نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دا د تعلیمي کمېسیون لومړنۍ او تاریخي غونډه وه چې تېره ورځ یې د یاد ریاست له منسوبینو سره ترسره کړه. د غوڼدې ګډونوالو ته په دې برخه کې ډاډ او اطمنان ورکړل شو چې دوی ته به په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نه پیدا کیږي او خپل تعلیمي بهیر به جاري وساتي. […]
د کابل ولایت په مرکز کې د پوهنې ښاري ریاست د غونډو په تالار کې د تعلیم او تربیې کمېسیون هئت د دې ریاست له مامورینو سره غونډه وکړه او خپل لوري یې د ریاست مسئول سرپرست ور معرفي کړ. د خبر له مخې دغه ټاکلي هیئت د دې ریاست له پرسونل سره کتنه وکړه […]
کابل پغمان ولسوالۍ کې د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو له میرانو سره تعارفي ناسته تر سره شوه، په یاده ناسته کې چې جیدو علماوو، د مدارسو مسئولینو او د مکاتبو مدیرانو ګډون کړی وو، د معارف په مهمو مسایلو باندې خبرې وشوې، همدارنګه د مکاتبو طرز العمل هم ور سره شریک کړی شو. د […]
نن د منصوري ځواک مجاهدین د کابل ولایت سروبی ولسوالۍ کې د نغلو بند او ظاهر شاه قصر د امنیت برقرار ساتلو په موخه هلته رسیدلي. دوی د یادو سیمو تر څنګ د کابل جلال اباد لویي لاري په اوږدو کې د ټولو مهمو ځایونو او سیمو د ساتني او خلکو ته د امنیت په […]
پرون شپه ۱۰ بجې د کابل ولایت خاکجبار ولسوالۍ اړوند د دربند د سر او د ګرګي میدان د سر پوستې د الله تعالی په فضل او مهربانۍ سره د مجاهدینو لخوا تصفیه شوې، ټول عسکر تر تیشته باندې بریالي شوي او دغه ساحه د ګوډاګي دشمن له شتون څخه پاکه شوه. 2021/8/13
پرون شپه ۸ بجې چریکي مجاهدینو د کابل ښار بګرامیو ولسوالۍ کې هغه پیلوټ وژلی چې په اولسي خلکو، دیني مراکزو او عام المنفعه ودانیو یې هوایي بریدونه کول. د نواب خان ولد سید رسول په نوم دغه ګوډاګی د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ د کمال پور کلي اوسیدونکی و، چې د جنایاتو له کبله […]
نن سهار ۸ بجې د کابل ولایت، چهار اسیاب ولسوالۍ د بازار اړوند کلا چارسوق په لاره د امریکایي بليک هاک څرخکو د پیلوټ حمیدالله (عظیمی) په موټر تکتیکي ماین چاودنه وشوه. په دغه چاودنه کې د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د ابازک د کلي اوسیدونکی دغه ګوډاګی قتل او موټر یې په مکمل […]
پرون شپه ۱ بجه د کابل ولایت د پغمان په نوي سرک د قلعۀ ملک ساحه کې د اجیرو پولیسو پر پوسته د مجاهدینو لخوا برید تر سره شو، د برید په نتیجه کې یاده پوسته فتحه، یو مزدور پولیس قتل او نور وتښتیدل. همداراز له دښمن څخه یو میل کلاشینکوف، یوه مخابره، ۳ ګرزند […]
په مزدور دښمن د بریدونو په لړ کې پرون مازدیګر ۴ بجې چریکي مجاهدینو د کابل ولایت مرکز اړوند ۵ حوزې په مربوطاتو کې د سیداباد ولسوالۍ په ولسوالۍ وسله وال برید وکړ، چې په ترڅ کې یې د امیرمحمد ملک زوی په نوم دغه ګوډاګی ځای پر ځای ووژل شو. 2021/8/5
پرون شپه د کابل رژیم وحشیانو د کابل ولایت موسهي ولسوالۍ صوفي بابا او معین خیلو کلیو باندې هاوانونه ویشتلي، دغه قصدي برید کې کرایي قاتلینو ۱ عام کلیوال شهيد کړی، ۲ ماشومان او ۱ میرمن یې ژوبل کړي دي. 03/08/2021
پرون سهار ۹ بجې چریکي مجاهدینو د کابل شار اړوند کمپنۍ سیمې ته څېرمه د پغمان په سرک د قومندان زمري په نوم یو تن مزدور قومندان چې په بریت مشهور وو له ۲ نورو ګوډاګیانو سره ویشتلی او وژلی دی. 2021/8/2
پرون غرمه ۱۱ بجې مجاهدينو د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ د نغلو ساحه کې له دشمن سره سخته جګړه وکړه، د راپور له مخې جنګ تر مازدیګر ۵ پورې دوام درلود، چې په نتیجه کې یې یو ټانګ د راکیټ په مټ تخریب او پکې سپاره ۵ تنه عسکر ووژل شول. 2021/7/31
په تش لاس اولس د وحشي دښمن د بریدونو په دوام پرون شپه ناوخته د صفریک په نوم د بلیک واټر کرایي قاتلینو د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ اړوند دریې په کلیو باندې وحشیانه چاپه وهلې، د راپور له مخې دغه جنایت کې دښمن عام اولسي خلک سخت ځورولي، ۲ میرمني او یو سړی یې […]
بیګاه شپه ناوخته د صفر یک وحشي صفته عسکرو د کابل ولایت، سروبي ولسوالۍ اړوند د جګدلي تور کاڼي کلي باندې چاپه وهلې. دغه جنایت پر مهال دښمن د عامو خلکو زرنج او موټر سایکل په بمونو الوزولي، یو کور یې بمبار کړی، ۳ تنه عام کلیوال یې شهیدان کړي او د یوې ماشومي په […]