د اسلامي امارت د رهبري شورا او مذاکراتي ټیم غړی مولوي عبدالطیف “منصور ” صاحب سره د څرک مجلې مرکه

یادونه: د حوت د لسمي تاریخي ورځي په هکله څرک مجلې د اسلامي امارت له ګڼو لوړپوړو مشرانو سره مرکې کړي دي، الاماره ویب پاڼه یې کټ مټ خپلو درنو لوستونکو ته وړاندي کوي، دا ځل درته د اسلامي امارت د مذاکراتي ټيم او رهبري شورا غړي محترم مولوي عبداللطیف منصور صاحب سره ترسره شوې […]

یادونه: د حوت د لسمي تاریخي ورځي په هکله څرک مجلې د اسلامي امارت له ګڼو لوړپوړو مشرانو سره مرکې کړي دي، الاماره ویب پاڼه یې کټ مټ خپلو درنو لوستونکو ته وړاندي کوي، دا ځل درته د اسلامي امارت د مذاکراتي ټيم او رهبري شورا غړي محترم مولوي عبداللطیف منصور صاحب سره ترسره شوې مرکه وړاندي کوو .

له امریکایي لوري سره د مذاکراتو په پړاوونو کې ستاسې ستومانې او هڅې نه هېرېدونکې وې، کله مو چې له امریکایانو سره خبرې شروع کولې، دا هیله او امید مو لاره چې امریکایان به د خپل غرور او یکه تازي له بامه راکوز شي، د افغانانو ارادي او ملې خپلواکۍ ته به درناوی وکړي، او بالاخيره به د اشغال د خاتمې تړون لاسلیک کړي؟

ځواب: بسم الله الرحمن الرحیم حامدا او مصلیا، وبعد:

لومړی تاسو او ستاسو ټولو همکارانو ته سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم، ستاسې د پوښتنو په هکله په لاندې ډول وضاحت کول غواړم چې همدا به يې ځواب هم وي، لومړی دا چې له امریکایانو سره تقریبا له یو کال څخه زیات په مستقیمه توګه د امارت د مذاکراتي ټیم له خوا خبرو جریان درلود، چې الحمدلله په لسم د حوت دغه ده توافقنامه امضا شوه، په دوران د مذاکراتو کې سختې پیچلې مرحلې هم راتلې، په یوه یوه موضوع ان یوه اونۍ بحث هم کېده، دا چې مونږ له یو داسې دوښمن سره مخامخ شوي وو، چې اتلس کاله یو او بل ته په سنګر کې پراته وه؛ نو دا فضا هم داسې وه چې ژربه موافقې ته ونه رسېږو او په جریان د خبرو کې به واقعیت ده چې داسې صحنې هم راتلې چې موږ به د دوی په نیت شک درلود چې هسې وخت راباندې تېروې، خصوصا د ټرمپ يو ټویټ د دواړو لوریو هیلې ټکنۍکړې؛ خو زموږ رهبري او مذاکراتي ټیم حوصلې، تدبر او همت له لاسه ور نه کړ، او د هغې باوجود یې هغوئ ته لاره خلاصه پريښې وه چې اسلامي امارت بیا هم د افغانانو د هوسا ژوند او د اشغال د خاتمې له پاره اماده دی، چې خبرې وکړي، چې جانب مقابل له عقل نه کار واخیست، یو ځل بیا دا پروسه د یو څه ځنډ څخه وروسته بیا شروع شوه، چې الحمدلله توافقنامه امضا شوه او د دوی هغه غرور او کبر چې طالبان يې د مرګ او بند مستحق بللي وو، له خاورو سره خاورې شو.

پوښتنه :  منصور صاحب! له امریکایانو سره د سولې او اشغال د خاتمې تړون په سیاسي او حقوقي لحاظ اسلامي امارت ته څومره مهم او حیاتي وو، او بیا چې کله ملګرو ملتونو هم نوموړی تړون تائید او ومانه، له دې سره به اوس اسلامي امارت  په سیاسي او نړیواله کچه کومې اسانتیاوې خپلې او ورڅخه به برخمن شي؟

ځواب: د اشغال د خاتمې تړون په شرعي لحاظ د شیوخو او علماءکرامو تر کره کتنې وروسته په شرعي لحاظ هم تائید شو او په سیاسي او حقوقي لحاظ هم د پوهانو لخوا تائید شو چې هیڅ شرعي او حقوقي نقض هم نه لري؛ نو په همدې اساس يې یو حياتي او مهم مقام خپل کړ او چې کله بیا د ملګرو ملتونو لخوا تائید شو، د اسلامي امارت هر فرد اوس په نړيواله کچه ازاد دی، هر هیواد ته چې وغواړي دتګ کولو حق لري، هیڅوک ېې مزاحمت نه شي کولی، همدا راز مغرضو کړیو او دښمن چې موږ د ترهګرو په نوم پېژندلو او زمونږ جهاد يې تروریزم باله، دا ثابته شوه چې داعیه مو برحق او هغه ټاپې چې په موږ لګېدلې وې، اوس باطلې شوې، او مونږ ترهګر نه، بلکی ازادي خواه خلک یو چې هم رانه دين،  وطن او کلتور غصب شوی دی، هغه مو خپل کړل.

پوښتنه:  د کب په ۱۰ نېټه چې امریکایانو د ۲۸ بهرنیو هیوادونو د استاذو او سوونو رسنیو ترمخ له اسلامي امارت سره کوم تړون لاسلیک کړ، د کابل رژیم یې په سیاسي اونړیوال میدان کې څومره تجرید او منزوي کړای شو؟

ځواب: دا چې د کب په لسمه دا تړون د ۲۸ هیوادونو او سوونو سازمانونو په مخکې امضا شو، اولا د دغو هیوادونو سفیرانو او د نړیوالو سازمانونو د مشرانو حضور په سیاسي لحاظ د اسلامي امارت حیثیت دومره لوړ کړ او دکابل اداره يې په صفر کې ضرب کړله، او بیا وروسته د اسلامي امارت د سیاسي مشر محترم ملا برادر اخند سره د ټرمپ ۲۵ دقیقه يې تلیفوني تماس خو دنیا داسې وانګیرله چې راتلونکی سیاسي نظام د امارت ده، او په نظامي، سیاسي او حقوقي لحاظ دا ثابته شوه چې نور هلته په کابل کې هیڅ کومه مشروع اداره وجود نه لري؛ ځکه هلته دوه رئیس جمهور یو بل ته ښکر په ښکر دي، چې دا د نړۍ په هیڅ کوم هیواد کې مثل نه لري او افغانانو ته له شرم او خجالت پرته بل کوم حیثیت نه لري.