د مذاکراتي ټيمونو په لومړنۍ  ګډه غونډه کې د اسلامي امارت د مذاکراتي پلاوي د مشر محترم شیخ صاحب د وینا مهم ټکي.

تېره ورځ د قطر هیواد پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د دواړو لورو د پلاوو تر منځ لومړنی ګډ مجلس ترسره شو، د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محترم ډاکټر محمد نعیم صاحب وایي  په مجلس کې د دواړو پلاوو مشرانو ویناوي وکړې چې د اسلامي امارت له لوري د مذاکراتي ټيم […]

تېره ورځ د قطر هیواد پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د دواړو لورو د پلاوو تر منځ لومړنی ګډ مجلس ترسره شو،

د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محترم ډاکټر محمد نعیم صاحب وایي  په مجلس کې د دواړو پلاوو مشرانو ویناوي وکړې چې د اسلامي امارت له لوري د مذاکراتي ټيم مشر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني صاحب خورا مهمه او ارزښتناکه وینا واوروله، د سیاسي دفتر ویاند محترم ډاکټر نعیم صاحب پخپلو ټویټونو کې کاږي:

د شیخ صاحب له لوري وړاندي شوې وینا کې راغلي دي:« دا یو ښه فرصت دی چې دهیواد د۴۰ کلن روان وضعیت دحل په اړه په یوه ښه فضا کې خبرې کوو.»

دغه راز شیخ صاحب زیاته کړې ده چې:« اسلامي امارت دتفاهم اصل ته په احترام سره متعهد دی چې له اشغال څخه را ولاړو شويو ستونزو ته له نورو افغاني جهتونو سره د ګډ تفاهم له مخې د پای ټکی کېږدي او اسلامي هویت هغه څه دی چې ټول افغانان په یو محور راټولولی شي.»

د شیخ صاحب په وینا کې لولو: هر ه خبره باید د خپل هیواد دستونزو د حل لپاره وي نه د بل چا د خوشحالولو لپاره ، شیخ صاحب وړاندي پسي زیاته کړه چې اسلامي امارت متعهد دی د اسلامي مقدساتو او ارشاداتو په چوکاټ کې دغه پروسه پر مخ یوسي.

شیخ صاحب دا هم ویلي چې اړونده خواوي باید د مذاکراتو په جریان کې له زغم او حوصلې څخه کار واخلي،د همدې مهمي پروسې د پرمخ وړلو لپاره دي شخصي او ګوندي ګټې یوه اړخ ته شي،  په دې مذاکراتو کې زموږ ګډون په دې خاطر دی چې په خپلواک افغانستان کې د واقعي اسلامي افغان شموله مرکزي نظام د قیام لپاره په ګډه پرېکړه وکړو.

شیخ صاحب له بهرني اشغال څخه د هیواد خپلواکي او داسلامي نظام قیام د اسلامي امارت علیا اهداف وګڼل او زیاته یې کړه چې جګړه مو د قدرت د تحاصب لپاره نه ده.

د سیاسي دفتر ویاند محترم ډاکټر نعیم صاحب کاږي:  د مذاکراتي ټيم مشر محترم شیخ صاحب زیاته کړه، «لکه څرنګه چې نورو ته اجازه نه ورکوو چې له خپلې يا پردۍ خاورې زموږ دخاورې او خلګو استقلال ثبات او امنيت وګواښي ، همدا ډول هېچا ته اجازه  نه ور کوو چې زموږ خاوره د نورو د امنيت او ثبات ګواښلو لپاره دسنګر يا د مسابقې د ډګر په توګه وکاروي.»

شیخ صاحب د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ لاسلیک شوي تړون د اسلامي امارت له لوري  د بشپړي  ژمنتیا ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې مقابل لوری هم باید یاد تړون ته په التزام سره خپل مسؤلیتونه اداء کړي.

په پای کې شیخ صاحب زیاته کړه چې افغانان باید خپلي ستونزي پخپله حل کړي او هیڅ بهرني لوري ته د مداخلې ورکولو حق ورنه کړي .