پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل او د عبرت درس!!

د (۱۳۵۸ ل هـ) کال د جدیې په شپږمه د شوروي اتحاد سرو لښکرو د افغانستان پر پاکه خاوره یرغل وکړ، دا کرغیړنه پیښه د (۱۳۵۷ ل هـ) کال د ثور د اوومي نیټي له کمونستي انقلاب نه شل میاشتې وروسته رامینځ ته شوه، یرغلګرو قواو د حفیظ الله امین حکومت ړنګ کړ، او د […]

د (۱۳۵۸ ل هـ) کال د جدیې په شپږمه د شوروي اتحاد سرو لښکرو د افغانستان پر پاکه خاوره یرغل وکړ، دا کرغیړنه پیښه د (۱۳۵۷ ل هـ) کال د ثور د اوومي نیټي له کمونستي انقلاب نه شل میاشتې وروسته رامینځ ته شوه، یرغلګرو قواو د حفیظ الله امین حکومت ړنګ کړ، او د ببرک کارمل په مشرۍ یي د اشرف غني په څیر ګوډاګی حکومت اعلان کړ او د افغان ولس خلاف یې ظالمانه جګړه پیل کړه.
د شوروي اتحاد وحشي سره پوځ د افغانستان د تسخیر په موخه ټولې پرمخ تللې وسلې استعمال کړې، د افغان ولس په وینو یې زموږ د هیواد غرونه، رغونه او هواره رنګ کړل، ډیری د یرغل ضد کسان یې په ډیر وحشت ژوندي تر خاورو لاندې کړل، بي شمیره علماء کرام، سادات، حضرات او قومي مشران یې تري تم کړل، زیات مجاهدین یې بې محکمې اعدام کړل، په لکونو خلک یې شهیدان کړل، ډیرې زیاتې میندې بورې، ښځي کونډې او ماشومان یتیمان شول، کورونه، فصلونه، څاروي او اقتصادي زیر بناوې تباه شوې.
شوروي اتحاد پوره نهه کاله او یو پنځوس ورځې افغانستان اشغال کړی و، په دې موده کې یې داسي فجایع او ناروا کړنې وکړې چې قلم یې د لیکلو او ژبه یې د لوستلو توان نه لري، بالآخره یې د افغان ولس د مقدس جهاد په وړاندي ماتي وخوړه او د (۱۳۶۷ ل هـ) کال د دلوې په ۲۶مه نیټه د افغانستان له خاوري په ټیټ سر ووتل او تر شا یې د نجیب په مشرۍ کمزوری لاسپوڅی حکومت پرېښود چې ډیر ژر د سقوط سره مخ شو.
دادی امریکا هم د خپل ناروا یرغل دیارلس کاله او دوه اتیا ورځې وروسته د شوروي اتحاد په څېر اعلان وکړ چې نن یکشنبه یې – چې د (۷ جدي ۱۳۹۳ ل هـ) مطابق (۲۸- ۱۲- ۲۰۱۴م) نیټې سره سمون لري – خپل جګړییز ماموریت پای ته ورساوه، خو لکه د شوروي اتحاد د وتلو اعلان چې ماتې وبلل شوه دا به هم په نیږدې راتلونکي وخت کې د تاریخ په پاڼو کې هرو مرو د امریکا د ماتي او شکست تر سر لیک لاندي ولیکل شي.
پورته مضمون ته په کتو د افغانستان په تاریخ کې شپږم او اووم د جديې بیلو بیلو پیښو ته اشاره کوي، په ترتیب لومړۍ د شوروي اتحاد یرغل او دوهمه د امریکا ماتي او شکست ته، لکه اووم او اتم د ثور چې اول د کمونستي انقلاب او دوهم د جهاد د بریا رمز دی.
دعبرت درس
د مجاهدینو په لاس د کابل د لویې فتحي وروسته د شوروي اتحاد هغو ملګرو چې د یرغلګرو سره یې مرسته کړي وه هرې خواته بې سرنوشته منډې وهلې، د ولس له قهر او غوسې سره مخ وو، او په بي صبرۍ یې بهر ته د تیښتي هڅې کولې او ځینو یې د جهادي تنظیمونو تر سیورو لاندي د پنا اخستلو کوښښ کاوه، د بریطانیا د ماتې او شکست وروسته د هغوی ګوډاګیان هم د سختو حالاتو سره لاس او ګریوان وو، په افغاني ټولنه کې یې سترګي نلرلي، سرونه یې ټیټ او د پیغورونو سره مخ وو.
د اسلامي امارت مشرتابه د خپل رحم، شفقت او مدبرانه سیاست له مخي په خپلو پیغامونو او اعلامیو کې ټولو هغو افغانانو ته چې له امریکا سره یې په ناروا یرغل کې مرسته کړې او کوي یې دا خبره بار بار اعلام کړې چې د اسلامي امارت صف ته راشئ خپل اسلامي او افغاني حیثیت او اعتبار خوندي کړئ، او د دنیا او آخرت له ناکامۍ نه ځانونه وژغورئ، نو بناء هیله کوو چې له دې فرصت څخه هغوی لویه استفاده وکړي او د مخکنیو یرغلګرو د ملګرو د درناک او ویرونکي حالت څخه عبرت واخلي.