نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ اړوند حیدر آباد سیمه کې یو باب کلیوالي منظمه مدرسه د (امام بخاري رحمه الله) په نوم د پرتمینو مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شوه. راپورونه وایي، چې په دغې پرانيست غونډه کې د سیمې علماء کرامو، سپین ږیرو او ولسي وګړو ګډون کړی وو. د غونډې برخه والو […]
د بولټن نيوز د راپور له مخې، د امريکا په دوو ايالتونو کې د ډزو له امله ۶ تنه وژل شوي دي، د ورکړل شويو مالوماتو پر اساس، د شيکاګو ايالت امنيتي ځواکونو رسنيو ته ويلي، په دغه ايالت کې د بريد له امله ۴ تنه وژل شوي دي، په وژل شويو کې بريد کونکی […]
د نړيوالو خبري رسنيو د راپور پر اساس، د اندونيزيا يوه مسافر وړونکې الوتکه چې د سريويجايا شرکت اړوند وه، له جاکارتا څخه الوت پيل کړی و، په کاليمانتان ايالت کې پونتياناک ښار ته پر لاره وه، چې له الوت څخه ۴ دقيقي وروسته يې د هوايي ډګر له رادار څخه اړيکه پرې او وروسته […]
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د امریکا د کانګرس په ودانۍ کې د ټرمپ د ملاتړ کوونکو او ځایي امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې شوي، چې له امله یې د څلور کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. د انډیپینډنټ د راپور پر استناد، واشنګټن کې د سیاسي ګډوډیو له امله تر دې […]
د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو پر استناد، اسرائیلي ځواکونو د خپلو ظلمونو پر دوام د فلسطیني اوسېدونکو یو کور ویجاړ کړی دی. د فلسطیني رسنۍ ”الشهاب“ په حواله، اسرائیلي ځواکونو د اللد په ښار کې د فلسطیني اوسېدونکو یو کور ویجاړ کړی دی خو تر اوسه یې په اړه د مرګ ژوبلې راپور نه […]
تر لاسه شوي راپورونه وایي، چې عراق کې د امریکایی ځواکونو پر لوجستیکي کاروان د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده، د فارس نیوز د راپور له مخې، دا پېښه نن له ماسپښین وروسته د صلاح الدین په ښار کې را منځته شوې ده. د صابرین نیوز د مالوماتو پر اساس، په دغه چاودنه […]
د ورکړل شويو راپورنو له مخې، د روسيې اړوند ۲۰ تنه د ماين پاکۍ ماهرين نن اذربايجان ته رسېدلي دي، دغه ماهرين به وکولی شي په نکورونو قره باغ کې په ماينونو پوښل شوې يو شمېر سيمې له ماينونو پاکې کړي. په ورته وخت کې د اذربايجان دفاع وزرات اعلان کړی، چې د روسيې د […]
نړیوالې خبری رسنۍ وایي، د امریکا متحده ایالتونو دیترویت ښار نه بهر په لیون سیمه کې یوه کوچنۍ الوتکه د ملکي خلکو پر ابادۍ را لوېدلې ده. د دیترویت ښار پولیسو رسنیو ته ویلي، په دغې کوچنۍ الوتکه کې د پیلوټ په ګډون درې تنه سپاره وو، چې د الوتکې تر لوېدو وروسته دریو واړو […]
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر استناد، نامالومو وسله والو نایجیریا کې پر دوو کلیو برید کړی، لږ تر لږه ۷۹ ولسي وګړي یې وژلي دي او ۱۷ کسان یې ټپیان کړي دي. د خبري رسنیو د راپورونو له مخې، ناڅرګندو وسله والو شاو خوا ۴۹ کسان په چومبانګو او ۳۰ کسان نور یې […]
د ورکړل شویو راپورنو له مخې، د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ، د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې نهو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، په وژل شویو کې ۷ کوچنیان او دوه تنه لویان شامل دي. د اسوشیټډ پرس د راپور له مخې، د جمعې په ماښام د دوو کورنیو غړي چې په […]
د ترکیې منتخب ولسمشر ”رجب طیب اروغان“ نن د نوي میلادي کال په مناسبت جوړې شوې ناستې ته په خپله لومړنۍ وینا کې ویلي، ایا صوفیه بېرته په مسجد سره بدلول د تېر میلادي کال لویه لاسته راوړنه او مهمه پرېکړه وه. نوموړي همدا راز ویلي، سره له دې چې هیواد یې په نړیواله کچه […]
د چین بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه بیان کې ویلي، چې دغه هیواد د ټولو ممکنه تهدیدونو په وړاندې مناسب ځواب ویلو ته چمتو دی، یاد وزارت دغه څرګندونې په داسې مهال تر سره کړي، چې نږدې ورځو کې امریکا د تایوان د حساس او ستراتېژیک بحر له لارې دوه جنګي کښتۍ تایوان تېرې […]
د فلسطین د بندیانو او خلاصون چارو هیئت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې تېر یوه کال کې اسرائیلي ځواکونو د فلسطین یوازې ۱۷۰ ماشومان بندیان کړي دي، د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اسرائیلي ځواکونو د ۲۰۲۰ میلادي کال په اوږدو کې تقریبقا ۴۴۰۰ فلسطینیان بندیان کړي دي. ویل کیږي د […]
د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ له هند سره پر سرحدي پوله کشمیر سیمه کې د هند یوه ډرون الوتکه را نسکوره کړې ده، د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې دغه بې پیلوټه الوتکه یې وروسته له هغه را نسکوره کړه، چې د پاکستان حریم یې نقض کړی و. ویل […]
نن د ننګرهار ولایت، حصارک ولسوالۍ د بوستانخیلو سیمه کې د مزدور دشمن په چورلکو د مجاهدینو لخوا د درنو وسلو په مټ بریدونه وشول، چې له امله یې دواړه څرخکې وغورزېدې او ویجاړې شوې، له سیمې د ترلاسه شوي راپور له مخې سیمې ته د عملیاتو په موخه راغلو دغو څرخکو جګړې ته تازه […]