سعودي عربستان، دپوځي چورلکي دنسکورېدلو په ترڅ کي ۴ تنه وژل شوي

دسعودي عربستان یوه پوځي چورلکه نسکوره شوې ده، چي په ترڅ کي یې څلور تنه وژل شوي دي. دسعودي چارواکو ویلي، چي یوه چورلکه تیره شپه دعراق پولي ته څېرمه دحفر البطین په سيمه کي دملک خالد پوځي مرکز ته څېرمه نسکوره شوې ده، چي پکي سپاره ټول کسان وژل شوي دي. ویل شوي، چي […]

دسعودي عربستان یوه پوځي چورلکه نسکوره شوې ده، چي په ترڅ کي یې څلور تنه وژل شوي دي.

دسعودي چارواکو ویلي، چي یوه چورلکه تیره شپه دعراق پولي ته څېرمه دحفر البطین په سيمه کي دملک خالد پوځي مرکز ته څېرمه نسکوره شوې ده، چي پکي سپاره ټول کسان وژل شوي دي.

ویل شوي، چي دغې چورلکي تمريني الوت کاوو، چي دناڅرګندو لاملونو له امله نسکوره شوه او په بشپړه توګه تخریب شوه.

پوځي چارواکو ویلي، چي په چورلکه کي کومه خرابي موجوده نه وه او دپيښي په اړه يې پلټني پيل کړي دي.

دیادوني وړ ده، چي دعربي هیوادونو له نا ارامي سره په سعودي عربستان کي هم دنا امنۍ پيښي وخت ناوخته ترسره کیږي.

که څه هم کومه وسله واله ډله په دغه هیواد کي وجود نه لري، خو په انفرادي ډول دبریدونه ترسره کېدلو ددې هیواد امنیت ترپخوا خراب کړی دی.

سعودي عربستان ددې لپاره چي دبریدونو مخه ونیسي دهیواد پولو ته پاملرنه زیاته کړې ده.

احمدظريف