ئیس الوزرا د ارګ نوي جامع جومات د بنسټ ډبره کېښوده

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۵) د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم الحاج ملا محمدحسن اخند نن له غرمې مخکې د ارګ نوي جامع جومات د بنسټ ډبره کېښوده. د ارګ نوي جامع جومات د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې چې د ریاست الوزرا عالي مقام لوی دفتر محترم رئیس او مرستیالانو هم حضور درلود، په […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۵)
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم الحاج ملا محمدحسن اخند نن له غرمې مخکې د ارګ نوي جامع جومات د بنسټ ډبره کېښوده.
د ارګ نوي جامع جومات د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې چې د ریاست الوزرا عالي مقام لوی دفتر محترم رئیس او مرستیالانو هم حضور درلود، په پیل کې د ارګ جامع جومات امام د عظیم الشان قران څو مبارک ایتونه تلاوت کړل.
د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم الحاج ملا محمد حسن آخند د ارګ نوي جامع جومات د بنسټ ډبره کیښوده او ور پسې یې هر اړخیزه او جامع دعا وکړه.
د یادونې ده چې د ارګ نوی جامع جومات د شنې ساحې په ګډون په ۱۰۶۰ مترمربع ځمکه او د جومات ودانۍ په ۶۲۷ متر مربع ساحه کې له داخلي او وطني توکو لکه د هرات چشت شریف اوله درجه مرمرو، د هلمند رخامو او د میدان وردک ولایت تیږې، د کنړ او نورستان لرګیوڅخه جوړېږي.
د ارګ نوي جامع جومات تلخونه به کتابتون، د تدریس او لمانځه لپاره هم مناسب ځای ولري. د مرکز ګرمي ترڅنګ به د سړو او تودو اوبو اسانتیاوې او د برېښنا، اوبو، مرکز ګرمي، انټرنټ او غږیز سیستم لپاره یوه کنټرول خونه هم ولري.
د ارګ دغه نوی جامع جومات چې یوه ګنبد او څلور منارې به ولري، تقریبا په یو کال کې به یې د جوړولو چارې بشپړې شي او په یو وخت به د ۱۵۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت ولري.