو کې ۶۰۰ ټنوته لوړ شوی .

قیومي زیاته کړه چې د غوري سیمنټو د دواړو فابریکو د نصب ظرفیت په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰۰ ټنه دی خو د اوس لپاره ۶۰۰ ټنه تولید کوي او ټينګار یې دادی چې که د وسایطو د جوړېدو او د برېښنا او سکرو د کمښت ستونزه یې حل شي نو په ۲۴ ساعتونو کې به دغه فابریکې ۸۰۰ ټنه سیمنټ تولید کړي.

د بغلان د اقتصاد رییس عبدالمتین اخندزاده رسنیو ته وویل، چې د غوري سیمنټو فابریکو لپاره نوې ماشینري له چین او ایران هیوادونو څخه د اتلس میلیونه افغانیو په ارزښت پیرل شوې چې په نصب کولو سره یې تولید ډېر شوی دی.

د غوري سیمنټو فابریکو مسؤلین وايي، چې اوس د ټول افغانستان د اړتیا وړ شپږ سلنه سیمنټ دغه فابریکې تولید کوي او ټينګار یې دادی چې که د ماشینرۍ، بریښنا او ګڼو نورو برخو کې ددوی شته ستونزې هوارې شي نو تولید به په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰۰ ټنو ته ورسوي چې ورسره به دټول هیواد د اړتیا وړ ۱۴ سلنه سیمنټ تولید شي.