کابل ښار کې ۳ تنه د غلا په تور ونیول شول

 پرون دوه تنه غله د (غازې) له کلي څخه د امنیه قومندانۍ لخوا د مولوی صاحب معاویه په مشرۍ ونیول شول او دا مهال د جنایی څانګې لخوا تحقیقات ترې جریان لري. همداراز دشکردرې ولسوالۍ اړوند  سید خېلو کلی اوسېدونکی چې عبدالقدوس نومېږي، د شکردرې ولسوالۍ د کشفی او امنیتی کارکوونکو لخوا د اختطاف، جعل، […]

 پرون دوه تنه غله د (غازې) له کلي څخه د امنیه قومندانۍ لخوا د مولوی صاحب معاویه په مشرۍ ونیول شول او دا مهال د جنایی څانګې لخوا تحقیقات ترې جریان لري.

همداراز دشکردرې ولسوالۍ اړوند  سید خېلو کلی اوسېدونکی چې عبدالقدوس نومېږي، د شکردرې ولسوالۍ د کشفی او امنیتی کارکوونکو لخوا د اختطاف، جعل، تزویر اوجرایمو په تړاو ونیول شو او دا مهال تحقیقات ترې جریان لري.

د یو بل راپور له مخې د شکردرې ولسوالۍ محترم ولسوال قاری صاحب (ابراهیم) او د محترم معاون (عبدالقدیر عزیر) لخوا لاندې اجرآت وشول:

 له مربوطه اداراتو څخه نظارت او هغوی ته لارښوونه دمأمورینو له حاضرۍ څخه نظارت له ملکانو او سپین ږیرو سره کتنه او د سیمه ییزو ستونزو حل او فصل باره کې خبرې وشوې.

‏2021‏/10‏/13