د تعليم او تربيه او عالي تحصيلاتو د خارجي ارتباطاتو له مسؤول محترم همت اخندزاده صاحب سره مرکه

ډيرو او قدرمنو د الاماره ویب پاڼې کتونکو!  السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! د تعلیم او تربیې او د عالي تحصیلاتو کمېسیون چې یو مهم اورګان دی او د راتلونکي افغانستان ټولې هیلې ورپورې تړلې دي ځکه چې تعلیم د دین او د دنیا په چارو کې بنسټيز رول لري. د مرکو په دې لړ […]

ډيرو او قدرمنو د الاماره ویب پاڼې کتونکو!

 السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

د تعلیم او تربیې او د عالي تحصیلاتو کمېسیون چې یو مهم اورګان دی او د راتلونکي افغانستان ټولې هیلې ورپورې تړلې دي ځکه چې تعلیم د دین او د دنیا په چارو کې بنسټيز رول لري.

د مرکو په دې لړ کې د تعلیم او تربیې او د عالي تحصیلاتو د کمېسیون غړی او د بهرنیو  اړیکو او د دارالایتامونو د ادارې له مسئول محترم مولوي عبدالحکیم (همت) اخند زاده صاحب سره مو د تعلیم او تربیې د فعالیتونو اړوند مرکه کړې ده چې اوریدلو ته یې ستاسو پام راګرځوو.

مرکیال : ښاغلی مولوي احمدالله وثیق .

پوښتنه:

ډیر محترم همت صاحب لکه څرنګه چې تاسو ته ښه جوته ده چې د ۱۳۹۸ لمریز کال دکب میاشتې په (۱۰) مه نېټه چې ۲۰۲۰ میلادی کال د فبرورۍ د میاشتې له ۲۹ مې نېټې سره سمون خوري د اسلامي امارت او دامریکا متحده ایالاتو ترمنځ د  اشغال د خاتمې د تړون لاسلیک مراسم ترسره شول  چې تاسو هم د تعلیم او تربیې او د عالي تحصیلاتو کمېیسیون په نمایندګۍ په دې عظیم الشانو مراسمو کې ګډون درلود که راته ووایاست  کله چې د امریکايي ښکېلاکګرو اشغال پای ته ورسیږي او اسلامي نظام قایم  شي له هغه وروسته به د پوهنې په برخه کې د تاسو لومړيتوبونه څه وي که په دې برخه کې د اسلامي امارت پالیسې راته روښانه کړئ.

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحیم حامداً و مصلياً امابعد! د کب د لسمې د تاریخي او باعظمتې ورځې په اړوند  چې هغه د امریکايي اشغالګر جهت او د افغانستان داسلامي امارت تر منځ  د اشغال  د خاتمي د تړون د لاسلیک د مراسمو ورځ ده د دې عظیم الشانې ورځې په مناسب لومړی د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه محترم مقام  او د اسلامي امارت ټولو مجاهدینو منسوبوینو په ځانګړې توګه په تعلیمي ادارو کې مشغولو او د افغانستان نجیب او مجاهد ولس ته  د دې ویاړمنې ورځې مبارکي وړاندې کوم الله رب العزت دي دا پر افتخاره ورځ په افغانستان کې د یو سوچه او اسلامي نظام د حاکمیت او په ټولو بنسټونو کې د بریا، سوکالۍ  او یو متحد افغانستان بنسټ وګرځوي.

قدرمنه ! د تاسو د پوښتنې  په ځواب کې به فقط دومره ووایم که الله رب العزت په مونږ افغانانو باندې یو ځل بیا یو سوچه او اسلامي نظام پیرزو کړ د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم او تربیې اوعالي تحصیلاتو کمیسیون به په خپل ټول توان سره د افغانستان ځوریدلي ولس او د هغوی بچیانو ته چې تر کومه حده ممکنه وي په دیني او عصري دواړه برخو کې پرته له توپیر او تفکیکه  تعلیمي خدمتونه وړاندې کوي او ترسره کوي یې، اسلامي امارت پالیسي په ښونیزه برخه کې  ډيره څرګنده او واضحه ده، خپل ولس ته په بشپړ اطمنان او ډاډ سره ویلی شو چې ان شاءالله د اسلامي نظام حاکمیت څخه وروسته به په هره برخه کې په ځانکړې ډول د تعلیم او تربیې هرې شعبې لپاره به نه ستړي کیدونکي  هلي ځلي کوي، مونږ یواځي دا نه چې په دې باندې اکتفاء وکړو چې مونږ د ولس ځوان کهول په تعلیمي بڼې سره غني کړو؛ بلکه د ګران هېواد د نا خوالو او نظامي خوځښتونو او جګړیز بهیر له امله  که  زمونږ یوه طبقه خلک چې  د عمر په لحاظ د ځوان نسل څخه نسبتا معمر او لویان وي او له زده کړو څخه بې برخې پاتې شوي وي هغوی ته به هم ان شاءالله مونږ د پرګرامونو له مخې  حتی کور په کور زده کړې ورسوو او ورته قاطع تصمیم او فلان لرو  تر څو هغه علمي خلاء یا تشه چې رامنځ ته شوې ده او د دغو مجاهدینو او د مجاهد ولس د دی جهادي کردار ترسره کولو په بنیاد او په دې  جنګي چاپیرال  کې زمونږ د مظلوم ملت د را ښکېل کیدلو په بنیاد له تعلیم څخه محروم شوي دي هغه جبران کړی شو، مونږ به هڅه وکړو تر څو چې د افغان ولس او راتلونکی نسل په یو واقعي اسلامي او افغاني روحیه په تعلیمي ډګر کې د بل هر هیواد او هر وګړي په نسبت باندې په علمي کچه باندې لوړ او عالي ورزو ان شاءالله دې ته به متعهد او ژمن یو او ټول اسلامي امارت به په بشپړ  قوت سره متوجه وي الله رب العزت دي په دې لاره کې مونږ ته لا زیات توفیق رانصیب کړي.

پوښتنه:

محترم همت صاحب!  د سوېلي او ځیني مرکزي ولایتونو وګړي شکایت کوي چې په سیمه کې کافي ښونځي نشته مثلا په زابل ارزګان دایکنډی هلمند او نورو سیمو کې د دې سیمو د ښوونځیو کمښت او استثنايي حالتو عوامل څه دي؟  او که په مجوع کې راته وواياست چې په هغو سیمو کې چې اسلامي امارت واک پرې لري هلته څومره ښوونځي فعال دي البته همدا اوس؟

ځواب:

مننه دا ښه پوښتنه وه چې تاسو مطرح کړ ه یو شی تاسو هم باید په پام کې ولرئ او عام ولس هم باید خبر وي چې مونږ هېواد کې درې قسمه تعلیمي ادارې لرو چې له یوې څخه  د تعلیمي عصري ادارو په نوم تعبیر کیږي، له بلې څخه بیا تعلیمي دیني ادارې دي او دریم قسم عصري تعلیمي ادارې چې د عالي تحصیلاتو مربوط کیږي د عالي تحصیلاتو ادارې چې کومې دي علی الاطلاق تقریبا هغه په مرکزي سیمو کې دي او د کابل د فاسدې ادارې تر کنټرول لاندې دي فعلا هغوی کې زیادت یا کمبود یا د اسلامي امارت له لوري د ایجاد یا د تمویل سوال نشي پیدا کیدلای، شرایط او زمینه برابره نده؛ اما هغه د تعلیم او تربیې مربوطه په دواړو اړخونو که عصري تعلیمي ادارې دي او بلې خوا بیا دیني تعليمي ادارې دي د مثال په ډول چې هغو ولایتونو کې چې تاسو اندېښنه وښودله د اسلامي امارت تر ولکې لاندې ښونځي یا مکاتب دي په مجموع  کې یې شمېر (۲۷۵۴) ته رسیږي البته  پدې پنځو سوېلي ولایاتو کې چې ممکن د تاسو پوښتنه هم  هغوی ته متوجې وي دغه فعلا فعال دي چې تقریبا په مجموعه کې (۲۲۷۵۹) استاذان پکې دي او د زده کونکو شمير يې تقریبا تر یو لکو پورې رسیږي، دغه ډول دیني مدارس هم الحمدلله د دغو ولایاتو په مجوع کې چې مونږ سره په دغو پنځظلسو ولایاتو کې به تعبیر ورڅخه وکړو چې شمېر يې شاوخوا (۲۵۲۰)  پورې رسیږي چې په هغو کې (۷۹۵۱) پورې استادان او علماء په خدمت کې بوخت دي  چې د دوي شاګردان یا طالب العلمانو شمېر تر (۱۳۱۰۰۰)  پورې رسیږي.

او همدارانګه دارالحفاظونه هغه چې زمونږ په دیني ادارو کې مهم کردار لري مهمې څانګې دي چې د دارالحفاظونو شمېر يې (۸۳۱) بابه ته رسيږي او دغه ډول یې استادان تر (۱۳۵۰۰) پورې رسیږي  د شاګردانو تعداد يې تر (۵۰۰۰۰) پورې رسیدلی دی .

پدې کې مهمه داده چې ولس په دې بایدپوه وي چې د ښونځیو موجودیت یا نه موجودیت دکمښت او یا ډیرښت دا د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمیسیون پورې هېڅ اړه نلري دغه د کابل ادارې بې کفایتي ده چې خپل ولس   صرف مراکزو ته یې دغه تعلي ادارې رسولي دي او لرې پرتې سیمو ته هېڅ ډول توجه نه ده شوې  .

د هغو لرې پرتو سمیو لپاره زمونږ پالیسي دغه ده، غوښتنه مو له نړیوالو څخه داده چې دوي د کابل په ادارې باندې فشار راوړي او تر څو دغو محرومو سیمو ته د ښوونځیو ودانولو  لړۍ وغځوي ځکه دوی سره د نړۍ په کچه امکانات او اسانتیاوې موجودي دي.

او همدارنګه تاسو چې مخکې اشاره ورته وکړه چې په بعضې سوېلي ولایتونو یا مرکزي ولایاتو کې د ښوونځیو یاد دیني تعلیمي ادارو نه شتون یا کمښت په څه ډول جبیره کولای شو او اسلامي امارت څه تصمیم لري؟ نو  په دې اړوند چې مخکې ما یادونه وکړه د جنګي چاپیریال یا د کابل د اداري هغه اداري فساد او یا نه شفافیت چې دوي يې په هر اړخ کې لري متاسفانه په تعلیمي برخه کې هم د کابل د ادارې دغه فساد په علمي ډګر کې  د افغانستان له ولس سره لویه جفا او همدا راز د کابل د ادارې تمویل کونکو یا ډونرانو په توګه د نړیوالو نه توجه او کارونو کې نه شفافیت چې په کارونو کې يې یوه نوعه خلاء رامنځ ته کړې ده او محسوسیږي او په مجموع کې تعليمي ادارې د نشت په برابر دي.

اسلامي  امارت خپل په ټول توان سره د دې خلاء د ډکولو لپاره یواځینۍ لار چې د اسلامي امارت  په توان کې د الله جل جلاله په مرسته شته هغه په ټولو لرې پرتو او متاثره شویو سیمو کې د کلیوالي مدارسو او کلیوالي ښوونځیو یا ټولګیو بنسټ اېښودل دي چې اسلامي امارت په بشپړ توان سره  د دغو لپاره د نصاب تر څنګ د نصاب د چمتو والي او رسوني تر څنګ د قرطاسیې او د استاذانو د تمویل پوره پوره تصمیم لري او په دې برخه کې نه ستړي کیدونکي هلې ځلي کوي او تر ډیره حده پوري الحمدلله د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمیسیون توانېدلی دی چې دغه د ښونیز بهیر څخه محرومه طبقه به د زده کړې په برخه کې په پښو ودروي.

پای