که امریکا د عقل او تدبیر لاره غوره کړې وای . . .

د افغانستان د مسئلي حل، عقل، تدبیر او ژور فکر ته اړتیا لري، تجربو ثابته کړیده چې سر زوري او بې عقلي د مسائلو د حل لاره نده. که ژوره پلټنه وکړو، وبه مومو چې د تاریخ په اوږدو کې چې څومره زړه دردونکې او ویروونکې پیښې رامنځ ته شوې دي د ټولو سبب بې […]

د افغانستان د مسئلي حل، عقل، تدبیر او ژور فکر ته اړتیا لري، تجربو ثابته کړیده چې سر زوري او بې عقلي د مسائلو د حل لاره نده. که ژوره پلټنه وکړو، وبه مومو چې د تاریخ په اوږدو کې چې څومره زړه دردونکې او ویروونکې پیښې رامنځ ته شوې دي د ټولو سبب بې فکري، نا عاقبت اندیشي او بې عقلي ده، که د عادیانو، ثمودیانو او فرعونیانو د هلاکت تاریخ ته ځیر شو، که د انګریزانو او روسانو ړنګو امبراطوریو ته وګورو، که د سپیني ماڼۍ ګړبدلي او کاواکه حالت ته نظر واړوو، وبه موندو چې د ټولو تر شا چې کوم عمده علت پروت دی هغه د عقل نیمګړتیا او سفاهت دی، یا د عقل اهمال او د ژور فکر نه شتون دی چې خلک یې د هلاکت تر کندې رسولي دي.

  امریکایان پوه شوي دي چې د افغانستان اشغال یوه بیسارې سیاسي او نظامي سهوه وه، او د عقل، انسانیت او تمدن خلاف عمل و، اوس کوښښ کوي چې دا سهوه په څه طریقه جبران کړي، دا تر یو حده په سم لور خوځښت دی؛ ځکه هر انسان خطا کیږي او عاقل انسان کوښښ کوي چې خپله خطا جبیره کړي، خو د ګوډاګیانو ادلون بدلون، د امنیتي تړون لاسلیک کول او په یوه او بله بهانه د پوځیانوډیرول او ځنډول د یرغل او د یرغل د ناوړو پایلو جبیره نشي کیدای، دا خو لکه څوک چې په یوه صفا او ښکلي ځای کې مرداري وغورزوي او بیا خپل لاسونه ووینځي، نه نه دا هیڅکله بسنه نکوي، د مردارۍ څخه د ځای صفا کول اصلي چاره ده، وایي: یو غاصب په سجده پروت و ژړل یي  یو هوښیار ورته وویل: توبه آسانه ده او الله جل جلاله مهربانه دی: کور مالک ته وسپاره او معافي ځینې وغواړه، الله جل جلاله به بخښنه در ته وکړي، یوازې ژړا کفایت نکوي.

  که امریکایي چارواکو د عقل او تدبیر لاره نیولې وای او د وروستنیو اوتو بوتو په عوض یې د افغانستان د مسئلي اصلي حل ته توجه کړې وای، نو د خپلو پوهانو او په نړۍ کې د عدل خوښونکو پوهانو په مشوره به یې حتما یوه آسانه حل لاره موندلې وای، دا یو حقیقت دی چې امریکا په افغانستان کې د خپلې سرتمبګۍ له امله پنځه نه جبرانیدونکي غټي سهوي وکړي: د افغانستان د تاریخ د مطالعي پرته یي یرغل پري وکړ ؛ د سیمي د حربي جنرالانو او تاریخ پوهانو مشورې یې بابیزه وګڼلې ؛ واک یې فاسدو، نا اهلو او په ملت کې منفورو څیرو ته وسپاره ؛ د افغانستان د خلکو دین او کلتور ته یې درناوی ونکړ او د افغان ځوانانو د بې لارۍ، بي دینۍ او بې حیایۍ هڅې یې وکړې؛ د اوږدې جګړې، ډیرو وینو تویولو او ډیرو ناکامیو وروسته لا هم د خپل بخت د آزمایلو په تکل کې جګړې ته دوام ورکوي.

د خیبر د جهادي مقدسو عملیاتو په دوران کې په کابل، هلمند او نورو سیمو کې د مجاهدینو وروستنۍ، سر ښندونکې او بیساري حملې په ګوته کوي چې د یرغلګرو وروستنیو غیر عاقلانه اقداماتو افغان ولس نا هیلی کړی دی او نور یې د صبر کاسه  ډکه شوې ده،  امریکا دې په دې خبره هم ځان ښه پوه کړي چې څو زره خرڅ شوي غلامان، څو لکه اجیر پوځیان او نا اهله پولیس د دوی د پوځي او لوژیستکي مرستو له کبله د  دیرش ملیونو پیاوړو، دیندارو او غیرتمنو افغانانو مقابله نشي کولی، د امریکا چارواکو ته په کار ده چې پر خپل سیاست او کړنلاره له سره کتنه وکړي، خپل له نابودۍ او خپل ولس د غم په ټغر له کېناستلو وژغوري. والله الموفق