بین الافغاني مذاکراتو کې د اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم غړي مولوي عبداللطیف منصور صاحب سره د شریعت مجلې مرکه.

دمکمل اسلامي نظام تر تشکیل وړاندي پر اور بند خبره نه کیږي. مرکه کونکي: اکرم تاشفین، سید عبدالرزاق یادونه: محترم  مولوي عبداللطیف منصور صاحب د روسانو ضد جهاد د ستر رهبر او نامتو مجاهد نصر الله  منصور رحمه الله  ځای ناستی دی اوس مهال  د اسلامي امارت دسیاسي دفتر او دمذاکراتي ټیم غړی دی . […]

  • دمکمل اسلامي نظام تر تشکیل وړاندي پر اور بند خبره نه کیږي.

مرکه کونکي: اکرم تاشفین، سید عبدالرزاق

یادونه: محترم  مولوي عبداللطیف منصور صاحب د روسانو ضد جهاد د ستر رهبر او نامتو مجاهد نصر الله  منصور رحمه الله  ځای ناستی دی اوس مهال  د اسلامي امارت دسیاسي دفتر او دمذاکراتي ټیم غړی دی .

د اسلامي امارت په وخت کي دهلمند مرستیال والي او بیا والي وټاکل شو،وروسته بیا دکرهڼي دوزیر په توګه وټاکل شو.دنوي نظام په دور کي دسیاسي کمیسیون رئیس،دکرهڼی کمیسیون رئیس،دمشرتابه دفتر رئیس په توګه یې خدمتونه ترسره کړي دي.

شریعت مجلې له محترم مولوي عبداللطیف منصور صاحب سره تفصیلي او هر اړخیزه مرکه کړې ده چې لوستلو ته یې تاسي را بولو.

 

 شریعت: دجنوري په پنځم تاریخ به مذاکرات یو ځل بیا پیلیږي،دکابل اداره اوس هم ټینګار کوي چي لومړی دي په اوربند بحث وشي،اسلامي امارت هم په خپله اجنډا کي دې موضوع ته ځای ورکړی دی؟ نوره نړۍ هم غواړي چي ژر تر ژره دي جنګ ودریږي،تاسو څه فکر کوئ څنګه به دا موضوع اتفاقي شي؟

مولوي عبداللطیف منصور:اعوذ بالله  من الشیطن الرجیم بسم الله  الرحمن الرحیم،حامد ومصلیا وبعد:

د هرڅه نه مخکي خو ستاسو نه مننه کوم چي تاسو دلته راغلي او زموږ پیغام او دنیا ته رسوئ.

تاسو د اوربند په اړه سوال وکړ، رښتیا هم اوربند یوه مهمه نکته ده،افغان اولس او ټول مسلمانان په دې هیله دي چي افغانستان کي امن راشي او دوی ټول پکي دخوښۍ ژوند ترسره کړي،موږ چي کله د امریکایي لوري سره په مذاکراتو بوخت و هلته هم دغه موضوع تر بحث لاندي راغله، په مجموع کي مقصودي او غیر مقصودي د امریکایي جهت سره په څلورو موضوعاتو خبره وشوه چي یوه موضوع پکي همدا اوربند وو.

هلته دا خبره اتفاقي شوه چي یاده موضوع به په بین الافغاني مذاکراتو کي داجنډا برخه ګرځي، هلته چي موږ په کومه خبره اتفاق کړی وي ددې مطلب دا نه چي په اول نمبر به هماغه موضوع ایښودل کیږي او په هماغه به لومړی بحث کیږي.

له دې نه پرته اسلامي امارت چي کله هم د اوربند خبره کوي نو د هغه مطلب دا نه وي چي موقت اوربند به وي او دڅو ورځو لپاره به وي او یا دي په جنګ کي کمښت راوړل شي، بلکه موږ دا غواړو چي یو دائمي اور بند را منځ ته شي او مکمله دامن فضاء جوړه شي، موږ غواړو چي دمقابل فریق سره ژر ترژره یو داسي نوي نظام ته ورسیږو کوم چي دافغان ملت دآرمانونو تکمیل وکړي او دهغه په وجه کامل اوربند وشي.

موږ دجمعې او میاشتي په اوربند اتفاق هیڅ کله نه کوو،بېشکه په دې کي هم خلکو ته یو عارضي سکون حاصلیږي  امّا دا دقضیې حل نه دی.

موږ د داسي عارضي کارونو په ځای ولي هغو کارونو ته توجه نه کوو کومو کي چي دافغان اولس مستقل او دائمي امن او سکون پټ دی.

 کله چي موږ پر نظام او سیاسي تشکیل خبره نهائي کړو بیا دې خبري ته له سره ضرورت هم نه پيښیږي چي کله به اوربند وي او کله به جنګ نهائي کیږي؟او نه به څوک بیا دا پوښتنه کوي چي سوکالي به کله راځي؟له همدې امله واقعا زموږ دافغانانو دا هیله ده چي امن دي راشي خو غوره داده چي جنګ دي دابد لپاره بند شي.

شریعت: دمذاکراتو په اوسني پړاو کي د اوربند څخه مخکي کوم داسي موضوعات دي چي اسلامي امارت یې نهائي کول غواړي؟

مولوی عبداللطیف منصور: دبین الافغاني مذاکراتو له پیل کېدو وروسته داجنډا لپاره دواړه ټیمونو خپل فهرستونه پېش کړي وه چي دهغه وروسته دجنورۍ تر پینځم تاریخ پوري دشلو ورځو پر وقفه اتفاق را مینځ ته شو او ټینګار وشو چي اجنډا کي شامل موضوعات به نه رسنیز کیږي.

خو متاسفانه مقابل فریق یو غیر منظم او دمتفرقو ډلو څخه جوړ دی کومي چي خپل منځي هم آهنګي نه هم محرومي دي نو ځکه په څو ورځو کي هغه لستونه رسنیز شول، اوس خو هغه لیستونه ټولو خلکو لیدلي،هغوی کي که تاسو وګورئ نو اسلامي امارت د بین الافغان مذاکراتو لپاره پینځه غټ موضوعات داجنډا په توګه را وړاندي کړي دي،چي جزیات یې تر ۲۸ پوري رسیږي، نو اوس دهغو پینځو څخه کومه باید اول وي او کومه آخر؟ دا د را روانو مذاکراتو خبري دي.

 شریعت:د اوربند څخه مخکي اسلامي امارت څه غواړي،هغه کوم کار دی چي د اسلامي امارت په اند باید وشي؟

مولوی عبداللطیف منصور:اسلامي امارت له اولس سره وعده کړې ده چي تر هغو به جهاد جاري ساتي تر کومه چي اشغال ختمیږي او کامل اسلامي نظام را مینځ ته کیږي.

 دبهرني اشغال او داشغال داثراتو خاتمه او د شرعي نظام قیام د اسلامي امارت د جهاد بنیادي اهداف دي، د افغان اولس لومړنۍ آرزو د اسلامي حکومت او اسلامي نظام قیام دی، تر څو چي پر دې موضوعاتو بحثونه پای ته نه وي رسېدلي، موږ ته په دې اړه کامل اطمینان او اعتماد نه وي حاصل شوی  دغه راز موږ د خپلو قرباینو ثمره نه وي تر لاسه کړې په اوربند باندي خبري به خبره نه کیږي.

ولي که موږ داسي ونه کړو نو زموږ ټولي قربانۍ او ستړیاوي به ضایع شي،موږ خو ټولي قربانۍ د یو حقیقي شرعي نظام لپاره ورکړي دي، نو دا به زموږ لومړنۍ موضوع وي او موږ به ټولي نړۍ په دې خبره قناعت ورکوو.

په دې اړه که دمقابل فریق سره څه شبهات وي نو هغوی ته هم موږ اطمینان ورکولی شو او پوهاوی به رامینځ ته کړو،ددې موضوع شرعي اهمیت او دافغانانو د دې  څلوېښت کلني قربانۍ به ورته روښانه کړو، مقابل فریق کي هغه کسان هم شتون لري چا چي د روسي اشغال ضد جهاد کي غټي قربانۍ ورکړي دي، موږ به دوی پوه کړو چي ستاسو قربانۍ هم د همدې مقصد لپاره وې نو ځکه باید لومړیتوب او غوراوی اسلامي نظام او دهغه عملي کېدلو ته ورکړو.

 شریعت: مخالف لوری ګمان کوي چي طالبان به ددې موجوده نظام سره یو ځای کیږي ګواکه دا به د یوډلي انضمام وي حال داچي اسلامي امارت دیو نوي نظام خبره کوي؟ تاسو څه وایاست؟

مولوی عبداللطیف منصور:داموضوع او دامسئله تر بحث وتلې او حل شوېده،موږ چي له امریکا سره کوم تړون کړی دی هغه کي دا واضح لیکلي دي چي نوی اسلامي حکومت به جوړیږي نو ښکاره خبره ده چي نوی نظام به له موجوده نظامه پرته یو بل نظام وي، نه خو په اوسني نظام کي اسلامي امارت داخلیږي او نه داسي کوم تجویز شته، داهسي  تبلیغات  دي چي یو عبوري او موقت حکومت به جوړیږي،داخبري نه کله مخته راغلي دي او نه دا د بحث وړ دي.

دا خو هیڅ امکان نه لري چي اسلامي امارت دي په اوسني نظام کي شامل شي؛ځکه ددې خو به مطلب داوي چي موږ دیو څه وخت لپاره خوابدي شوي و او اوس یو څو چوکۍ لاس ته راغلې نو پخلا شو، د دې خو مطلب داشو چي موږ هیڅ مفکوره او نظریه نه لرو بس که یو چا سرې او زرغونې اشارې راکولې نو به موږ هماغه طرف ته منډي وهو، نه خو زموږ د جهاد دا مطلب و او نه دا زموږ هدف دی، زموږ بس یوه خبره ده چي کوم اسلامي حکومت چي جوړیږي په هغه باندي به زموږ توجه وي او دهغه په اهمیت او طریقه باندي به بحث وي.

له دې سره په څنګ کي یوه خبره بله هم موږ ډېره اورو چي په مختلف چینلونو او تودو بحثونو کي یې خلک را اوچتوي، هغه داچي طالبان څنګه اسلامي نظام غواړي؟دایران، دسعودي،دپاکستان یا دیو بل اسلامي ملک؟

زه باید دا وضاحت وکړم چي زموږ مخي ته هیڅ کوم یو مشخص دیو اسلامي ملک نظام نه دی پروت او موږ فی الحال داسوال بې معنی ګڼو،د دې پر ځای چې د نورو هیوادونو له نظامونو څخه کافي وکړو ولي اسلامي تاریخ نه ګورو؟  ولي د  اسلامي نظام بڼه زموږ له دین څخه نه زده کوو؟

زموږ دین محمدي دین دی ولي دخپل دین نه رهنمایي نه اخلو د کوم لپاره چي صحابه  کرامو قربانۍ ورکړي؟ د حضرت عمر رضی الله عنه حکومت ته وګورو دهغه دور دعدل او انصاف لږ  پرتله کړو هغه ډول عدل او انصاف د هغه نه وروسته هیڅ چا هم نه دی قائم کړی،نو موږ د هغه نظام نه ولي سرچینه نه اخلو؟

دهغوی انصاف حیواناتو لا هم تسلیم کړی ، نو چي حیوانات یې لا تسلیموي  نو انسانانو ته خو یې خامخا تسلیمېده پکار دي، راځئ چي د حکومت طرز له هماغه سرچینې څخه واخلو،د عدالت طرز له هماغه ځای نه واخلو بیا تاسو وګورئ چي اسلامي نظام څه ته وایي؟ تاسو د اسلامي نظام دغه حقیقي شکل دنیا ته د نمونې په شکل ښکاره کړئ نو دنیا به د دې نظام ښایست وویني او په خپلو کي به یې بیا مثالونه یو بل ته ورکوي، لکه څنګه چي داسلامي امارت په وخت کي امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله اسلامي نظام نافذ کړی و نو دنیا به یې دامن او دقانون عملي کېدو په تړاو مثالونه پېشول.دمثال په توګه طالبانو له څلورو غلو کسانو څخه لاسونه پرې کړل، نو په ټول هېواد کي چا دغلا جرئت نشوای کولای،دغه راز د هیچا هم د بل عزت ته په سپکه نشوای کتلی.

اسلامي امارت  دخپل حکومت په وخت حد اکثر پنځوس ځله حد جاري کړی وي ولي دغه لږ ځله هم دومره مؤثره ثابت شو چي د ټولي نړۍ خلک به دلته دامن کتلو لپاره راتلل او خپله افغان اولس هم پوره امن محسوساوه، د افغانستان دا غریب ملت چیري چي دخلکو یو ډېر معمولي شي ته سترګي تخنیږي ولي د حدودو د نفاذ په وړاندي که  دهغوی مخي ته ډالر هم راغلي وای نو دوی یې د پورته کېدو اراده لا هم نه کوله.

 د کابل صرافان به موږ لیدل چي د لمانځه پر وخت به یې د پیسو پر بنډلانو یو ټوکر راکش کړ او دوکان به یې همدغسي خلاص پرېښود او لمانځه ته به بې غمه لاړل،دهیڅ قسم خطر احساس یې نه لاره، د هغه په پرتله اوسني دور ته وګوره خلک خلاص دوکان څه جدید او نوي ماډل اعلی او نه ماتیدونکي قلفونه او لاکونه په رڼا ورځ ماتوي او غلاوي کوي،دیوه موبایل په وجه دګل غوندي ځوانۍ خزانوي،نو هغه مثالي امن وامان داسلامي نظام له  برکته و.

 شریعت: دمذاکراتو په اوسني پړاو کي به د اساسي قانون تشکیل هم کیږي، آیا له اسلامي امارت سره کوم مرتب اساسي قانون شته چې  مذاکراتو کی یې مقابل لوري ته وړاندي کړي؟  

مولوی عبداللطیف منصور: د اسلامی امارت د حاکمیت په مهال  مرحوم امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه  الله  د اسلامی نظام د تشکیل لپاره دټول هیواد له علماوو څخه وړانديزدونه و غوښتل، د هغوی وړاندیزونو او پیشنهادونو په رڼا کي له اوږده غور و فکر نه وروسته د اساسي قانون مسوده هم تیاره شوه،خو د امیرالمؤمنین په دستخط سره رسما عملي نشوه،له دې وجي هغه مسوده باقاعده اساسي قانون نه وبلل شوه خو بیا هم مسودې شتون درلود.

 هسي هم اوس حالاتو ډېر تغیر کړی ده نو په هغه مسوده کي به لازما د بدلون راویستلو ضرورت وي،ځکه نو اوس به علماء غور کوي چي په کوم شي ددوی اتفاق راغلو نو دوی به هغه شیان مسوده کي شاملوی.

 شریعت: د اسلامي امارت د بیا ځلي قیام په مهال به مو لومړیتوب څه وي؟

مولوی عبداللطیف منصور:زموږ لومړنۍ ترجیح دکامل اسلامي نظام راتګ او دهغه په وسیله سره هیواد والو ته پوره انصاف ورکول او د دې وروسته پرمخ تللی اقتصاد او د هېواد په لر او بر کي امن وامان دی.

شریعت:که  اسلامي امارت  حاکم شي نو کومي داسي تېروتني  دي چي تېر دور کي وې او اوس یې باید مخه و نیوله شي.؟

مولوی عبداللطیف منصور: په دې اړه زه یو خبره کوم چي نه خو دنیا په سمه توګه طالبان وپېژندل او نه یې دپیژندلو کوشش وکړ او نه طالبانو د نړۍ سره روابطو ته دومره اهمیت ورکړ څومره چي پکار و.دنړۍ سره تجارتي روابط او راکړه ورکړه یو ډيره مهمه نکته ده،له دې پرته به د حکومت تشکیل ضرور شي ولي پنځه کیلو متره سړک به تعمیر نشي،حکومت خو به ستا وي ولي ته به یوه کارخانه جوړولای نشي،ځکه به اسلامي امارت دې ځل دا کوښښ کوي چي هغه کمزوري لیري کړي،او د دغه کوششونو نتیجه کې اوسمهاله زموږ دنړۍ سره ښه روابط او اړیکي شتون لري او مخته به هم وي، د قطر د فتر په دې برخه کې  خورا فعال او مهم پرمختګونه او لاس ته راوړني لري.

شریعت: افغانستان ته په کلني ډول په میلیاردونو  ډالرو مرستي راځي، طبعاً څرنګه چې ښایي هغه ډول نه دي مصرف شوي تاسي په دې هکله څه نظر لرئ؟

مولوی عبداللطیف منصور:اوس تازه ورځو کي جنیوا کي له افغانستان سره دنړیوالو مرستو په اړه یو کانفرنس جوړ شو،په هغه کي یې اسلامي امارت ته هم رسمي بلنه ورکړل شوېوه،خو اسلامي امارت ځکه عذر پېش کړ چي دکابل اداره د دغو مرستو په رسولو کي شاته پاته شوې ده،خپله د ادارې  له لوړپوړو چارواکو څخه نېولي تر ادنی سطحي پوري غلا او چور انتهاء ته رسېدلی دی.

البته موږ د یو اعلامیې په خپرولو سره مرستندویه هیوادونه په دې اګاه  کړل چي اسلامي امارت اویا سلنه خاوره تر خپل حاکمیت لاندي لري کوم چي دمرستو اشد ضرورت لري،ځکه چي اکثر یې غریبان دي او د مرستو اصل مستحقین همدوی دي،دکابل ادارې واک تر ښاري منطقو محدود دی  چیري چي له مخکي خلک څه ناڅه شتمني لري.

شریعت: اوسنۍ ورځو کي د ژورنالیستانو  او مدني فعالانو  وژني ډیري شوي دي،اسلامي امارت په دې اړه څه موقف لري؟

مولوی عبداللطیف منصور:دژورنالیستانو او مدني فعالانو وژني داندېښني وړ دي،اسلامي امارت د دغه وړ کارونو په سختۍ سره غندنه کوي،ددوی په وژنو کي هغه قوتونه دخیل  دي دچا ګټي چي دمذاکراتو له رواني پروسې سره په ټکر کي دي،او دوی ځکه د روانو مذاکراتو دناکامه کېدو هڅي کوي،دوی غواړي چي او به خړي او ماهیان پکې ونیسي.

اسلامي امارت  د ژورنالیستانو په هکله هیڅکله د وژني پالیسي نه ده غوره کړې، ځکه چي دغه ځوانان د اسلامي امارت دکارنامو او افکارو څخه بې خبره ساتل شوي دي،چي کله داسلامي امارت حکومت راشي نو همدغه ځوانان به زموږ بهترینه سرمایه وي،چي زموږ حقیقي اړخونه به دنیا ته ښکاره کوي.

شریعت: د اسلامي امارت په دور کي دکوکنارو کښت په پوره ډول ختم شوی و،خو متاسفانه دا بهیر اوسني وخت کي ډېر زیات غځېدلی دی،نو اسلامي امارت به په خپل حکومت کي دا کښت ختموي او که څنګه؟

مولوی عبداللطیف منصور:هو بالکل!دکوکنارو کښت به ختمیږي،خو هغه وخت چي بدیل یې اولس ته وړاندي ورکړو،ځکه چي زموږ اکثره خلک بې روزګاره دي،د غربت او فقر سره لاس او ګرېوان دي،نو په داسي حال کي که یو دم د بندولو پرېکړه وکړي  نو حالت به ډېر خراب شي،او د دې کښت بدیل راوړل څه ګران کار نه ده،د پنبه و کښت او یوه فابریکه که فعاله شي نو خلک به د کوکنارو په ځای ودې کښت ته مخه کړي چي دا به هم د ملت په ګټه وي او هم به دهیواد دمنافعو په زیات والي کي مفید وی،د دې سره حکومت ته به هم په محصولاتو کي اضافه وشي،داشان د زعفرانو،بادامو او نورو میوو کښتونه د کوکنارو یو اعلی بدیل ګرځېدلی شي خو چي لږ وسایل او رهبری یې وشي.

پای