د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مرستیال او د مذاکراتي تیم مشر محترم الحاج ملا شیر محمد عباس ستانکزي صاحب سره د څرک مجلې مرکه

د مرکې مهم ټکي: د کابل اداره لاسپوڅي  اداره  پر خلکو باندې تپل شوی  رژیم  ده کله چې امریکايي ځواکونه افغانستان ته راغلل، دا اداره یې  ځان سره راوړه دا رژیم  هیڅ  مشروعیت  نلري  دماسکو په کنفرانس  کې  زما تور پټکی او تور کالي وو. شمله مې د دې په خاطر پر سر باندې واچوله […]

د مرکې مهم ټکي:

  • د کابل اداره لاسپوڅي  اداره  پر خلکو باندې تپل شوی  رژیم  ده کله چې امریکايي ځواکونه افغانستان ته راغلل، دا اداره یې  ځان سره راوړه دا رژیم  هیڅ  مشروعیت  نلري 
  • دماسکو په کنفرانس  کې  زما تور پټکی او تور کالي وو. شمله مې د دې په خاطر پر سر باندې واچوله چې یو خو د بیرغ ځای ونیسي او بل دا چې د افغانانو ویاړ او افتخار همدا لنګوټه او شمله ده   !!

پوښتنه: د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مرستیال او د مذاکراتي تیم مشر محترم الحاج ملا محمد عباس ستانکزی صاحب، د کب په لسمه نېټه اسلامي امارت له امریکایانو سره د اشغال د خاتمې تاریخي تړون لاسلیک کړ. تاسې د دې تړون په لاسلیک او مذاکراتي پړاوونو کې کلیدي رول درلود. د دې تړون د لاسلیک په اړه که خپل تاثرات راسره شریک کړئ او ووایاست چې دا تړون افغان مجاهد ولس ته په تاریخي لحاظ څومره مهم او ارزښتناک بلل کېدای شي؟

ځواب: الحمد لله رب العالمین، والعاقبة للمتقین، والصلاة والسلام علی أشرف الأنبیاء والمرسلین، سیدنا ونبینا ومولانا محمد، وعلی آله وصحبه ومَن اهتدی بهَدْيه إلى يوم الدين. أما بعد:

 وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (61)

صَدَقَ اللهُ الْعَلِیُّ الْعَظِیمُ .

د څرک مجلې درنو لوستونکو او د افغانستان ټول مسلمان مجاهد ولس ته، السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته!

د کب یا حوت په لسمه (د ۲۰۲۰ز د فبروروي ۲۹تمه) د افغانستان د مجاهد ملت په تاریخ کې یوه زرینه کارنامه رامنځته شوه. په دې ورځ اسلامي امارت د مجاهدینو او افغان ولس په نمایندګۍ له هېواده د امریکايي زبرځواک او ناټو د ځواکونو د وتلو توافقنامه امضا کړه. په دې ورځ تر نږدې شل کاله جنګ، تر یو لک د زیاتو مجاهدینو شهادت او په مجموع کې د تر اتو لکو د زیاتو افغانانو تر وژل کېدو او معیوبیېد وروسته امریکا او ناټو خپل شکست ومانه، او له افغانستانه د وتلو لپاره یې ځان ته لاره جوړه کړه. دا یوه تاریخي ورځ ده. دا د مجاهدینو د بري ورځ ده.

د دې توافقنامې په اساس به امریکا او ناټو په څوارلسو میاشتو کې خپل ټول نظامي، استخباراتي، قراردادي، بحري، زمیني، هوايي او نور هر ډول قوتونه باسي، او یوازې به د سفارت ډیپلوماټان چې د بهرنیو چارو وزارت مامورین به وي دلته د پاتې کېدو اجازه لري. افغانستان به څوارلس میاشتې وروسته ان شاءالله یو سرلوړی، ازاد او مستقل هېواد وي. دا توافقنامه د افغانستان په تاریخ کې ساری نه لري. د افغانستان په تاریخ کې ډیرې معاهدې شوې، خو ممکن دا یوازینۍ هغه معاهده وي چې سل فیصده د افغانانو په ګټه ده.

دا معاهده تر اتلس میاشتو مذاکراتو او تقریبا یوولسو پړاوونو وروسته جوړه شوه. په هره جمله او هر لغت یې موږ شپې او ورځې غور کړی، له مقابل جانب سره مو دلایل پرې ویلي او مناقشې مو ورسره پرې کړې څو بل ډول تعبیر ترې ونشي، یا په راتلونکې کې داسې مشکل ترې جوړ نشي چې هغه، خدای ناخواسته، د مجاهدینو، شهیدانو، کونډو د اروزګانو او د افغانستان د مجاهد ولس په زیان تمام شي.

زموږ په ټیم کې اتلس ملګري وو، چې ښه ورزیده او تجربه کاره مجاهدین، علماء کرام او لیکوالان پکې وو، او مشري یې زما پر غاړه وه. د امریکايي ټیم مشري زلمي خلیلزاد کوله، او د نظامي جنرالانو او حقوقي څارنوالانو په شمول تقریبا د امریکا د هرې ادارې نمایندګان ورسره وو.

دا توافقنامه ان شاءالله د ټولو په ګټه ده، زموږ د ملي ګټو په اساس جوړه شوې ده. د توافقنامې ترڅنګ دوې ضمیمې دي چې هغه د دې هوکړې شرحه ده. د ساري په ډول د هوکړې په مسود کې ویل شوي چې په څوارلسو میاشتو کې به ټول امریکایان له افغانستانه وځي. د توافقنامې په ضمیمه کې دا تشریح شوې چې امریکایان به څنګه او لومړی له کومو اډو وځي، هوايي وتل به یې څنګه وي، زمیني به یې څنګه وي، حمایه به څنګه وي، برید به پرې کیږي او که نه… همدې ته ورته مسایل پکې شرحه شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و چې دوه محرم اسناد هم شته. هغه د ده په اصطلاح محرم اسناد همدا ضمیمې دي، چې د توافقنامې شرحه ده. داسې کوم پټ شی له امریکا سره نه دی امضا شوی چې هغه دې زموږ له مجاهدینو او خلکو پټ وي.

په دې توافقنامه کې دا تعهد هم شوی چې د اسلامي امارت او په راتلونکې کې د ټول-شموله اسلامي حکومت ذمه واري به وي چې چا ته به د امریکا، غرب او ملګرو پر ضد یې د افغانستان د خاورې د استعمال اجازه نه ورکوي. البته که څوک په افغانستان کې اوسي، د مهاجر یا مېلمه په حیث اوسېدلای شي، د افغانستان د اسلامي اساسي قانون مطابق به په افغانستان کې سوله ییز ژوند کوي. خو که څوک د افغانستان له خاورې نورو ته تهدید جوړوي، موږ به اجازه نه ورکوو. دا د توافقنامې شرط دی.

د توافقنامې بله موضوع بین الافغاني مذاکرات دي. دا خبرې به پخپله د افغانانو ترمنځ وي. موږ امریکایانو ته ویلي چې مداخله به نه پکې کوي. د دې مذاکراتو د پیل نېټه د حوت شلمه (د مارچ لسمه) ټاکل شوې وه او تر پیل وړاندې به یې زموږ پنځه زره اسیران خوشي کېدل. په بین الافغاني مذاکراتو کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت ټیم تیار ټاکل شوی او موجود دی.

 له هغې خوا به د افغانستان د مختلفو قشرونو، اقوامو، پرګنو او خصوصا د سیاسي ډلو نماینده ګان پکې وي. کېدای شي د کابل د غلامې ادارې، چې اوس هم د امریکایانو تر تاثیر لاندې ده، یو کس اشتراک پکې وکړي – خو د حکومت په حیث نه، د یوه طرف په حیث، ځکه موږ دا اداره په رسمیت نه پېژنو او نورو افغانانو ته احترام لرو. هغه افغانان چې اوس له دې ادارې سره په څنګ کې ولاړ دي او ولسي ملاتړ هم لري، له هغوی سره به موږ خبرې کوو. پر هغو موضوعاتو به ورسره غږیږو چې زموږ په منځ کې لاینحله دي. او ان شاءالله کوښښ به وکړو چې یوه توافق ته سره ورسیږو او یو داسې نظام او حکومت سره جوړ کړو چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.

پوښتنه: ستاسې په نظر، امریکا له خپلې ټولې نړیوالې خودخواهۍ او یکه تازۍ سره سره ولې بالآخره له اسلامي امارت سره سولې او له افغانستان د وتلو د توافقنامې لاسلیک ته چمتو شوه. ایا نور له جګړې ستري شوي وو، او که اقتصادي او نور دلایل وو؟

ځواب: دا حقیقت دی چې امریکا د نړۍ یو زبرځواک دی او پر ټوله نړۍ باندې سیاسي، نظامي او اقتصادي اثر ورسوخ لري. د دې ترڅنګ د ناټو د هغه ستر نظامي قوت په راس کې هم امریکا ده چې د هر هېواد پر ضد چې وغواړي مسنجم وي، یوځای یې په مقابل کې دریږي او بریدونه ورباندې کوي.

په ۲۰۰۱ز کال کې جورج ډبلیو بوش په ډېر غرور او تکبر پر افغانستان باندې یرغل وکړ. د اسلامي امارت وړاندیزونه یې ونه منل. اسلامي امارت ورته ویلي چې د سپتمبر د ۱۱مې د برید داسې ثبوت دې راکړل شي چې وښيي دا برید د افغانستان له خاورې شوی، موږ به د خپل هېواد د قوانینو مطابق د دې کار ترسره کوونکو ته جزا ورکړو. خو تاسې ولیدل چې امریکا او په راس کې یې بوش دې ته غاړه کېنښوده، دا یې د ځان توهین وباله چې څنګه اسلامي امارت ته داسې اسناد یا بل ثبوت ورکړي چې وښيي واقعه داسې شوې ده – دوی ونشوه کړای، له دومره ځواک سره سره نه امریکا او نه ناټو معلومه کړای شوه چې دا برید چا کړی و، کوم کس چې دوی مجرم باله پر هغه باندې هم رسمي اسناد نه لري.

بهر حال، دوی په ډېر غرور پر افغانستان باندې برید وکړ. د اسلامي امارت تر کابو یوې میاشتې مقاومت وروسته د داخلي اجنټانو، غلامانو، سیاسي احزابو، چې ټول ملت ته معلوم دي او اوس هم د امریکا د بیرغ تر سیوري لاندې د دوی په ساختګي حکومت یا غلامه اداره کې شامل دي، په مټ افغانستان ته راداخل شول او اشغال یې کړ.

 په مقابل کې یې، لله الحمد، د افغانستان د اسلامي امارت په رهبرۍ او د ټول ملت په ملاتړ جهاد پیل شو او لا هم ادامه لري.

له ۲۰۰۱ز راهیسې تقریبا نولس کاله تیریږي. دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږد جنګ دی چې متحده ایالات یې له خپلې خاورې بهر کوي. په دې جګړه کې امریکا ډېر نظامي، سیاسي او اقتصادي زیانونه ولیدل. هر کال به یې د دې جنګ لپاره سلګونه میلیونه ډالره بودیجه تعینوله. د دوی په قول، د دې جنګ مصارف اوس تر یو ټریلیون ډالرو هم اوښتي دي. دا یوه اقتصادي ضربه وه چې دوی وخوړله.

د دې ترڅنګ دوی تلفات هم لیدلي دي. اګر که د دوی رسمي ارقام ښيي چې په افغانستان کې یې تقریبا ۲۵۰۰ عسکر وژل شوي دي، خو د دوی نظامي جنرالان چې به دلته د مېز سر ته راتلل ویل به یې چې پر دوی به په سراسر افغانستان کې د مجاهدینو لخوا د ورځې اوسطا ۱۲۰-۱۵۰ بریدونه کېدل.

 که وکتل شي، نو دا پر امریکایانو او د ناټو پر قواوو باندې د ورځې یوازې ۱۵۰ بریدونه کیږي. که ټول تلفات ونه لري، نیم خو به یې لري. که نیم یې ونه لري، د هغه نیم، نیم خو به یې لري. په دې حساب بیا هم د ورځې له ۳۰ تر ۳۵-۴۰ عسکر مړه دي. خو امریکا دا پټوي او اصلي ارقام نړۍ ته نه ښکاره کوي.

 دوی چې د تلفاتو کوم ارقام عام بیانوي، اصلي ارقام تر دې څو چنده زیات دي. د معیوب شویو، ځانوژونکو او د ذهني توازن بایلونکو عسکرو ارقام خو به یې تر وتلو وروسته ان شاءالله په ډاګه شي.

دا هغه تلفات دي چې دول دلته ولیدل او د دوی ټول غرور یې له خاورو سره ورخاورې کړ.

مخکې فکر کېده چې امریکا یو داسې نړیوال قوت دی چې ماتول یې ناممکن دي. خو اوس ټولې دنیا ته ښکاره شوه چې دا نړیوال قوت په افغانستان کې ډېرو بېچاره او ملنګانو ته چې له کلاشینکوف او راکټ پرته یې بل څه په لاس کې نه درلودل په ګونډو شو او ماتې یې ومنله. دې ته په کتلو نړیوالو هم د امریکا پر وړاندې د غږ اوچتولو او مبارزې جرأت پیدا کړ. تاسې ګورئ چې د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د امریکا پر وړاندې خلک پورته شوي دي.

امریکا له سیاسي، اقتصادي او نظامي لحاظه په افغانستان کې ماتې وخوړه او ستړې شوه. د خپل شکست پټولو په خاطر یې آن له ۲۰۰۸ز کال راهیسې هڅې پیل کړې وي چې له سیاسي اړخه ځان ته د وتلو لار جوړه کړي.

دوی مجبور دي چې د معاهدې په اساس به له افغانستانه وځي. دا چې دوی نورې خبرې کوي او غواړي دنیا ته وښيي چې موږ پخپله افغانستان ته راغلي یو او پخپله به ځو – بلکل دغسې نه ده. حقیقت ټولې دنیا ته معلوم دی چې امریکا ماته شوه. دا ټولې نړۍ ته معلومه ده چې امریکا له موږ سره د خپل شکست او زموږ د بېچاره ملت او مجاهدینو د بري معاهده امضا کړې ده.

لله الحمد، د نولس کلن جهاد نتیجه نن ټول ګورو: د دوی هغه غرور او تکبر له کوم سره یې چې پر افغانستان باندې نږدې دوې لسیزې وړاندې یرغل وکړ، له خاورو سره خاورې شو. دا د دوی خامپختګي وه چې په افغانستان کې یې د روسانو او انګرېزانو له شکسته درس وانخیست.

دوی چې څه درلودل ټول یې استعمال کړل. خو لله الحمد د خدای جل جلاله په رحم او ملاتړ یې شرموونکې ماتې وخوړله.

پوښتنه: ځینې خلک اندېښنه لري چې ښايي د اسلامي امارت په لیکو کې کوم څوک د توافقنامې د اخلال هڅه وکړي. دا وېره څومره پرځای ده؟

ځواب: د افغانستان اسلامي امارت د یوه اسلامي جهت په حیث دې توافقنامې ته متعهد دی او دا خپله دیني وجیبه ګڼي. هغه افواهات چې زموږ دښمنان او خصوصا داخلي منافقین یې چې د سولې د فرصت له منځه وړلو ته لمن وهي خپروي چې ممکن اسلامي امارت دې ژمنو ته وفادار پاتې نشي، بېځایه دي. موږ چې کوم تعهد کړی، هغه ته به وفادار پاتې کيږو.

تاسې وینئ چې نږدې یوه میاشت پوره کېدونکې ده، موږ پر خپلو ژمنو ولاړ یو. برعکس د دوی لخوا تخلف شوی دی: ټاکل شوې وه چې د مارچ په لسمه بین الافغاني مذاکرات پیل او تر هغه مخکې پنځه زره بندیان خوشي شي. خو امریکایانو وفا ونکړه. ممکن د دوی په خپل منځ کې له غلامې ادارې سره جنجال وي. دا د دوی لخوا د تعهداتو خلاف ورزي ده.

زموږ لخوا هیڅ ستونزه نشته. بین الافغاني مذاکراتو ته زموږ ټيم تیار دی. الحمدلله په اسلامي امارت کې نه ډلې ټپلې شته او نه کومه بله ستونزه – ټول یو امارت دی، د یوه امیر المؤمنین تر قوماندې لاندې یې افراد له بدخشانه تر هراته، له مزاره تر خوسته، په ټول هېواد کې د تیارسئ په حالت کې ولاړ دي، هر ډول امر چې ورته وکړي، هغسې به کیږي. اوسمهال دا توافقنامه زموږ لخوا تایید شوې او تر اخیره به ورته متعهد یو. هیڅوک دې زموږ لخوا د دې توافقنامې د ماتېدو اندېښنه نه لري، یا دا اندېښنه چې د امارت په منځ کې به داسې څوک وي چې دا نه مني. دلته هیڅ ډله وټپله نشته، هغه که سیاسي دفتر دی، که اقتصادي دی او که بل څه.

پوښتنه: اسلامي امارت په ډېر جدیت سره له کابل رژیم سره د مخامخ خبرو تردید کوي. دا چې له امریکایانو سره اصلي ستونزه، چې اشغال و، د الله تعالی په فضل سره یوه لوري ته شوه، اوس د خلکو په ذهن کې دا پوښتنه ده چې هغه کوم مقنع دلایل دي چې له مخې یې اسلامي امارت له کابل ادارې سره خبرو ته نه حاضریږي؟  

ځواب: د کابل فعلي اداره لاسپوڅي ده. مخکې موجوده نه وه. کله چې امریکايي ځواکونه افغانستان ته راغلل، دا اداره یې جوړه کړه. دا د افغانستان پر خلکو باندې یوه تپل شوې اداره ده او کوم رسمي حیثیت نه لري.

او بل د هغه برعکس لکه څنګه چې یې ادعا کیږي، دا اداره د خلکو د رایې او د خلکو د انتخاباتو په اساس هم منځته نه ده راغلې. تاسو ته معلومه ده چې تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په وساطت سره جوړه شوه. د هغې دورې تر تېرېدو وروسته اوس بیا وینو چې په خپل منځ کې نه سره جوړیږي، دوه حکومتونه یې جوړ کړي او ”رییس جمهوران“ یې په یوه ځای کې سره ناست دي. دا پخپله ښيي چې دا اداره ناقانونه ده او چا رایه هم نه ده ورکړې. تاسې ولیدل چې د افغانستان غیور او مجاهد ملت په انتخاباتو کې ګډون ونکړ او له یو څو محدود شمېر لاسپوڅو او د دوی له معاشخورو پرته بل څوک رایې ورکولو ته حاضر نه شول. دا هیڅ قانوني حیثیت نه لري. کېناستل ورسره هم هیڅ ګټه نه کوي ځکه د دوی د هیچا نمایندګي نه کوي. دوی سره کېناستل د وخت د ضیاع په معنا دي.

له اوسنۍ بېحیثیته، غلامې ادارې سره چې د هیچا نمایندګي نشي کولای کېناستل د وخت خرابول دي. خو په دې خاطر چې مذاکرات کامیاب شي او په راتلونکې کې څوک ګیله ونکړي، ممکن د دوی یو کس (هغه هم د حکومت په نمایندګي نه، بلکې د یوه جانب یا طرف په حیث) په بین الافغاني مذاکراتو کې ګډون وکړي. خو تاسو وینئ چې دوی تر اوسه مذاکراتي ټیم هم نه دی برابر کړی، او زه فکر کوم چې دا به دوی ته ډېره لویه ستونزه وي. موږ د کابل له ادارې سره ځکه خبرې نه کوو چې د چا نمایندګي نشي کولای، د امریکایانو له راتګ سره منځته راغلې او د هغوی له تګ سره به بېرته ځي.

پوښتنه: ستاسې په اند، له امریکا سره توافقنامه نورې نړۍ ته څومره مهمه وه؟ او آیا له اسلامي امارت سره د نړیوالو تماسونه او رابطې زیاتې او تودې شوې دي؟ 

ځواب: له امریکا سره امضا شوې توافقنامه چې څومره موږ ته اهمیت لري په همغه اندازه ګاونډیانو او د سیمې نورو هېوادونو ته هم مهمه ده. ځکه زموږ په هېواد کې د امریکایانو شتون ګاونډیان نشي زغملای. په افغانستان کې د امریکا شتون نه پاکستان، ایران او نه هم روسیې او اچین ته د زغم وړ دی. په دې توافقنامه ګاونډیان او د سیمې هېوادونه هم زیات خوشحاله دي. د هغوی وېره دا وه چې که امریکا په افغانستان کې پاتې شي، دا خاوره به د دوی پر خلاف کاروي. او دا هغه څه دي چې موږ یې هم نه غواړو چې زموږ له خاورې دې څوک، که څه هم امریکا وي، د بل چا پر ضد کار واخلي. پر دې توافقنامه باندې زموږ ګاونډیان او د سیمې هېوادونه خوښ دي، هرکلی یې کړی او خوشبین دي – خو که توافقنامه په همدې شکل چې جوړه شوې مخته ولاړه شي.

او بل د روابطو په اړه باید ووایم چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان، قزاقستان او دارنګه له ایران، پاکستان، چین روسیې او د منځني ختیځ تر هېوادونو پورې، له دوی سره د اسلامي امارت اړیکې دوستانه دي. دوی ته مو په هره برخه کې د اسلامي امارت د پالیسۍ په اړه وضاحتونه ورکړي او ورته تشریح کړې مو ده. دوی موږ قانع کړي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت یا حکومت راتګ د دوی ټولو په ګټه دی. له همدې امله موږ په منطقه کې یو طرف ملاتړ لرو او دا خلک زموږ قوي ملاتړ کوي. بلکې د روسانو او امریکایانو د اشغال په مقابل کې هم دا خلک له موږ سره ولاړ وو. تاسو به لیدلي وي چې روسانو، چینایانو او ګاونډیو هېوادونو د اشغال د خاتمې په اړه زموږ دریځ تایید کړی دی.

پوښتنه: تر تړون وروسته تاسې او د اسلامي امارت سیاسي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخند د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره ملاقات وکړ. د تړون په اړه د پامپیو تاثرات څه وو او په څه مو بحث وکړ؟

ځواب: د توافقنامې تر امضا وروسته ملاقات د پامپیو په غوښتنه و. د ده غوښتنه وه چې باید خصوصي ملاقات وکړو. په دې لیدنه کې زه او ملا برادر اخند وو.

پامپیو لومړی د توافقنامې په اړه خپل تاثرات څرګند کړل. خوشحاله او له دې توافقنامې راضي وو او ویل یې چې دواړې خواوې باید دې هوکړې ته ژمن پاتې شي، د توافقنامې هر بند په صحیح ډول اجرا شي، موږ له افغانستانه د خپلو قواوو ایستلو ته ژمن یو، په افغانستان کې دې داسې یو حکومت راشي چې اکثریت افغانانو ته د منلو وړ وي، موږ به هغه حکومت ملاتړ کوو، په اقتصادي لحاظ یې هم ملاتړ کوو او په راتلونکې کې به د افغانستان په بیارغونه کې فعاله ونډه واخلو.

موږ ورته وویل چې موضوع په تاسې پورې اړه لري. موږ چې توافقنامه امضا کړه، ورته ژمن یو. دا توافقنامه موږ له قوي دریځه امضا کړې ده. په افغانستان کې ستاسې د جګړې شل کاله تیریږي. په سیمه کې داسې هېوادونه هم شته چې نه غواړي تاسې په دې ډول له افغانستانه ووځئ بلکې غواړي تاسې د پخواني شوروي اتحاد په څېر په پنځلس-شل ټوټو ووېشل شئ او بیا ووځئ. خو موږ نه غواړو چې خپل هېواد مو د زبرځواکونو د جنګ میدان شي. له خپل ملکه سوریه نه جوړوو ځکه زموږ د ملک په ورانۍ کې زموږ خلک وژل کیږي او موږ نه غواړو چې خلک مو ووژل شي. سولې ته مو ترجیح ورکړه او له قوي دریځه مو تاسې سره سوله وکړه. موږ ان شاء الله دې توافقنامې ته ژمن یو، او د دې مطابق به کوښښ کوو چې ستاسې قواوې له افغانستانه ووځي او په افغانستان کې یو داسې اسلامي او شرعي نظام رامنځته راشي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي، او په راتلونکې کې به موږ یو مستقل او ازاد افغانستان ولرو.

همدارنګه مو د سیمې له خطراتو او مشکلاتو خبر کړ. د امریکا د خطشاتو په اړه چې درلودل یې چې د افغانستان خاوره بېرته د دوی پر خلاف استعمال نشي، یا په راتلونکې کې نور قوتونه افغانستان ته رانشي او د امریکا مفادات په خطر کې ونه ولویږي اطمنان مو ورکړ. وروسته یې وعده وکړه چې زه یو ساعت وروسته له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په ټلفون خبرې کوم او ستاسې ټولې خبرې وررسوم.

هماغه و چې یو ساعت وروسته ده له ټرمپ سره خبرې کړې وې. ټرمپ د شپې له دې توافقنامې خپل ملاتړ ښکاره کړ او بیا یې وویل چې زه به د اسلامي امارت هیئت واشنګټن ته رادعوت کړم.

ان شاءالله، امید لرو چې دا توافقنامه په ښه صورت مخته ولاړه شي.

پوښتنه: ستانکزی صاحب، پوښتنې خو ډیرې دي. که د څرک د لوستونکو تنده په دې ماته کړئ چې له امریکایانو سره د دومره اوږدو مذاکراتو په اوږدو کې ستاسې لپاره خوږه او ترخه خاطره څه وه؟ 

ځواب: د امریکا په څېر له یوه ستر قدرت سره چې تقریبا نیمه نړۍ ورسره ولاړه ده د مېز پر سر مناقشه کول، دلایل او چنې وهل اسانه کار نه دی. ډېر سخت پړاوونه وو او مشکلات پکې وو. یو نیم کال مو له دوی سره مشکلات تېر کړل. خو لله الحمد د اسلامي امارت هئیت چې په راس کې یې زه وم له دې کامیاب راووت، او ان شاءالله په دې توافقنامه کې موږ هغه الفاظ او نقاط پرځای کړي چې زموږ د ملت او خلکو خیر به پکې وي.

هره لحظه، هره دقیقه او هره ورځ د مېز پر سر مناقشه وه. کله به سره خوابدي شوو او وبه وتو. کله به بیا د منځګړي په توسط بېرته پر مېز کېناستو او خبرې به مو پیل کړې.

 ډیرې هسکې او ژورې یې درلودې، چې په راتلونکې کې به په خاطراتو کې هم راشي. زه اوس په تفصیل سره ټولې خبرې نشم کولای. ښه او خوږه خاطره دا ده:

د ۲۰۱۹ز په سپتمبر کې موږ دا توافقنامه خلاصه کړه او هوکړه مو وکړه چې نور به یې د امضا لپاره برابروو. کله چې ما او خلیلزاد ابتدايي امضاء پرې کوله، په اختتامیه خبرو کې ما د خوشحالۍ اظهار وکړ او دا مې تاریخي ویاړ وباله. زما ملګرو د نعره تکبیر شعار ورکړ او خپله خوشحالي یې څرګنده کړه. دا زموږ لپاره د نهايي خوشحالۍ ځای و – دومره خوشحالي وه لکه چې څومره چې د توافقنامې د امضا په ورځ وه. اما مقابل جانب داسې نه کول ځکه دوی خو د خپلو قواوو د خروج او ماتې امضا کوله. دوی ډېره خوشحالي نه ښکاروله – قانوناً هم باید د دوی دریځ دغسې وای. دا زموږ لپاره د خوشحالۍ خاطره وه.

او ترخه خاطره دا وه چې یوه ورځ موږ پر یوه خاصه موضوع باندې مناقشه کوله، خلیلزاد په ډېره توندۍ وویل چې موږ غواړو له افغانستانه خپلې قواوې نور وباسو، چې په هر ډول وي، ځکه موږ نور د افغانانو له وژلو ستړي شوي یو. موږ ته یې رایاد کړل چې دوی څومره افغانان د طالب، مجاهد او نورو په نومونه بمبار او شهیدان کړي دي. دا زما لپاره تر ټولو ترخه خاطره وه چې په ټول ژوند کې به مې له یاده ونه وځي.

پوښتنه: د اخیرې پوښتنې په ډول که راته ووایاست چې د ۲۰۱۸ز په نومبر میاشت کې د بین الافغاني کنفرانس په څنډه کې تاسې خپله شمله پر سر راماته او غبرګه کړه. دې تصویر مو په خلکو کې ډیرې ولولې راوپارولې. دا کار مو تصادف و او که مو له وړاندې همداسې تصمیم نیولی و؟  

ځواب: د ۲۰۱۸ز کال په نومبر میاشت کې په مسکو کې له نړیوالو سره تر ډېرو سیاسي هلو ځلو وروسته د مسکو فارمټ غونډه جوړه شوه. د دوولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران یا مرستیال وزیران رادعوت شوي وو او اسلامي امارت ته هم بلنه ورکړل شوې وه. دا اولین مجلس و چې اسلامي امارت یې په رسمي ډول دعوت کړ. هغه وخت زه د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مسؤل وم. دا موضوع مو له خپل مشرتابه سره شریکه کړه او د مشرتابه په اجازه مو په دې غونډه کې ګډون وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر تر افتتاحیه وینا وروسته موږ وینا وکړه، او د راتلونکي حکومت، سولې او مذاکراتو، د ښځو د حقوقو او داسې نورو مسایلو او راتلونکي افغانستان په اړه مو د اسلامي امارت هراړخیزه پالیسي ګډونوالو ته اظهار کړه.

اصول دا دي کله چې په نړیواله سطحه کوم کنفرانس جوړیږي هلته د هر هېواد بیرغ ولاړ وي، د بهرنیو چارو وزیر یې څنګ ته دریږي او یادګاري عکس اخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له ما هم غوښتنه وکړه چې زه هم په عکس کې ورسره ودرېږم. ما چې هلته وکتل د دوولسو هېوادونو بیرغونه وو خو د اسلامي امارت بیرغ نه و. ما ته د اخبره د ا خبره  دمنلو نه وه . بل څه نه و، د بیرغ پرځای مې د خپلې تورې لنګوټې شمله  چې  معمولا هغه  زمونږ  میړنی مجاهدین او طالبان یې په لوی اکثریت  په سرکوي  پر سر راکش کړه او دا مې وښوده چې دا زمونږ دغیرت  ، حریت  او تاریخي معرکي  نښه  او  په همدې مجلس کې د بیرغ نمونه ده

تاسې ته معلومه ده چې د مکې معظمې په فتحه کې د مسلمانانو بیرغ تور و، د کعبې غلاف هم تور دی، او همداسې په ډېرو مواردو کې تور رنګ د مسلمانانو د نښان په توګه کارېدلی دی.

هغه وخت زما تور پټکی او تور کالي وو. شمله مې د دې په خاطر پر سر باندې واچوله چې یو خو د بیرغ ځای ونیسي او بل دا چې د افغانانو ویاړ او افتخار همدا لنګوټه او شمله ده – کله چې یو تاریخي کار کیږي نو خلک شمله پورته کوي او پر سر یې رااړوي. دا د افغانانو تاریخي ویاړ او لاسته راوړنه وه، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل و – په همدې خاطر مې په هغه ورځ شمله پر سر واچوله.