په غزني کې د کابل ادارې ۲۲ تنه عسکر له بند څخه آزاد او د خرڅو په ورکولوسره خپلو کورنیوته واستول شول

نن مازدیګر په غزني ولایت کې د کابل ادارې ۲۲ تنه عسکر چې دوه تنه په کې ټپيان هم دي، وروسته له دې چې د هغوی څخه د خطر رامینځته کیدو احتمال له منځه لاړ د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت له بند څخه خوشې شول. یاد بندیان د عالیقدر امیرالمؤمنین په فرمان او د […]

نن مازدیګر په غزني ولایت کې د کابل ادارې ۲۲ تنه عسکر چې دوه تنه په کې ټپيان هم دي، وروسته له دې چې د هغوی څخه د خطر رامینځته کیدو احتمال له منځه لاړ د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت له بند څخه خوشې شول.
یاد بندیان د عالیقدر امیرالمؤمنین په فرمان او د بندیانو کمیسیون په هڅه اوهاند له زندان څخه آزاد او خپلو کورنیوته واستول شول.
هر بندي عسکر ته یوه یوه جوړه کالي او لس لس زره افغانۍ هم ورکول شوې، تر څو خپلو کورنیو ته پرې ورسیږي.
له یادو بندیانو څخه تضمین واخیستل شو چې بیا به د بهرنیو اشغالګرو د اهدافو لپاره له خپلو هیوادوالو سره نه جنګیږي او د اسلامي نظام په لاره کې به خنډ نه ګرځي.
پتیل شوې ده چې د امیرالمؤمنین د فرمان په اساس به د اسلامي امارت لخوا د هغو عسکرو خلاصون تر اختر ورځې پورې دوام وکړي چې د خطر د رامنځته کیدو احتمال يې له منځه تللی وي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۹/۹/۱۴۴۲هـ ق
۱۱/۲/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/5/1م