نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن له غرمې وړاندې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ خالد یوې غونډې ته د وینا پر مهال و ویل چې مونږ باید د الله جل جلاله ټول فرامین پر ځان عملي کړو. نوموړي چې د استشهادیانو د کورنیو لپاره نیول شوې غونډې ته وینا کوله و ویل چې دا روان فتوحات […]
نن له غرمې وړاندې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ خالد یوې غونډې ته د وینا پر مهال و ویل چې مونږ باید د الله جل جلاله ټول فرامین پر ځان عملي کړو.
نوموړي چې د استشهادیانو د کورنیو لپاره نیول شوې غونډې ته وینا کوله و ویل چې دا روان فتوحات د همدغو استشهادیانو برکت و، خو اوس باید مجاهدین د هغوی قربانۍ په نظر کې ونیسي او خدای مه کړه داسې ونشي چې د هغوی له وینو سره خیانت وشي.
هغه د استشهادیانو کورنیو ته په خطاب کې و ویل چې تاسو د داسې کورنۍ خلک یاست چې بچي مو الله ته نږدې او لوړ خلک و، خو دا ستاسو کمال نه بلکې د الله جل جلاله یو احسان دی پر تاسو چې همداسې کورنیو کې یې بیدا کړي یاست.
هغه و ویل همدا ستاسو د شهیدانو د قربانیو ثمره ده چې نن مونږ لوړ ګرځو او خلک راته په یو حیثیت ګوري، خو تاسو مطمئن اوسئ چې ستاسو د بچیو قرباني به ان شاءالله نه ضایع کیږي.
17/10/2021
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.