افغانستان د۲۰۲۱ زېږديز کال د اپرېل په مياشت کې !

احمد فارسی يادونه: دغه ليكنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانگړې كورني او بهرني دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي سائټ كې كتلای شی. ——————————– د ۲۰۲۱زېږديز کال اپرېل […]

احمد فارسی

يادونه: دغه ليكنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانگړې كورني او بهرني دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي سائټ كې كتلای شی.

——————————–

د ۲۰۲۱زېږديز کال اپرېل مياشت د بېلابېلو پېښو لکه پر مزدورو کورنيو ځواکونو د عملياتو زياتېدل، د دښمن په ليکو کې ګڼ زيانونه، د اشغالګرو د وروستۍ انخلاء اعلان او په هېواد کې د سولې په اړه د سياسي پېښو شاهده وه، د دې او ځينې نورو پېښو د اړينو جريانونو راپور په لاندې سرليکونو کې لوستلای شئ:

د کورنيو مزدورانو ځاني او مالي زيانونه:

د اپرېل مياشتې په اوږدو کې د اشغالګر دښمن د ژمنو ماتولو له امله د مجاهدينو بريدونه يو څه توند او پر دښمن باندې زيات تر سره شول چې په ترڅ کې يې د هغه ګڼ شمېر افرادو ته مرګ ژوبله واوښته.

د اپرېل پر۴مه د يکشنبې پر ورځ مزدورو او د هغوی بهرنيو بادارو ځواکونو د وروستيو ګډو بريدونو ته اسلامي امارت غبرګون وښود چې که ياد بريدونه يې دوام وکړي مجاهدين به د دغو ځواکونو پر وړاندي توند غبرګون ته اړ شي، خو د مجاهدينو له لوري په ترسره شويو بريدونو کې دښمن ته اوښتو ځاني او مالي زيانونو کره شمېرې ته لاس رسي نده شوې، بياهم د دښمن د منځنۍ سويې ځينې ځاني زيانونو د بېلګې په ډول يادونه کوو:

د اپرېل پر۲مه د جمې په ورځ بغلان ولايت کې د ځانګړو ځواکونو يو قوماندان د مجاهدينو د کمين په ترڅ کې ووژل شو، د اپرېل پر۴مه د يکشنبې په ورځ *په ياده ولسوالۍ کې* د دښمن د کمانډويانو موټريز کاروان د مجاهدينو تر بريدونو لاندې راغی چې په ترڅ کې يې د دښمن ګڼ شمېر کمانډويان مړه او ژوبل شول.

د اپرېل پر۷مه د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د مرکزي احصائيې يو لوړ رتبه کارمند او د اپءېل پر۱۲مه د دوشنبې په ورځ په بلخ ولايت کې د شاهين قول اردو د صحت برخي مسئول ووژل شول. په سبا ورځ يې د تخار ولايت د امنيت آمر هم د همدې ولايت په مرکز کې ووژل شو.

 د اپرېل پر۱۹مه د دوشنبې په ورځ په بلخ ولايت کې د دښمن د هوايي ځواک يو افسر ترور شو، ورپسې د اپرېل پر۲۲مه د پنجشنبې په ورځ د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د کمانډويانو يو لوړرتبه افسر او د اپرېل پر۲۴مه د هفتې په ورځ همدلته د ملي امنيت۴کارمندان ووژل شول.

د اپرېل پر۲۳مه د جمې په ورځ د غزني ولايت ناوې ولسوالۍ امنيه قوماندان هم ووژل شو، پر سبا يې په کندهار کې د همدې ولايت د دامان ولسوالۍ پخوانی قوماندان ووژل شو، همدغه ورځ په ميدان وردګ ولايت کې د عيسی خان په ګډون د ۲۱کمانډويانو د وژل کېدو شاهده وه، نوموړی پر پارلمان د بريد څو تنه مجاهدين په شهادت رسولي و.

د اپرېل پر۲۵مه د يکشنبې په ورځ د کابل پغمان ولسوالۍ کې د ارګ يو کارمند ووژل شو، پر سبا يې د پکتيکا ولايت وازيخوا ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو، په همدې ورځ په کندهار کې د۰۶قطعې قوماندان هم ووژل شو او د اپرېل۲۷مه د سې شنبې ورځ په کندهار کې د۲۰۵اتل قول اردو دوه لوړ رتبه افسرانو د وژل کېدو شاهده وه.

له مجاهدينو سره د پيوستون لړۍ:

د اپرېل پر۱۷مه د هفتې په ورځ اسلامي امارت د يوې اعلاميې په خپرولو خبر ورکړ چې د تېرې يوې مياشتې په اوږدو کې ورسره له۱۰۰۰تنه زيات د دښمن افراد يو ځای شوي، د اپرېل پر لومړۍ نېټه د پنجشنبې په ورځ د غور ولايت په تيوره ولسوالۍ کې۳۰تنه مسلح اربکيان له مجاهدينو سره يو ځای شول، د اپرېل پر۱۶مه د جمې په ورځ په تخار ولايت کې د مزدورې ادارې۱۳تنه او د اپرېل پر۲۱مه د چهار شنبې په ورځ په کندهار کې۳۵تنه ځواکونه له مجاهدينو سره يو ځای شول او د اپرېل پر۳۰مه د جمې په ورځ په کندز ولايت کې د کابل مزدورې ادارې ۲۹تنه منسوبين له مجاهدينو سره يو ځای شول.

پورتنۍ شمېره دلته د بېلګې په ډول ياده شوه، د تسليميدونکو افرادو بشپړ مالومات د اسلامي امارت په مياشتيني راپور کې لوستلای شئ.

د ولسي وګړو وژنې، کړونې او ځورونې:

د ولسي وګړو مرګژوبله ورځ تر بلې زياتېږي، مزدور دښمن د خپلو بادارانو په مرسته بېوزله ولسي وګړي په بېلابېلو نومونو هدف ګرځوي چې د اپرېل مياشتي په اوږدو کې يې هم دوام درلود، د اپرېل پر۳مه د هفتې په ورځ د يو راپور په خپرولو سره د مجاهدينو خبر ور کړ چې د تېرو دوو اونيو په اوږدو کې د کابل مزدورې ادارې ځواکونو له لوري۱۶۱تنه ولسي وګړو د وژل شوي، د ياد راپور له خپرېدوسره هممهاله د لغمان عليشنګ ولسوالۍ کې د دښمن د هاوان ډزو له امله۱۱تنه ولسي وګړي ووژل شول.

له دې وړاندې او د اپرېل پر لومړۍ نېټه د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې د دښمن د توپ ډزو له امله۱۰تنه ولسي وګړي مړه او ژوبل شول، د دې په سبا ورځ د هرات په کشک کهنه ولسوالۍ کې د دښمن د بريدونو له امله۳نور ماشومان په شهادت ورسېدل، د اپرېل پر۶مه د سې شنبې په ورځ په کندهار کې اشغالګرو ځواکونو پّ قصدي ډول خپل ټانک له يو مسافر وړنکي موټر سره ټکر کړ چې په ترڅ کې يې۱۷تنه مسافرين مړه او ژوبل شول.

په همدې لړ کې د اپرېل پر۸مه د جمې په ورځ رسنيو خبر ور کړ چې په زابل ولايت کې د دښمن د الوتکو د بمبار له امله د مکتب۴زده کونکي په شهادت رسېدلي، د اپرېل پر۱۸مه د يک شنبې په ورځ رسنيو د غور الله يار ولسوالۍ کې د مزدورو ځواکونو له لوري د ولسي وګړو له۱۳۰څخه د زياتو هستوګنځيو د ويجاړولو خبر ور کړ، دغه پېښې مو د بېلګې په ډول يادې کړې، بشپړ مالومات يې د اسلامي امارت په مياشتيني راپور کې لوستلای شئ.

  الفتح عملیات:

د دوحې تړون له ژمنو د اشغالګرو د سرغړونو له امله د مجاهدينو بريدونو زور واخيست او له امله يې دښمن د پام وړ ځاني او امالي زيانونو سره مخ شو چې دلته يې څو پېښو ته لنډه کتنه کوو:

د اپرېل پر لومړۍ نېټه د پنجشنبې په ورځ د ميدان وردګ پّ جلرېز ولسوالۍ کې د دښمن کمانډو ځواکونه د مجاهدينو تر بريدونو لاندې راغلل چې په ترڅ کې يې۲۲تنه ووژل شول، د اپرېل پر۸مه د پنجشنبې په ورځ د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د دښمن يو د توپچي مرکز مجاهدينو ونيو، په سبا يې د جوزجان مرکز اړوند ګڼ شمېر مزدور اربکيان له مجاهدينو سره په مخامخ جګړو کې ووژل شول.

د اشغالگرو وتل:

د اپرېل پر۷مه د چهارشنبې په ورځ رسنيو خبر ور کړ چې ګڼ شمېر متقاعدو امريکايي عسکرو د دغه هېواد له چارواکو وغوښتل چې د مئ مياشتې له رارسېدو وړاندې خپأ ځواکونه له افغانستان څخه را وباسي، خو د اپرېل پر۱۴مه د چهار شنبې په ورځ بايډن اعلان وکړ چې هېواد يې پّ پلان کې لري ترڅو د ځواکونو ستنول د مئ مياشتي له لومړۍ نېټې پيل کړي او دا لړۍ به د راتلونکي سپتمبر مۍاشتي تر۱۱مې دوام ولري.

د ياد اعلان په غبرګون کې اسلامي امارت وويل چې د دوحې د تړون د ژمنو ماتولو له امله د سولې اړوند په هيڅ ناسته کې برخه نه اخلي، په همدې ورځ جرمني هم اعلام وکړ چې ښايي ناټو ځواکونه هم له امريکايي ځواکونو سره په يو وخت له افغانستان څخه ووځي، ورپسې د اپرېل پر۲۰مه د سې شنبې په ورځ استراليا هم په يوه اعلان کې وويل د روان کال تر پاهيه به خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، په سبا يې جرمني بيا اعلان وکړ چې له امريکا وړاندې خپل ځواکونه له افغانستان څخه باسي، د اپرېل پر۲۷مه د سې شنبې په ورځ د امريکا دفاع وزارت/پنټاګون خبر ور کړ چې د مئ له لومړۍ نېټې وروسته له کورنيو مزدورو ځواکونو سره په عملياتو کې برخه نه اخلي.

مزدورانو ته سپکاوی: 

د اپرېل پر۸مه دپنجشنبې په ورځ د ګاونډي هېواد پاکستان د پارلمان مشر د کابل ادارې د تش په نوم پآلمان د مشر په بلنه پّ يو درې ورځني سفر کابل ته راغی، خو پر هوايي ډګر واکمنو اشغالګرو ځواکونو يې الوتکې ته د ناستې اجازه ور نکړه، تش په نوم پارلمان دا د ځان او خپل حکومت ؟ سپکاوی وګاڼه، خو د خپأو بهرنيو بادارانو پر وړاندې يې له فرمانبردارۍ پءته بله چاره نلرله.

له بل لوري د اپرېل پر۲۸مه د چهار شنبې په ورځ پاکستاني رسنيو دغه هېواد ته د اشرفغني د پټ سفر او هلته د ياد هېواد پوځي مشرانو سره د الوتکې په دننه کې له پټې ليدنې څخه خبر ورکړ، مالومه نه ده چې په دې پټو سفرونو او ليدنو کې اشرفغني له پآکستاني لوري سره کومې ژمنې کړې دي، له دې وړاندې هم د يو ملي خيانت په ضمن کې د کابل مزدورې ادارې پآکستان ته پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزن تار تېرولو او دروازو لګولو اجازه ور کړې وه