کابل: د ښار پوهنې ریاست تالار کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمېسیون مسئولینو غونډه وکړه

دا د تعلیمي کمېسیون لومړنۍ او تاریخي غونډه وه چې تېره ورځ یې د یاد ریاست له منسوبینو سره ترسره کړه. د غوڼدې ګډونوالو ته په دې برخه کې ډاډ او اطمنان ورکړل شو چې دوی ته به په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نه پیدا کیږي او خپل تعلیمي بهیر به جاري وساتي. […]

دا د تعلیمي کمېسیون لومړنۍ او تاریخي غونډه وه چې تېره ورځ یې د یاد ریاست له منسوبینو سره ترسره کړه.
د غوڼدې ګډونوالو ته په دې برخه کې ډاډ او اطمنان ورکړل شو چې دوی ته به په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نه پیدا کیږي او خپل تعلیمي بهیر به جاري وساتي.
برخه والو ته د خبرو په ترڅ کې وویل شول چې دوی دی کوښښ وکړي چې د هر ډول فساد مخه ونیسي او ټولې تعلیمې ادارې په یو منظم چوکاټ کې برابرې کړي.
د غونډې په یوه برخه کې یو شمير مسئولینو ته وخت ورکړلی شو تر څو دوی وکولای شي په دې اړه پوښتنې وکړي او خپل تشویشونه رفع کړي او له دوی سره خپل نظورونه له تعلیمي مسئولینو سره شریک کړي.

۲۰۲۱/۸/۲۲