میانمار: واکمن پوځي حکومت لسګونه کسان تر وژلو وروسته سوځولي دي

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، د میانمار واکمن پوځي حکومت له ۳۰ ډېر کسان چې ماشومان هم پکې شامل دي لومړی وژلي او بیا یې جسدونه ورته سوځولي دي، د بشری حقونو یوې سیمه ییزې ډلې د راپور په تائیدولو سره زیاتوي چې ګڼ کسان د کرسمس د لمانځنې لپاره راټول شوي […]

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، د میانمار واکمن پوځي حکومت له ۳۰ ډېر کسان چې ماشومان هم پکې شامل دي لومړی وژلي او بیا یې جسدونه ورته سوځولي دي، د بشری حقونو یوې سیمه ییزې ډلې د راپور په تائیدولو سره زیاتوي چې ګڼ کسان د کرسمس د لمانځنې لپاره راټول شوي وو، چې پوځ ورباندې برید کړی او وژلي یې دي.

د معلوماتو له مخې، دا خورا خونړۍ پېښه د میانمار ختیځ کایا ایالت په هپروسو ښار کې را منځ ته شوې ده، د بشر د حقونو ډلې ویلي، دغه لسګونه کسان د کرسمس په ورځ سوځول شوي موندل شوي دي.

یوې خیریې تولنې چې انګلستان کې یې تاسیس شوی ویلي، چې په یاده خونړۍ پېښه کې د دوی دوو تنو کارمندانو هم ښایي ژوند بایللی وی، د یادې ټولنې په خبره دغه دوه تنه کارکوونکي چې سیمه کې یې بشردوستانه کارونه تر سره کول د رخصتۍ له امله کور ته پر لاره وو چې له یادې پېښې سره مخ شوي دي او تر اوسه نادرکه دي.

بلخوا اسوشیټیډ پریس ته یوه کلیوال چې د پېښې ځای ته ورغلی ویلي، وژل شوي او سوځول شوي کسان د پوځ او ملېشو تر منځ د نښتو له امله تښتېدلي وو، چې وروسته د پوځ لخوا لومړی نیول شوي او تر وژل کېدو وروسته سوځول شوي دي.

په رسنیو کې لاس په لاس شویو بوګنوونکو انځورونو د واکمن پوځي حکومت پر خلاف د خلکو غوسې راپارولي که څه هم دا انځورونه په خپلواکه توګه نه دي تائید شوي خو انځورونو کې لیدل کیږي چې لسګونه وګړي سوځول شوي دي.

تر پوځي کودتا وړاندې د میانمار حکومت اړوند بودایي مذهبه وګړو په دغه هیواد کې پر روهینګیایي مسلمانانو خورا سخت ظلمونه وکړل، لسګونه مسلمانان یې په اورونو ژوندي وسوځول او په زرګونه یې د هیواد پرېښودو ته مجبور کړل، خو اوس یې خپلمنځي تاوتریخوالی ارام ته نه پرېږدي.