د بي ګناه انسان وژل د دنیا او آخرت تباهي ده

الله پاک انسان ته لوی کرامت او ډیر عزت ورکړی دی، انسان د الله عز وجل د علم، حکمت او قدرت یو ستر او عجیب مظهر دی، چې د نورو مخلوقاتو په نسبت ډیر فضیلت او برتري لري؛ بلکې نور مخلوقات د انسان په چوپړ کې دي؛ له دې علاوه د انسان په زیات و […]

الله پاک انسان ته لوی کرامت او ډیر عزت ورکړی دی، انسان د الله عز وجل د علم، حکمت او قدرت یو ستر او عجیب مظهر دی، چې د نورو مخلوقاتو په نسبت ډیر فضیلت او برتري لري؛ بلکې نور مخلوقات د انسان په چوپړ کې دي؛ له دې علاوه د انسان په زیات و کم شپږ فوټه تنه کې دننه الله پاک داسې ستر صلاحیتونه او معجز نظامونه ځای پر ځای کړي چې په کره کتلو او پلټلو یې تور زړونه سپینیږي. { وَفِي أَنْفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ } ( الذاریات – ۲۱)

الله پاک انسان د یو عظیم مقصد لپاره پیدا کړی دی، د الله تعالی په عبادت او په ځمکه کې د خلافت او د اسلامي ښکلي نظام په تنفیذ یې مکلف کړی، د پورتنیو سترو وظائفو د ترسره کولو لپاره یې کامل عقل او د تدبیر او تفکیر قوت وربخښلی دی او د استعداد د تکامل، هدایت او لارښووني لپاره یې خپل استازي او اسماني کتابونه هم ورته رالیږلي دي دا ټول امتیازات او دیته ورته ځانګړتیاوې د انسان د عظمت او اهمیت څرګندونه کوي.

انسان د خپلو سترو دندو د اجراء لپاره د امن، استقرار او اطمئنان چاپیریال ته اړتیا لري، همدا وجه ده چې الله پاک د هغه د حفاظت لپاره ستر دفاعي نظام رالیږلی دی: حدود او قصاص، د انسان د وژلو او ځورولو تحریم، د ظلم او بربریت په وړاندي د جهاد حکم، د مظلوم سره د مرستي امر، د انسان وژلو په هکله نصوص، لکه: مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا} (المائدة-۳۲) (لزوال الدنيا أهون عند الله من قتل رجل مسلم). (رواه الترمذي والنسائي) او نور…

نبي کریم صلی الله علیه وسلم او خلفاء راشدینو رضي الله عنهم به د مجاهدینو مشرانو ته داسي وصیت کاوه: ماشوم، ښځه، بوډا او راهب مه وژنئ ؛ د خرما ونه او نورې مېوه لرونکې ونې مه پرې کوئ او کورونه مه نړوئ. که دښمن دا ډول جنایتونه تر سره کړي هم، مسلمانانو ته ددې ډول کړنو تر سره کول جواز نه لري. الله جل جلاله په قرآن کریم کې فرمايي: ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآَنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ

د اسلامي شریعت د احکامو په رڼا کې د اسلامي امارت قیادت، رهبري شوری او نورو مشرانو د خلکو د وژلو او ځورلو د مخنیوي لپاره ډیرې هلې ځلې کړې او کوي یې، اوامر یې صادر کړي، بار بار یې تاکید کړی دی، هره احتمالي پیښه یې تعقیب کړي ده، دا د دوی شرعي او ملي فریضه ده چې انجام کړي یې ده او باید انجام یي کړي.

د اسلامي امارت مجاهدین چې د الله تعالی د رضا لپاره جهاد کوي، په قرآن او سنت ایمان لري، د انسان په کرامت او فضیلت باور لري او د خپل امیر اطاعت په ځان لازم بولي هیڅکله هم قصدا د بیګناه انسان د وژلو او ځورلو جرأت نشي کولای، دا د هغه لپاره ډیر لوی خطر دی؛ ځکه په دي کار سره د الله جل جلاله ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د امیر په مخالفت کې لویږي، جهاد یې باطلیږي، الله پاک ځیني ناراضه کیږې.

بالعکس د امریکا او ناتو اشغالګر ځواکونه د ټولي نړۍ په سطحه هیڅ قانون ته احترام نلري، د افغانانو د وژلو او ځورولو لپاره خو راغلي دي، د شهیدانو سره په سپکاوي او د بندیانو سره په وحشتناکو کړنو افتخار کوي، په نیمه شپه د ماشومانو او ښځو ډک کورونه او د مکتب ماشوم او معصوم زده کوونکي بمباروي او… او…

د تعجب وړ خبره داده چې د ملکي تلفاتو په هکله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ملکي تلفاتو د مخینوي د ادارې د مشرې د وینا له مخې مجاهدینو ته د ۷۵٪ملکي تلفاتو نسبت شوی، چې لویو شرعي اصولو، انساني او اخلاقي ارزښتونو ته ژمن دي، په داسي حال کې چې اشغالګرو ځواکونو ته صرف د ٪۲۵تلفاتو نسبت شوی دی چې د اسلامیت، افغانیت او انسانیت دښمنان دي او هیڅ اخلاقي او انساني قانون او ارزښت نه رعایتوي.