کابل: د استخباراتو ریاست راپور

(۱)چهار آسیاب:  نن ورځ د ګلباغ په سیمه کې د دوه مشکوک داعشیانو راپور ترلاسه شو چي نوم یې ذکریا د محمد حسن زوی او بل يې ورور دی.  سیارې ګزمې او یو چکپاین ترسره شو. د ۱۱ کسانو غاصبينو لیست له څارنوالۍ سره شریک شو. (۲)قره باغ : نن ورځ د تلاشی په واسطه […]

(۱)چهار آسیاب:  نن ورځ د ګلباغ په سیمه کې د دوه مشکوک داعشیانو راپور ترلاسه شو چي نوم یې ذکریا د محمد حسن زوی او بل يې ورور دی.

 سیارې ګزمې او یو چکپاین ترسره شو.

د ۱۱ کسانو غاصبينو لیست له څارنوالۍ سره شریک شو.

(۲)قره باغ : نن ورځ د تلاشی په واسطه یو لنډکروزر  موټر او ۵ پنځه کسان  د یو میل سلاح سره ونیول شول، او ریاست ته انتقال شول چې په اړه به یې تفصلي راپور شریک کړو .

(۳) خاکجبار: نن ورځ  د بند غازي په سیمه کې تلاشی  ترسره کړل شوه ، چې په نتیجه کې یې ۵ نفر چرسیان له یو څه اندازه چرسو سره ونیول شول چې له محکمې وعدو  څخه وروسته  خوشې  کړل شو.

(۴)شکردره: نن ورځ  د کابل شکردرې ولسوالۍ  یو کشفي راپور په اساس ۸ میله اسلحه ترلاسه کړه

– د یو بل راپور په اساس مو ۶ تنه  متهم کسان هم ونیول او تحقیقات تر جریان لری .

(۵)دهسبز: نن ورځ د ده سبز ولسوالۍ کې  یو تن غل ونیول شو  او قومندانۍ ته د زیاتو تحقیقاتو لپاره  وسپارل شو.

11/10/2021