نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دبريتانیاددفاع وزیر مايکل فالون ویلي، چي روسيه دبالتیک هیوادونو ته په واقعي او ښکاره خطربدله شوې ده او ناټو په دغو هیوادونو دروسيې دممکنه برید لپاره تياری نیسي. فالون دغه خبري تیره ورځ سيرالیون ته دسفر په مهال کړي دي، نوموړي ویلي، چي دروسيې ولسمشر ولاديمیر پوتین ښايي له پټو تاکتیکونو څخه استفاده وکړي، څو […]
دسوريې دبشري حقونو سازمان په خپل یوه راپور کي ویلي، چي له ۲۰۱۱ کال راهیسي دبشارالاسدرژیم ۸۲ کسان ژوندي سوځولي دي. دیاد سازمان په راپور کي ویل شوي، چي د۲۰۱۱ کال دمارچ له میاشتي راهیسي چي دبشارالاسد درژیم په خلاف پاڅون پیل شوی تراوسه ددغه رژیم له لوري ۸۲ تنه ژوندي سوځول شوي دي. په […]
دکندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي دافغانسان بانک څخه ټولي پيسې دبانک دمامورینو له لوري تښتول شوي دي. دبانک مدیر له دوو کارکونکو سره دافغانستان بانک له ميليونونو پیسو سره دوه ورځي وړاندي تښتېدلی دی. که څه هم دکندهار اړوندو چارواکو تراوسه په دې اړه معلومات نه ورکول،خو نن يې منلې، چي دافغانستان له بانک […]
دبنګله دېش دجنګي جرمونو اړوند ځانګړې محکمې دجماعت اسلامي مرستیال مشر عبدالسبحان ته داعدام سزا اورولې ده. دجنګي جرمونو ځانګړې محکمې ۷۹ کلن عبدالسبحان دپاکستان او بنګله دېش ترمنځ د۱۹۷۱ کال دجګړې په مهال دخلکو په وژلو، تاوتريخولي، ظلمونو اونورو جرمونو تورن کړی دی. محکمې په نوموړي نهه تورونه لګولي دي، چي له امله يې […]
دیمن په بیضاء او ارحب کي دحوثیانو ، عبدالله صالح دملېشو او قبائلو ترمنځ سختي جګړې شوي دي، چي له دواړو لوریوڅخه ګڼ شمېر کسان پکي وژل شوي دي. يمني رسنیو خبر ورکړی، چي دبیضاء ولایت دذی ناعم دسیمي په رباط کلي کي دحوثیانو اوعبدالله صالح دملېشو په مرکزونو بریدونه شوي دي. عیني شاهدانو ویلي، […]
دسوريې دحلب ولایت په شمال کي درژیم پوځیانو او ددوی ملاتړو ملېشو تعرضي بریدونه پیل کړي دي، ترڅو دسیمي او دترکيې دپولي ترمنځ دمرستي لاري غوڅي کړي او دالزهرا اونبل دښارګوټو کلابندي ختمه کړي. تیره ورځ درژیم پوځیانو دباشکوی سیمه او درتیان او حردتنین ښارونه ونیول، چي درژیم دمخالفینو په خبره، دغه سیمي یې بیرته […]
داوکراین په ختیځ کي بېلتون غوښتونکو دجګړوپه ترڅ کي دديبالڅيف دښار ختیځي برخي نيولي دي. کیف هم منلې، چي دديبالڅیف دښار ځيني برخي بېلتون غوښتونکو نیولي دي او زیاته کړې يې ده، چي په اور بند برسېره په دغه ښار کي جګړه روانه ده. داوکراین دولسمشر دفتر ویلي، چي په دیبالڅيف ښار کي جګړې دسولي […]
دسوريې په حلب ولایت کي دبشارالاسد درژیم پوځیانو او اړوندو ملېشو ديوې کورنۍ ۲۱ تنه غړي حلال کړي دي. دغه پېښه نن سې شنبه دحلب ولایت په رتيان ښار کي وروسته ترهغه پېښه شوې، چي کله سیمي ته درژیم پوځیان او وسله والي ملېشې ننوتي دي. راپورونه وايي، چي دبشارالاسد درژیم پوځیان چي دحزب الله، […]
په فرانسه کي دديموکراتیکو فرانسوي مسلمانانو دټولني په نوم سياسي ګوند جوړ اوفعاليت يې پيل کړ. دغه ګوند چي موخه يې په فرانسه کي دمسلمانانو دحقونو ساتنه ده دمارچ په میاشت کي به ددې هیواد په سیمه يیزو ټاکنو کي ګډون وکړي. ددغه ګوند په اساس نامه کي راغلي، چي په فرانسه کي به دمسلمانانو […]
دسعودي عربستان یوه پوځي چورلکه نسکوره شوې ده، چي په ترڅ کي یې څلور تنه وژل شوي دي. دسعودي چارواکو ویلي، چي یوه چورلکه تیره شپه دعراق پولي ته څېرمه دحفر البطین په سيمه کي دملک خالد پوځي مرکز ته څېرمه نسکوره شوې ده، چي پکي سپاره ټول کسان وژل شوي دي. ویل شوي، چي […]
هکرانو دنړۍ د۳۰ هیوادونو له بانکونو څخه تریوميليارد زیات ډالر ايستلي دي، چي دا دنړۍ ترټولو ستر ه انټرنيټي غلا او جرم بلل شوی. دکيسپرسي امنيتي شرکت و یلي، چي له ۲۰۱۳ کال راهیسي په سائبري جرمونوکي زیاتوالی راغلی دی، چي هکرانو له ۱۰۰ بانکونو او مالي ادارو څخه تر يوميليارد زیات ډالر وړي دي. […]
دسرپل ولایت له مرکز نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه تازه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن مازدیګر ناوخته ماښام مهال دهمدې ولایت مرکز ته څیرمه دبلغلي په سیمه دخیبرعملیاتوپه لړکې داسلامي امارت مجاهدینو ددښمن په مرکزونو سخته جګړه پیل کړه په جګړه کې له دښمن څخه دبلغلي مهمه سیمه اودوې نورې […]
اسرائیلي نیواکګرو پولیسو دلویديځي غاړي نابلس ښار ته څېرمه یو ۱۶ کلن فلسطینی ځوان په شهادت رسولی دی او یو بل ځوان یې ټپی کړی دی. په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي دنابلس په جنوب کي داوصرین کلي په ورودي دروازه کي ولاړو اسرائیلي اشغالګرو پوځیانو په دوو فلسطینیو ځوانانو ډزي وکړې، چي یو […]
دبغلان ولایت دتاله اوبرفک ولسوالۍ ښوونکو دتنخوا دنه ورکولو له امله درژیم په خلاف مظاهره کړې ده او دبامیانو لاره يې تړلې ده. ښوونکو چي شمېر يې تل سلو تنو اوښت نن دتاله او فربک ولسوالۍ په مرکز کي مظاهره وکړه، ښوونکو ویل، چي دلړم او ليندۍ میاشتو تنخواوي نه دي ورکړل شوي او نه […]
اسلامي دولت ویلي، چي دعراق دپلازمیني په شمال کي يې یوه جنګي الوتکه ویشتلې او نسکوره کړې ده. داسلامي دولت اړوندي رادیو چي له موصل څخه خپریږي ویلي، ددوی دهوايي دفاع ځواکونو دبغداد په شمال دتکریت ښار ته څېرمه یوه جنګي الوتکه ویشتلې او نسکوره کړې ده. په بیان کي ویل شوي، چي دالوتکي پيلوټ […]