نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
پرون د پنجشنبې ورځ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شيخ عبدالباقي حقاني په افغانستان کې د پاکستان له سفیر ښاغلي منصور احمد خان سره د لوړو زده کړو په برخه کې په همکارۍ او دوه اړخیزه اړیکو تفصیلي خبرې وکړې. د پاکستان سفیر منصور احمد خان په تحصیلي برخه کې افغان محصلانو ته په […]
پرون د پنجشنبې ورځ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شيخ عبدالباقي حقاني په افغانستان کې د پاکستان له سفیر ښاغلي منصور احمد خان سره د لوړو زده کړو په برخه کې په همکارۍ او دوه اړخیزه اړیکو تفصیلي خبرې وکړې.
د پاکستان سفیر منصور احمد خان په تحصیلي برخه کې افغان محصلانو ته په بېلابېلو برخو لکه انجنیري، طب او نورو… کې د لنډمهاله او اوږد مهاله سکالرشیفونو د چمتو کولو ترڅنک ژمنه وکړه چې پاکستان به افغانستان سره په تحصیلي او تعلیمي برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي .
په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر د ښاغلي منصور احمد خان څخه مننه وکړه چې په تحصیلي برخه کې افغانستان سره همکاري کوي او چمتوالی ښیي.
شیخ حقاني وویل: د لوړو زده کړو په برخه کې چې بهرني هېوادونه کومې مرستې کوي وروسته له دې به یواځې دلوړو زده کړو له لارې عملي کیږي، هغه له بهر څخه د تحصیلي بورسونو په اړه وویل: چې په تېر نظام کې د بهرنیو هېوادنو څخه تحصیلي بورسونه راتلل، مګر د سیاسي نمایندګیو له طریقه ورته کسان معرفي کېدل چې دا اوس دلوړو زده کړو وزارت لپاره لویه ستونزه جوړه شوې ده.
شیخ حقاني د پاکستان هېواد سفیر ښاغلي منصور خان سره هلته د میشتو افغان محصلينو د تګ راتک په ستونزو هم خبرې وکړې او له هغه څخه یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې جدي همکاري وکړي.
د دې سربېره په دغه کتنه کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو په تعلیمي او تحصیلي مرستو او دافغان مهاجرینو لپاره په پاکستان کې د پوهنتونونو په ایجاد خبرې وشوې.
15/10/2021
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.