د مؤسساتو او شرکتونو د کنټرول کمیسیون مشر ملا محمد یونس اخندزاده: اسلامي امارت د هیواد بیاجوړولو او پرمختګ ته کلک تعهد لري

یادونه: د شهامت مجلې وروستۍ ګڼي د اسلامي امارت په اداري تشکیلاتو کې د مؤسساتو او شرکتونو د  کنټرول کمیسیون له مشر محترم ملا محمد یونس اخندزاده صاحب  سره مرکه کړې ده، الاماره ویب پاڼه یې د اهمیت له کبله خپلو درنو مینوالو ته هم خپروي.  درنو لوستونکو! په رسنیو کې ډېر تبلیغات کیږي چې […]

یادونه: د شهامت مجلې وروستۍ ګڼي د اسلامي امارت په اداري تشکیلاتو کې د مؤسساتو او شرکتونو د  کنټرول کمیسیون له مشر محترم ملا محمد یونس اخندزاده صاحب  سره مرکه کړې ده، الاماره ویب پاڼه یې د اهمیت له کبله خپلو درنو مینوالو ته هم خپروي. 

درنو لوستونکو!

په رسنیو کې ډېر تبلیغات کیږي چې د اسلامي امارت تر واک لاندې سیمو کې د بیا رغونې او د هیواد د ابادۍ لپاره هیڅ فعالیت شتون نه لري. په داسې حال کې د اسلامي امارت تر تسلط لاندې سیمو کې د بیا رغونې کارونه، د معارف، صحت، زراعت او نورو برخو کې رفاهي فعالیتونه په پوره قوت سره جریان لري. د همدې فعالیتونو د څرنګوالي او څومره والي په اړه مو د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې د مؤسساتو او شرکتونو د کنترول او تنظیم د کمیسیون له مشر محترم ملا محمد یونس اخندزاده سره مرکه کړې چې ستاسو پام ورته راګرځوو.

پوښتنه: محترم اخند زاده صاحب له هر څه وړاندې درته هرکلی وایو. په دې هیله چې روغ جوړ او موفق به یاست، که لومړی زموږ لوستونکو ته ځان مختصرا ورمعرفي کړئ، مهرباني به مو وي.

ځواب:نحمده و نصلي علی رسوله الکریم. اما بعد: السلام علیکم ورحمة وبرکاته

تاسو ته هم ښه راغلاست وایم، الله تعالی مو موفق لره. زما نوم ملا محمد یونس اخندزاده دی د کندهار ولایت اوسیدونکی یم، د اسلامي امارت د تأسیس له وخته په دې اسلامي او جهادي صف کې خدمت کوم، په وروستیو کلونو کې مې د زابل ولایت د نظامي مسؤل، د بندیانو د کمیسیون د مسؤل او د نظامي کمیسیون د ختیځې حوزې د مسؤل په حیث دندې اجراء کړې دي او فی الحال د مؤسساتو او شرکتونو د کنترول او تنظیم د کمیسیون د مسؤل په حیث خدمت کوم.

پوښتنه:د مؤسساتو او شرکتونو د تنظیم کمیسیون په اړه که معلومات راکړئ، دا کمیسیون کوم کارونه ترسره کوي؟

ځواب:د دې کمیسیون له جوړولو څخه د اسلامي امارت اهداف دوه شیان دي. دا چې په افغانستان کې ګڼ شمیر مؤسسات، این جي او ګانې او شرکتونه فعالیت لري، اسلامي امارت غواړي د دې مؤسساتو له امکاناتو څخه په هیواد کې د واقعي بیا رغونې لپاره مثبته استفاده وکړي. هغوی ته د فعالیت زمینه سازي وکړي، که امنیت ته ضرورت لري امنیتي ماحول ورته آماده کړي تر څو د بیا رغونې، روغتیا  او بشري مرستو په برخو کې ولس او هیواد ته نفع ورسیږي. دغه راز څرنګه چې ځیني مؤسساتو مضر اهداف هم لري نو زموږ بل هدف دا دی چې د مؤسساتو او این جي او ګانو د فعالیت له احتمالي اضرارو څخه خپل ولس وساتو او په همیشني مراقبت، کنترول او تنظیم سره د هغوی د زیان لرونکو فعالیتونو مخه ونیسو.

پوښتنه:د دښمن رسنۍ په اسلامي امارت تور لګوي چې اسلامي امارت د هیواد د بیا رغونې او تعمیراتي فعالیتونو په وړاندې خنډ دی، د هیواد د بیا رغونې مخنیوی کوي، حتی داسې تورونه هم لګیږي چې مجاهدین مکتبونه سوځوي، پُلونه تخریبوي او کلینکونه له منځه وړي. په دې اړه تاسو څه وایاست؟

ځواب:یو د مغرضو رسنیو بې اساسه تبلیغات دي او یو واقعیتونه دي. زه د اسلامي امارت د تأسیس له وخته په دې صف کې خدمت کوم. اسلامي امارت هم د خپلې واکمنۍ پر وخت د هیواد بیا جوړلو او پرمختګ ته کلک تعهد درلود او هم یې اوس لري. د اسلامي امارت د بشپړې واکمنۍ په وخت کې له نړیوالو بندیزونو او ناوړه اقتصادي حالت سره سره د بیا رغونې کارونو جریان درلود. په ښارونو کې اکثره پخوانۍ فابریکې او د بریښنا د تولید مراکز  فعال شول. دولتي ودانۍ تعمیر او ترمیم شوې، د ټاپي پروژه دغه راز د مخابراتو په برخه کې انکشافي پروژې تر کار لاندې وې خو نړیوالو بندیزونو یې مخنیوی کاوه. طالبان داسې نه و لکه اوسني چارواکي چې ملي سرمایې غلا کوي او په خارج کې یې په بانکونو کې جمع کوي. له طالبانو سره د خپل ځان او خپلې سرمایې فکر نه و بلکې چې څه یې درلودل هغه یې په همدې مسلمان ولس او وطن مصرفول.

اوس هم سره له دې چې جنګي شرائط دي، د اسلامي امارت مجاهدین له تیرو اتلسو کلونو را پدیخوا له پراخ یرغل سره په جهاد بوخت دي، خو له دې سره سره د امکان تر حده د هیواد بیا ودانولو ته پوره توجه لري او خپل وس نه سپموي.

پوښتنه:تاسو وایاست چې د اسلامي امارت تر واک لاندې ساحه کې د بیا رغونې لویې پروژې تر کار لاندې دي، که د دې فعالیتونو په اړه معلومات راسره شریک کړئ؟

ځواب:د ټولو هغو پروژو او تعمیراتي کارونو تفصیل خو بیخي زیات دی چې په تیرو کلونه کې شوي دي. خو زه به فقط د نمونې لپاره د تیر یوه کال ځیني ارقام او مختصر معلومات درسره شریک کړم.

د تېر کال په لومړیو دریو میاشتو کې دلویدیځي حوزې طرف ته په ټولو (۱۵) ولایتونو کي درې سوه نهه پنځوس (۳۵۹) د ودانیزو قراردادونو اجازه لیکونه صادر شوي چې په لاندي ډول یي یادونه کولای شو: (۹۵) مکتبونو،(۵۶) داوبو دذخیرو،(۳۹) دسړکونو د جوړولو، (۳۶) داستنادي دیوالونو، (۳۲) د کانالونو، (۴) د کلینکونو، (۲) د سربندونو (۱)دماین پاکو پروژې د ترسره کولو لپاره  صادرشوی.

همداراز د خوراکي او غیر خوراکي توکیو د توزیع، برقي شبکو، تشنابونو، د آب رسانۍ شبکو او کشمش خانو د جوړولو ګڼې پروژې هم عملي شوي دي.

د کال په دوهمه ربع ( درې میاشتو) کې د هیواد په ټولو ولایتونو کې  مجموعا اووه سوه نهه (۷۰۹) د ودانیزو پروژو او مرستو د رسد اجازه لیکونه صادر شوي دي چې په لاندې ډول یي یادونه کولای شو: (۳) د مسجدونو د جوړولو، (۱۶) داوبو د ذخیرو، (۳۵) د سړکونو دجغل اندازي ، (۳۶) داستنادي دیوالونو، (۵۹) د کانالونو (۷) د ماین پاکۍ (۲۰۴) د مکتبونو د جوړولو او ترمیم، (۵) د کلینکونو(۶) د مخابراتي شبکو د انتنونو نصبولو لپاره ورکول شوي.

همداراز درې سوه اته دیرش(۳۳۸) اجازه لیکونه د زرګونو ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکیو د انتقالاتو، برقي شبکو، تشنابونو، د اب رسانۍ شبکو، څاهانو او کشمش خانو لپاره صادر شوي او کارونه یې د کمیسیون له اصولو سره سم مخته تللي او یا روان دي.

د تېر کال په دریمه ربع ( درې میاشتو) کې د اسلامي امارت امارت لخوا د  هیواد په ټولو ولایتونو کې مجموعا څلور سوه اته پنځوس (۴۵۸) د قراردادونو او انتقالاتو اجازه لیکونه صادر شوي دي چې په لاندې ډول یي یادونه کولای شو: (۱) د مسجد د جوړولو، (۱۸) داوبو د ذخیرو، (۳۸) دجغل اندازي د سړکانو، (۳۴) داستنادي دیوالونو، (۳۵) د کانالونو (۷) د ماین پاکۍ (۴۲) د مکتبونو د جوړولو او ترمیم، (۲) د کلینکونو(۵) د پلونو (۳۰) د څاهانو او (۱) د مخابراتي شبکو د انتن نصبولو لپاره صادر شوي دي.

همداراز دوه سوه پنځه څلویښت(۲۴۵) اجازه لیکونه د زرګونو ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکیو د انتقالاتو، سولري برق، تشنابونو، د اب رسانۍ شبکو او کشمش خانو لپاره صادر شوي او کارونه یې د کمیسیون له اصولو سره سم پرمخ روان دي.

پوښتنه:تاسو چې کوم ارقام یاد کړل، واقعا لوی ارقام دي او ولس ته د هیواد د آبادۍ زیری ورکوي، که لطفا د ځینو مهمو یا لویو ودانیزو قراردادونو په اړه هم معلومات ورکړئ.

ځواب: همدا اوس د اسلامي امارت تر واک لاندې ساحه کې د بیا ودانولو ځیني لویې پروژې جریان لري چې ځینې نمونې یې دا دي.

الف: د فاریاب ولایت پښتونکوټ ولسوالۍ اړوند د دهن درې  بند د جوړولو کار چې  په ۴/۷/۱۴۴۱هق نېټه  پیل او په ۴/۷/۱۴۴۴هق نیټه به بشپړیږي.

ب: پکتیا ولایت احمد ابا ولسوالۍ اړوند د مچلغو د بند جوړولو د لومړۍ برخې(پاز) کار چې  ۱/۴/۱۴۴۱هق، نېټه  پیل او په ۱/۴/۱۴۴۲هق نیټه به بشپړیږي.

ج: د  پکتیا ولایت احمد ابا ولسوالۍ اړوند د مچلغو د بند جوړولو د دوهمې برخې(پاز) کار چې په ۱۰/۷/۱۴۴۱هق، نېټه  پیل او په ۱۰/۷/۱۴۴۳هق نیټه به بشپړیږي.

د: د بادغیس ولایت قادس ولسوالۍ اړوند د قادر اباد کلي د آب ګردان د بند د اول پاز(برخې) د جوړولو کار چې  په ۱۷/۷/۱۴۴۱هق، پیل او په ۱۷/۱/۱۴۴۳هق نیټه به  بشپړیږي.

هـ: د ( کابل-کندهار د لویې لارې دوهمې برخې  (۴۰)کلومتره ترمیم چې له سیداباد ولسوالۍ څخه د غزني تر دروازې) رسېږي جوړولو قرارداد شوی دی کار به یې په نژدې وخت کې شروع شي ان شآء الله تعالی.

و: په تخار ولایت خواجه غار ولسوالي کې تر دشت قلعه پورې د (۱۷) کلومتره سړک جوړولو قرارداد.

ز: د تخار له کوکچي رود څخه تر ارچي پورې د لویې ویالې جوړولو قرارداد شوی دی چې کار یې تر نیمايي زیات شوی دی.

داسې نورې هم ډیرې سترې پروژې ترسره شوي او یا تر کار لاندې دي.

پوښتنه:مننه، جزاکم الله خیرا . . . واقعا لوی کارونه ترسره شوي او لا هم جریان لري، خو محترم اخندزاده صاحب کله کله په رسنیو کې داسې خبرونه اورو چې د اسلامي امارت تر واک لاندې ساحه کې نامعلوم اشخاص مکتبونه سوځي یا نورو عام المنفعه تأسیساتو ته زیان رسوي. که په دې اړه معلومات راکړئ؟

ځواب:اسلامي امارت په خپلو اصولو کې له هیڅ عام المنفعه فعالیت سره مخالفت نه لري،دا موقف یې نه یوازې رسما اعلان کړی، بلکې عملا یې هم ثابته کړې چې د هیواد د تخریب لپاره نه بلکې د هیواد د تعمیر په هڅه کې دی.

البته دښمن تل هڅه کوي چې د ولس د ذهنیت خرابولو لپاره داسې مرموز تخریبي فعالیتونه ترسره کړي او بیا یې ملامتیا په مجاهدینو واچوي. همدا څو ورځې وړاندې به تاسو خبر شوي یاست چې د دښمن استخباراتي کسانو د بادغیس ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې هغه لوی پُل تخریب کړ چې د افغانستان پر حلقوي سړک واقع دی. دښمن د دې کار پړه په مجاهدینو واچوله، حال دا چې اسلامي امارت همدا اوس په بادغیس کې د حلقوي سړک د ترمیم او جوړولو پروګرام تر کار لاندې لري.  نو دښمن هڅه کوي د داسې تخریبي اعمالو په سرته رسولو سره مجاهدین بدنام کړي.

پوښتنه:دې ورځو کې په نړۍ او افغانستان کې د کرونا په نوم یو نوی آفت راغلی دی، ځیني خلک په دې مرض مبتلا شوي او نورو ته یې ډیر اقتصادي زیانونه رسولي دي، په دې اړه تر اوسه تاسو له خلکو سره د مرستو لپاره کوم اقدامات کړي دي؟

ځواب:رښتیا هم د کرونا له امله چې بازارونه تړل شوي، د حمل و نقل په چارو کې مشکلات راغلي او د خلکو په کاروبارونو یې بد اثر کړی ورسره د نورې نړۍ غوندې د افغانستان عام خلک هم ډیر متضرر شوي دي. اسلامي امارت د خپلو  امکاناتو په چوکاټ کې هڅه کوي چې په دې سخت وخت کې د خلکو سره مرسته وکړي. لکه څنګه چې د صحت کمیسیون لخوا د دې مرض په اړه د عامه پوهاوي بهیر جریان لري، موږ هم هڅه کوو خلکو ته مرستې ورسوو.

موږ په ټولو خیریه ټولنو غږ کړی چې اطرافي سیمو ته مرستې ورسوي، موږ به ورسره د امنیت او هره نوعه زمینه سازي په برخه کې بشپړه همکاري وکړو. دغه راز مو د ملل متحد او WFP له چارواکو سره مذاکرات شوي تر څو په هیواد دننه دغه راز په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان مهاجرینو لپاره مرستې را جلب کړو.

په همدې مناسبت زموږ غوښتنه له مالدارانو او تجارانو وروڼو څخه هم دا ده چې باید خپل غریب او بې وسه مسلمانان وروڼه هیر نه کړي. او د خوراکي توکو په شمول د ضرورت وړ موادو همکاري ورسره وکړي.

پای