• تاریخ : چهارشنبه, ۱۹ ثور , ۱۴۰۳
  • برابر با : Wednesday - 8 - May - 2024
  • ساعت :

    کابل

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۶

    کابل: څلورمې حوزې په مربوطاتو کې ۲ غله ژوبل شول

    نن ۱۱ بجی دکابل ولایت امنیه قوماندانی دڅلورمې حوزې اړوند دسلیم کاروان په ساحه کې غلو غوښتل چي د شجاع الدین ولد صحراء الدین په نوم یو تن څخه پیسې واخلي خو د مجاهدینو لخوا تعقیب او د ډزو په مقابل کې د مجاهدینو په ډزو دواړه ژوبل شول. ‏2021‏/10‏/18

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۶

    شیخ خالد: مجاهدین باید د الله جل جلاله ټول فرامین پر ځان عملي کړي

    نن له غرمې وړاندې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ خالد یوې غونډې ته د وینا پر مهال و ویل چې مونږ باید د الله جل جلاله ټول فرامین پر ځان عملي کړو. نوموړي چې د استشهادیانو د کورنیو لپاره نیول شوې غونډې ته وینا کوله و ویل چې دا روان فتوحات […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۵

    مولوي بدرالدین حقاني د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو د رییس په توګه وټاکل شو

    د کورنیو چارو وزارت د ګومارنو په لړ کې، مولوي بدرالدین حقاني د یاد وزارت د تدارکاتو د رییس په توګه وګومارل شو. په یاده پېژند غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د مقام دفتر لوی رییس مولوي زین الله عابر، رئیسانو او همدارنګه د یاد ریاست کارکوونکو هم ګډون درلود. مولوي حقاني د ریاست […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۵

    کابل: د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې ۱ غل ووژل شو

    پرون ماسپشین ۲ بجي  دکابل ولایت دڅلورمي حوزې مربوطه باغ بالا د بادام باغ سیمه  کې اِختطافګرو کوشش کاوه چې له یو تن څخه موتر وتښتوي، خو په سیمه کې د مجاهدینو برید سره مخ او یو تن یې ووژل شو  او ۳ نور وتښتیدل چې  پلټنه یې روانه ده.  ۱۴۴۳/۳/۸

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۵

    کابل: ۸ حوضه کې ۷ کسان له وسلو او رینجر سره ونیول شول

      دکابل شار ۸ حوزې اړوند د کارت نو د رحمان مینی په 200 فامیلی ساحه کې د ۸ امنتی حوزی منسوبینو او ۸ پولیسي حوزې منسوبینو مشترک عملیات تر سره کړل، چی په نتیجه کې یې ۷ کسان له ۳ میله وسلو او ۱ رینجر موټ سره ونیول شول.  16/10/2021

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۵

    کابل: موسهي کې ۲ میله وسله ترلاسه شوه

    پرون د استخباراتو د راپور په بنیاد د موسهي ولسوالۍ د دهکلان سیمه کې د پخوانۍ ادارې له یو تن کارمند څخه ۲ میله کلاشنکوفونه چې ۸ شاجورونه هم ورسره و، ترلاسه شوي دي. 16/10/2021

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۴

     کابل کې په جینايي جرمونو د ۱۱۱ تنو نیول کېدل

    د کابل ولایت قومندانۍ پورې اړونده مجاهدینو په تېرو لسو ورځو کې د کابل ولایت له بېلابېلو سیمو څخه (۱۱۱) تنه له بېلابېلو جینايي جرمونو سره په تړاو نیولي دي. دغه کسان له بېلابېلو جرمونو سره په تړاو لکه: مسلحانه غلاوې، انسان تښتونې، انسان وژنې، د نقلیه وسائیطو غلاوې، دټيلیفونونو غلاوې، جنسي تیري، باج اخیستنې، […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۴

    د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پاکستان سفیر سره په دوه اړخیزه تحصیلي همکارۍ او اړیکو خبرې وکړې.

    پرون د پنجشنبې ورځ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شيخ عبدالباقي حقاني په افغانستان کې د پاکستان له سفیر ښاغلي منصور احمد خان سره د لوړو زده کړو په برخه کې په همکارۍ او دوه اړخیزه اړیکو  تفصیلي خبرې وکړې. د پاکستان سفیر منصور احمد خان په تحصیلي برخه کې  افغان محصلانو ته په […]

    د مولوي امیرخان متقی په مشري لوړ رتبه هیئت تیر ماخستن ترکیې ته روان شو.
    ۱۴۰۰-۰۷-۲۲

    د مولوي امیرخان متقی په مشري لوړ رتبه هیئت تیر ماخستن ترکیې ته روان شو.

    د ا.ا.ا  یو لوړ پوړۍ پلاوی د ترکیې هیواد د بهرنیو چارو د وزیر چاویش اوغلو په رسمي بلنه انقری ته روان شو. یاد هیئت  به د ترکیې له لوړ رتبه چارواکو سره دعلاقي وړ موضوعاتو په هکله خبري وکړي 14/10/2021

     کابل: خاکجبار کې ۱۶۰ کروندګرو ته تصفیه شوي تخمونه ورکړل شول
    ۱۴۰۰-۰۷-۲۲

     کابل: خاکجبار کې ۱۶۰ کروندګرو ته تصفیه شوي تخمونه ورکړل شول

    پرون ورځ د کابل خاکجبار ولسوالۍ کې د کابل دکرنې او مالداری رئیس مولوی عبد الصمد پاڅون صاحب  په مشرۍ کې د Wfpمؤسېسې لخوا ۱۶۰ تنه بزگرو ته  تصفیه شوی تخمونه او کمیاوی سره د لا ښه حاصلاتو لپاره په  تقسیم کړل شو. 14/10/2021

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۱

    کابل ښار کې ۳ تنه د غلا په تور ونیول شول

     پرون دوه تنه غله د (غازې) له کلي څخه د امنیه قومندانۍ لخوا د مولوی صاحب معاویه په مشرۍ ونیول شول او دا مهال د جنایی څانګې لخوا تحقیقات ترې جریان لري. همداراز دشکردرې ولسوالۍ اړوند  سید خېلو کلی اوسېدونکی چې عبدالقدوس نومېږي، د شکردرې ولسوالۍ د کشفی او امنیتی کارکوونکو لخوا د اختطاف، جعل، […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۱

    کابل: مرستیال والي د کابل له سوداګرو سره وکتل

     نن ماخوستن ۸ نیمي بجې کابل شار د کارتې سې ساحه کې د کابل تجارانو سره دکابل معاون قاری بدر صاحب لخوا د تجارانو دمشکلاتو دحل لپاره   ناسته تر سره شوه  د تجارانو مشکلات واوریدل شو، دناستې په لړ کې د قاری صاحب بدر لخوا سوداګرو ته پوره ډاډ ورکړل شو او د پوره همکارۍ […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۰

    کابل: بګرامیو کې له ۲۵۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه

    نن ورځ ۹ بجې کابل دبګرامیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۲۵۰ اړمندو کورنیو ته د اسلامی امارت د ولسوال صاحب خالد حیدر په نګرانۍ کې د اسلامک ریلیف خیریه مؤسېسې لخوا ۶۰ کیلو اوړه و او ۶ لیټر غوړی وه او ۶ کیلو بوره وه او ۳۰ کیلو وریجې وی او ۱۴ کیلو دال ول […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۰

    کابل: د استخباراتو ریاست راپور

    (۱)چهار آسیاب:  نن ورځ د ګلباغ په سیمه کې د دوه مشکوک داعشیانو راپور ترلاسه شو چي نوم یې ذکریا د محمد حسن زوی او بل يې ورور دی.  سیارې ګزمې او یو چکپاین ترسره شو. د ۱۱ کسانو غاصبينو لیست له څارنوالۍ سره شریک شو. (۲)قره باغ : نن ورځ د تلاشی په واسطه […]

    کابل ښار کې ۱۲ کسان د غلا په تور ونیول شول
    ۱۴۰۰-۰۷-۲۰

    کابل ښار کې ۱۲ کسان د غلا په تور ونیول شول

    دکابل امنيه قومنداني وایي چې تیره شپه ۴ بجې یې  داولي حوزي امنيتي آمريت کارکوونکو  ۱۲ تنه کيسه بوران او د لاسي تلیفونونو غله نیولي دي. دوی وایي له یادو غلو څخه عام خلګ او په ځانګړې توګه زنانه ډير په تکلیف وه اوس له دوي څخه تحقيقات جریان لري. ٣/٤/١٤٤٣

    go Up