عراق، اسلامي دولت جنګي الوتکه نسکوره کړې

اسلامي دولت ویلي، چي دعراق دپلازمیني په شمال کي يې یوه جنګي الوتکه ویشتلې او نسکوره کړې ده. داسلامي دولت اړوندي رادیو چي له موصل څخه خپریږي ویلي، ددوی دهوايي دفاع ځواکونو دبغداد په شمال دتکریت ښار ته څېرمه یوه جنګي الوتکه ویشتلې او نسکوره کړې ده. په بیان کي ویل شوي، چي دالوتکي پيلوټ […]

اسلامي دولت ویلي، چي دعراق دپلازمیني په شمال کي يې یوه جنګي الوتکه ویشتلې او نسکوره کړې ده.

داسلامي دولت اړوندي رادیو چي له موصل څخه خپریږي ویلي، ددوی دهوايي دفاع ځواکونو دبغداد په شمال دتکریت ښار ته څېرمه یوه جنګي الوتکه ویشتلې او نسکوره کړې ده.

په بیان کي ویل شوي، چي دالوتکي پيلوټ يې ژوندی نیولی دی او اوس مهال له دوی سره بندي دی.

بیان کي دانه دي ویل شوي، چي الوتکه دعراقي رژیم ده او که دامریکاپه مشرۍ دائتلاف ده.

اسلامي دولت په خپل بیان کي ویلي، چي دالوتکي درالوېدلو په اړه به نور معلومات وروسته خپاره کړي.

درې ورځي وړاندي دسوريې په رقه ښار کي داسلامي دولت ځواکونو دامریکاپه مشرۍ دائتلاف یوه اردنۍ جنګي الوتکه نسکوره کړه او پيلوټ یې ژوندی ونیو.

که څه هم امریکاادعا وکړه، چي اسلامي دولت دائتلاف کومه الوتکه ویشتلې نه ده، خو اسلامي دولت دالوتکي دنسکورېدل ویدیو خپره کړه.

داکتوبر په ۱۲ نېټه هم اسلامي دولت اعلان وکړ، چي دامریکایوه بې پيلوټه الوتکه يې نسکوره کړې ده.

له بله پلوه د عراق په یوشمېر سیموکي دعراقي رژیم، کردانو او اسلامي دولت ترمنځ سختي جګړې رواني دي، راپورونه وايي، دعراق په سنجار کي دکردي ملېشو او اسلامي دولت ترمنځ سختي جګړې شوي دي او یاده سیمه دامریکاپه مشرۍ دائتلاف جنګي الوتکو بمبار کړې ده.