په ۲۰۲۰ز کال کې د تعلیم وتربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون فعالیت او لاسته راوړنو ته یوه ځغلنده کتنه

تېر ۲۰۲۰ میلادي کال لکه څنګه چې په سیاسي او نظامي ډګر کې د افغانستان لپاره مهم و، همداراز په تعلیمي ډګر کې هم ځینې داسې پرمختګونه پکې وشول چې په تېرو شلو کلونو کې یې ساری کم لیدل کیږي. د اسلامي امارت تر چوکاټ لاندې د تعلیم وتربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون په ۲۰۲۰میلادي […]

تېر ۲۰۲۰ میلادي کال لکه څنګه چې په سیاسي او نظامي ډګر کې د افغانستان لپاره مهم و، همداراز په تعلیمي ډګر کې هم ځینې داسې پرمختګونه پکې وشول چې په تېرو شلو کلونو کې یې ساری کم لیدل کیږي.

د اسلامي امارت تر چوکاټ لاندې د تعلیم وتربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون په ۲۰۲۰میلادي کال کې د هېواد په کچه په مجموع کې ۳۰۰ دیني مدارس، ۹۱ دارالحفاظونه، ۲۷ دارالایتامونه او ۳۸۰ منظمې کلیوالي مدرسې تاسیس کړې. په دې سره په تېر کال کې د تعلیم وتربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون تر نظارت لاندې د تازه ودانو شویو تعلیمي بنسټونو مجموعي شمېر ۷۹۸ ته رسیږي.

دا چې په ۲۰۲۰ز کال کې په تعلیمي ډګر کې ستر پرمختګونه او لاسته راوړنې ترلاسه شوې او د کمېسیون کاري ساحه پراخه شوه، نو د ښوونیزو چارو د لا ښه سمبالښت او نظم لپاره د تعلیم وتربیې او عالي تحصیلاتو د کمېسیون په سطحه څلور نوې ادارې (د دارالایتامونو د تنظیم اداره، د عصري تعلیماتو اداره، د بهرنیو اړیکو اداره او د تفتیش اداره) فعالې شوې. د دې تازه فعالو شویو ادارو دنده د خپلو اړوندو چارو نظارت، تنظیم او پرمخ بېول دي.

په ۲۰۲۰ز کال کې د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون په ګڼ شمېر ولایتونو کې هیئتي او تفتیش وکړ. د کمېسیون په سطحه عمومي مجلس دایر شو چې په ضروري موضوعاتو د بحث ترڅنګ مهمې پرېکړې پکې وشوې.

تېر کال د تعلیم وتربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون د ښوونځیو د نظارت او مراقبت طرزالعمل په ۵۲ مادو کې تعدیل او تصویب کړ. همدارنګه د ارالحفاظونو لپاره د یوه مختصر او د کوچنیو نجونو لپاره د ضروري زده کړو د شپږ کلن نصاب د ترتیب ترڅنګ طرزالعملونه هم ورته تصویب شول. د منظمو کلیوالو مدرسو لپاره هم طرزالعمل جوړ او تصویب شو.

د دې ترڅنګ، تېر کال د کلیوالو سیمو د ماشومانو د مدرسو لپاره درې کلن نصاب په څلور سوه زره ټوکه کې په پښتو ژبه چاپ او ټولو ولایتونو ته ولېږل شو. دا نصاب دري ژبې ته هم ترجمه او چاپ ته چمتو شو. په تېر کال کې ۱۸۰۰۰ نسخې قرآن کریم، ۳۵۰۰۰ کتابچې، ۳۵۰۰۰ قلمونه، ۳۵۰۰۰ پنج پارې او ۲۰۰۰ نوراني قاعدې ولایتونو ته توزیع شوې. د ملګرو ملتونو له یونیسیف بنسټ سره د دیني مدرسو د طالبانو لپاره د سل زره زده کوونکو د تعلیمي توکو په برابرولو هوکړه وشوه، چې د یادې مؤسسې لخوا به ولایتونو ته رسول کیږي.

په ۲۰۲۰ز کال کې د ټولو ولايتونو تعليمي مسئولينو، مرستيالانو او اداري مسئولينو ته تربيوي او اداري سيمينارونه جوړ شول .

تېر کال د دیني مدرسو په نصاب کې له علماء کرامو او استادانو سره په مشوره او توافق مناسب او ضروري تعدیلات رامنځته شول. د معمول په څېر د مدرسو د پنځو درجو (ابتدائیه، متوسطه، اولی، عالیه یا وړه دوره، او عالمیه یا لویه دوره) مشترک او متحد امتحانات واخیستل شول، چې مجموعًا ۴۹۷۵ طالبانو برخه پکې اخیستې وه. د دارالحفاظونو د شاګردانو کلني، مشترک او متحد امتحانات هم واخیستل شول. همداراز د دیني مدرسو د زده کوونکو د ظرفیت د ارتقاء په موخه د څلورمې درجې د طالبانو ترمنځ په هر ولایت کې تقریري سیالۍ جوړې شوې، او مقام-خپلوونکي شاګردان په انعامونو ونازول شول.

د اسلامي امارت دریځ دا دی چې له دیني زده کړو سره په څنګ کې عصري زده کړې هم د وخت یو مبرم ضرورت دی. لله الحمد، په دې برخه کې هم تېر کال د سترو لاسته راوړنو شاهدان وو. د تعلیم وتربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون تېر کال د دوه کلنو مسلکي زده کړو لپاره یو انسټیټیوټ فعال کړ، چې د دوه کلنو لوړو تعلیماتو ترڅنګ به د پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو، کمپیوټر او ادارې څلور میاشتني کورسونه هم پکې تدریسیږي.

له دې ابتکاراتو سره په خوا کې، په ۲۰۲۰ز کال کې د هېواد د تعلیم وتربیې د وضعیت د سمون او پرمختګ په مقصد له مختلفو مؤسسو او خیریه ادارو سره د سیاسي کمېسیون په مرسته تفاهمات او ناستې وشوې. د دې ناستو په نتیجه کې د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون او یونیسیف مؤسسې ترمنځ د هېواد په مفتوحه سیمه کې د څلور زره (۴۰۰۰) ښوونځیو فعالولو توافق وشو.

د افغانستان د اسلامي امارت د تعلیم وتربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون هدف د هېواد هر کس د علم په ګاڼه سمبالول دي. همدې هدف ته د رسېدو لپاره په ملي او بین المللي سطحه خپلې هڅې جاري ساتي، تر خپله وسه کوښښ کوي چې د هېوادوالو د تعلیمي کچې د لوړولو لپاره په لیرې پرتو سیمو کې نوي معیاري دیني او عصري ښوونځي فعال کړي. د اسلامي امارت د نورو ارګانونو په څېر د تعلیم وتربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون خپل مرام ته ژمن دی او خپل سپېڅلي هدف ته د رسېدو لپاره به له هیڅ کوښښه هم دریغ ونکړي.