د هیواد وتلی نومیالی عالم مفتي ابوسعید راشد له څرک سره په مرکه کې

مرکه کونکی: ع-مبارز کوم اخلاص، ايثار او قرباني چې د مدرسې په طالب العلم کې ده، کومه اخلاقي تربیه چې د مدرسې په چاپیريال کې ده هغه په بل چا کې نه تر سترګو کیږي، نو ځکه هر سړی هڅه کوي تر څو خپل اولادونه مدرسې ته واچوي. السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! ړومبی پوښتنه: […]

مرکه کونکی: ع-مبارز

کوم اخلاص، ايثار او قرباني چې د مدرسې په طالب العلم کې ده، کومه اخلاقي تربیه چې د مدرسې په چاپیريال کې ده هغه په بل چا کې نه تر سترګو کیږي، نو ځکه هر سړی هڅه کوي تر څو خپل اولادونه مدرسې ته واچوي.

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
ړومبی پوښتنه: له دې سره سره چې د دیني مدارسو په مقابل کې په هیواد او له هیواده بهر د هجرت دیار کې په لویه دولتي کچه مشکلات او قیودات شتون لري د هغو ترڅنګ د مدرسو دچلولو په برخه کې هر ډول اقتصادي مشکلام هم موجود دي ولې بیا هم مدارس دومره پرجوش، سیرابه او دفارغینو پرفیضه سرچیني دی چې طالبانوته په ډیرو مدرسو کې داخلي هم نه پیدا کیږي تاسې عزتمن د دې وجوهات په څه کې وینی؟

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
محترمه! تر هرڅه وړاندې د څرک مجلې له مسئولینو څخه مننه کوو چې موږ ته مو د تعليمي بهیر په هکله د څه وېلو مو که راکړه، الله جل جلاله مو کامیاب لره.
په دوهم قدم کې دعاء کوو چې الله جل جلاله زموږ د کړېدلي وولس ټول بچي په سمه توګه د علم په ګاڼه وپسولي، تر څو د ملت غوښتنو او ستونزو ته د صحیح ځواب وېلو جوګه شي.

اوس به راشو ستاسو د پوښتنې ځواب ته: د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې: یو خو دا د الله جل جلاله فضل او احسان دی، چې کله هم د دين دښمنانو د دين خلاف خپل تبلیغات ګړندي کړي دي، او یا يې د ديني حکمونو د مخنيوي هڅه کړې ده، الله جل جلاله خپل دين ته نوره ترقي او پر مختګ ور په برخه کړی.
الله جل جلاله فرمايي:
{يُرِيدُونَ أَنْ يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَنْ يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ } [التوبة: 32]
ژباړه: دوی غواړي چې په خپلو خولو دالله (د دين) رڼا مړه كړي خو الله د خپلې رڼا (دين) له پوره كولو پرته بل څه نه مني كه څه هم كافران يې نه خوښوي..
او بل ځای فرمايي: {يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ } [الصف: 8]
ژباړه: دوى غواړي چې په خپلو خولو د الله (د دين) رڼا مړه كړي خو الله د خپلې رڼا (دين) پوره كوونكى دى، كه څه هم كافران يې نه خوښوي.

دوهم دا چې انساني نړۍ نور له غربي تعليماتو، غربي فرهنګ، او ماده پرستي څخه ستړې کېدونکې ده، کوم اخلاص، ايثار او قرباني چې د مدرسې په طالب العلم کې ده، کومه اخلاقي تربیه چې د مدرسې په چاپیريال کې ده هغه په بل چا کې نه تر سترګو کیږي، نو ځکه هر سړی هڅه کوي تر څو خپل اولادونه مدرسې ته واچوي.

درېم دا چې مدارسو ته د مسلمانانو د اولادونو په راکاږلو کې د علماء کرامو او نورو ديني خلکو هم لوی لاس دی، هغوی تل په هر میدان کې مسلمانان مدرسو جوړولو، مساجدو ابادولو او خپل اولادونه ديني تعليم ته وقف کولوته هڅولي، چې په نتجه کې موږ وينو د کفري نړۍ له ټولو هڅو سره، سره د مدارسو مراجعین ورځ تر بلې زیاتيږي.

دا خبره هم نه شو پټولی چې په وروستیو دوو لسیزو کې داشغال په وړاندې دازادۍ او خپلواکۍ مقاومت او سرښندنو هم خورا اثر شیندلی چې عالم او طالب یې سرلاری دی.

پوښتنه: داخبره کیږي چې د مدرسو په روان بهیر کې که څه هم د شمیر او کمیت له پلوه زړه وړونکي دی ولې د کیفیت او استعداد له اړخه د دوولسیزو وړاندې په نسبت کمزورۍ لري او طالبان هومره مستعد ندي تاسې دغه تفاوت او پرتله منۍ؟ او د حل ټکي یې څه کې وینی؟

ځواب: لومړی باید دا تريخ حقیقت تر یوه بريده ومنو چې رښتيا هم اوسني چاپیریال، د انټرنيت نړۍ، خواله رسینو، د مسلمانانو په هیوادونو کې د کفارو د لاسوهنو له امله نا امنیو او داسې نورو ناخوالو څه ناڅه پر زده کوونکو او استادانو دواړو اغېز شندلی چې له امله يې د زده کوونکو د استعداد کچه را غورځېدلې ده، خو دا خبره بیا یواځې د مدارسو نه؛ بلکې ټولې تعليمي ادارې ور سره لاس او ګرېوان دي.

له بله پلوه دا خبره سل په سلو کې هم سمه نه ده چې د مدرسو د زده کوونکو استعدادونه بېخي نشته، بلکې اوس هم همدغه مدرسې داسې ځوانان ټولنې ته وړاندې کوي چې په قابلیت او ذهانت کې یې ساری نه ليدل کیږي، خو له دې سره سره که بیا هم د ټولنې د ټولو غوښتنو ځواب نه شي وېلی هغه له دې امله نه ده چې د مدرسې نظام نور بېخي د چلېدلو وړ نه دی یا استاد بېخي درس نه دی ورته وېلی یا خدای مه کړه په درس نه پوهېږي، بلکې اصل وجه يې دا ده چې نن سبا د نويو ایجاداتو او نوې ټيکنالوجي په رامنځ ته کېدلو سره داسې پېچلې مسئلې را منځته شوې دي، چې هغه یواځې منځنیو زده کړو په وېلو سره نه حل کیږي، لانورو زده کړو (تخصصاتو) ته اړتیا لري، او خبره یواځې په ديني ادارو کې نه ده بلکې عصري ادارې هم له دې ستونزې سره مخ دي.

خو الحمد لله اوس نږدې ټول مدارس د وخت دې اړتیا ته هم متوجه دي، په بېلا بېلو قسمونو کې د تخصصاتو پروګرامونه لري، او اسلامي امارت هم د دې ستونزې په درک کولو سره د “مرکزي دارالافتاء، تخصصاتو، او فقهي مجالسو” مستقل کمېسيون جوړ کړی دی، نو ان شاء الله په نږدې راتلونکې کې به دا ستونزې هم تر ډېره بريده هوارې شي.

او بله دا چې ځینې کسان یواځې پر مدرسه اعتراض ته پلمې جوړولو له امله وايي: موږ ډاکتر ته ضرورت لرو مدرسه ډاکتر نه راکوي، موږ انجنیر ته ضرورت لرو مدرسه ولې انجنيران نه فارغوي، او داسې نور…

دا ټولې خبرې بې ځایه دي همدې خلکو کله هم د طب پر پوهنځي دا اعتراض نه دی کړی چې ولې انجنیران ټولنې ته نشي وړاندې کولی، پر مکتب او پوهنتون يې کله هم دا عتراض و نه کړ چې ولې شیخ الحدیث او مفتي ټولنې ته نه وړاندې کوي، بس یواځې مدرسه ده او د هغوی اعتراضونه دي.

حقیقت دادی چې دا ډول اعتراضونه که پر مدرسه وي، او که پر پوهنتون دواړه بې ځایه دي، یويشتمه پېړۍ د تخصصاتو او سپشلائزشن زمانه ده هره اداره باید په خپل بخش کې وړ کسان ټولنې ته وړاندې کړي، چې الحمد لله مدارسو تر اوسه دا کار کړی، که لږ ستونزې وي هغه به هم الله جل جلاله حل کړي.

حـل لاره: د استعداد د ټيټوالي ستونزه په ديني اداره کې وي او که په عصري اداره کې وي زما په اند حل لاره يې دا ده چې د استعداد لوېدلو لامل معلوم شي، د بېلګې په ډول:
خارجي عوامل:
د زده کوونکي استعداد مستوی که مو د چاپيریال، موبایل، انټرنيت او یا دې ته ورته بهرني عامل له امله ټيټه شوې وي حل لاره يې دا ده د چاپیریال د بدلون هڅه وکړو، د وسائلو استعمال ته قوانین او ضوابط ولرو، په درسي او تعليمي وخت کې پر داسې وسائلو بنديز ولګوو چې د تعليم په لاره کې خنډ ګرزي، وخت نا وخت په دې هکله اصلاحي ويناوې ولرو، د وخت د ازرښت په هکله د سيمې مشهور علماء کرام او مېلمانه را وبولو، تر څو مو زده کوونکو په زده کې له کتاب سره مينه پیدا شي، او له بېځايه وخت تېرولو څخه ځان وساتي.

په نصاب کې د ټولنې ضرورتونه ورځايول:
کله کله د زده کوونکو د استعداد د کموالي لامل دا وي چې موږ داسې څه ورته وايو چې هغه ته اوس اړتیا نه وي، یا په ټولنه کې هغه شی بېخي شتون نه لري، او بل لور ته چې ټولنه کومو مضامینو ته اړتیا لري هغه موږ په نصاب کې نه لرو چې امله يې زموږ شاګرد د ټولنې صحیح جواب نه شي وېلی، د دې ستونزې حل دا دی چې ديني ادارې وي او که عصري وي وخت پر وخت باید خپل نصاب د فن د ماهرینو تر نظر تېر کړي، تر څو د وخت غوښتنو ته په پام سره مضامين په کې ورځای کړي.

د استاد انتخاب:
که خدای مه کړه د استاد علمي کمزوري، زيات مصروفیت، بې پروايي، اقتصادي ستونزې يا داسې نور د زده کوونکو د استعداد د کچې ټيټوالی لامل وي نو ادارې ته په کار ده چې لومړی خو د استاد په انتخاب کې ښه غور وکړي، او بیا له انتخاب وروسته يې هغه ستونزې حل کړي، چې له امله يې د استاد په درسونو کې خلل راځي.

د درېيمې پوښتنې ځواب:
پوښتنه: یوځوان عالم چې فراغت حاصل کړي ستاسې له انده باید هغه تدریس له کومي سطحي پیل کړي؟ کورکلي او ټولني ته څنګه د خدمت ښه مصدر وګرزي؟.
يو نوی فارغ شوی ځوان څنګه په تولنه کې د خدمت جوګه شي؟ په دې هکله باید څو نکتې په پام کې ونیسو:
لومړی: تدريسي تدرج په پام کې نيول.
که څوک هر څومره ذهني وړتیا لري، خو تر څو چې د هر فن لومړني کتابونه تدريس نه کړي، د سترو کتابونو له تدريس څخه نه خوند اخيستلی شي، او نه هم ګټه ترې تر لاسه کولی شي، دا ځکه چې د فن عمومي قاعدې په همدې ابتدائي کتابونو کې دي.

دوهم: د خلکو اړتياوې درکول.
موږ ډېر ځله د اړتیاوو له درک پرته د ټولنې د خدمت سوچونه کوو، کوم کار چې په سيمه کې روان وي په هماغه کې ځان شريکوو او یا يې بدیل او مثل پیل کړو چې له امله يې د ګټې پر ځای اختلافات او ستونزې را پورته شي، ټولنه پر ووېشله شي، خلکو پر لانجو سر شي، چې دا یوه تېروتنه ده.

نوي ځوانان د دې له پاره چې خپلې ټولنې ته يې په سمه توګه خدمت کړی وي، باید د ټولنې اړتیاوو په درس کولو سره خدمت ته ملا وتړي، د بېلګې په ډول که زموږ په کلي مدرسه وي، باید د ماشومانو له پاره کلیوالي یا نهاري مدرسه پیل کړي، که هغه هم باید دارالحفظ ته مخه کړو، که دا هم وي د تجوید شعبه فعاله کړو، که هغه هم وي باید د بالغانو او مشرانو له پاره د درس انتظام وکړو او داسې نور په دې ډول به مو له یوې خوا ټولنې ته خدمت کړی وي او له بلې خوا به مو له تقابل ځان ساتلی وي.

درېيم: له خلکو سره نرمي کول:
په ديني او تعليمي لاره کې له مسلمانانو سره نرمي کول د روح حيثیت لري، د قرآن کريم په ډېرو ايتونو او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په بې شمېره حدیثونو کې په کلکه د دې خبرې سپارښتنه شوې چې په ديني لارو چارو کې د سختي پرځاى له نرمي نه کار واخلئ:
الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمايي: {فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ}
[آل عمران: 159]
د خپل رب په لورينه ورته نرم شوى يې او كه ته توند خويه او سخت زړى واى نو دوى به دې له چاپېره تيت شوي وو نو عفو ورته كوه، او بخښنه ورته غواړه.
او بل ځای فرمايي: {وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِينَ } [الحجر: 88]
مؤمنانو ته دې وزر ښكته كړه (نرمي ورسره كوه).
او همدا راز رسول لله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «يَسِّرُوا وَلاَ تُعَسِّرُوا، وَبَشِّرُوا، وَلاَ تُنَفِّرُوا».
اساني کوئ، سختي مه کوئ، (خلکو ته) زېري ورکوئ، (خلك له دينه) مه ترهوئ.
او بل ځای فرمايي: «عَلِّمُوا وَلَا تُعَنِّفُوا فَإِنَّ الْمُعَلِّمَ خَيْرٌ مِنَ الْمُعَنِّفِ».
ښوونه وکړئ، سختي مه کوئ، ځکه ښوونکی تر سختي کوونکي غوره دی.
د ثمامه بن اثال رضي الله عنه د اسلام راوړلو لامل هغه نرمي او شفقت ؤ چې رسول لله صلی الله عليه وسلم له نوموړي سره د بند په مهال کړى و.
لیث ابن سعد رحمه الله به خپلو شاګردانو ته وېل: «تَعَلَّمُوا الْحِلْمَ قَبْلَ الْعِلْمِ».
تر علم وړاندې نرمي او شفقت زده کړئ.
له دې ايتونو، حديثونو او اثارو معلومیږي چې د ښوونې او روزنې په لاره کې شفقت او نرمي لوی ځای لري، که څوک غواړي په خپله ټولنه کې د بريالي ښوونکي او خدمت ګار په توګه کار وکړي د هغه له پاره له عامو مسلمانانو سره د نرمي او شفقت چلند لازم دی.

له مشرانو علماء کرامو سره مشوره کول:
د یوه ځوان عالم له پاره د برياليتوب او کامیابي بله مهمه نکته دا ده چې له مشرانو علماء کرامو سره مشوره وکړي، ځکه مشران علماء کرام په ټولنه کې خپل ځای او حیثیت لري، د ټولنې له ټولو اړخونو سره بلد دي، ښې تجربې لري، نو که نوي ځوانان که د هغوی د مشورو او لارښوونو په رڼا کې پر مخ لاړ شي، ان شاء الله چې هيڅ کله به نه ناکاميږي.

علي رضی الله عنه وپوښتل:
يَا رَسُولَ اللهِ أَرَأَيْتَ إِنْ عَرَضَ لَنَا أَمْرٌ لَمْ يَنْزِلْ فِيهِ قُرْآنٌ وَلَمْ يُخَصِّصْ فِيهِ سُنَّةٌ مِنْكَ، قَالَ: «تَجْعَلُونَهُ شُورَى بَيْنَ الْعَابِدِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَلَا تَقْضُونَهُ بِرَأْيِ خَاصَّةٍ.
یا رسول الله! که کومه مسئله پېښه شي، او په قرآن کريم او ستاسو په حديث کې يې څرک نه وي نو ستاسو څه رایه ده؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ووېل: نېک مؤمنان پرې مشوره کړئ، يواځې په خپله رایه پرېکړه مه کوئ.

مسيب بن رافع رحمه الله د صحابه کرامو په هکله وايي: كَانَوا إِذَا نَزَلَتْ بِهِمْ قَضِيَّةٌ لَيْسَ فِيهَا عَنْ رَسُولِ اللهِ صَلى الله عَليهِ وسَلم أَثَر اجْتَمَعُوا لَهَا وَأَجْمَعُوا فَالْحَقُّ فِيمَا رَأَوْا, فَالْحَقُّ فِيمَا رَأَوْا.
هغوی ته چې به نوې مسئله راغله، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم کومه پرېکړه به په کې نه وه، نو پرې را غونډ به شول، او په ټولو به يې فیصله کوله، نو ځکه د هغوی خبره سمه ده.

نن سبا زموږ د ډېری ستونزو لوی لامل دا دی چې هر عالم یواځې خپله خبره کوي، د نورو نه اوري، او بیا خپله خبره په زور په خلکو مني، په خپله خبره داسې کلک وي ته به وا مدعي وي.

د عمر په نوم يو تابعي وايي: لَا يَزَالُ الْعَالِمُ عَالِمًا مَا لَمْ يَجْسُرْ فِي الْأُمُورِ بِرَأْيِهِ وَمَا لَمْ يَسْتَحِي أَنْ يَمْشِيَ إِلَى مَنْ هُوَ أَعْلَمُ مِنْهُ». (جامع بيان العلم وفضله (1/ 511) رقم الاثر (823).
عالم تر هغه عالم دی چې په مسئلو کې په خپله رایه جرأت ونه کړي، او تر ځان ښه علماوو ته په ورتللو کې شرم ونه کړي.

لنډه دا چې د نویو ځوانانو له پاره د ديني خدمت په لاره کې مشوره کول او له مشرانو سره په همغږي خپل کار ته دوام ورکول لازم دي.

الله جل جلاله دې موږ د مسلمانانو ديني خدمت له پاره جوګه کړي.
آمين یا رب العالمين.
ورور مو ابو سعيد راشد
‏18‏/08‏/1442هق