اسرائیلي اشغالګرو پولیسو فلسطینی ځوان په شهادت رسولی، بل ټپي دي

اسرائیلي نیواکګرو پولیسو دلویديځي غاړي نابلس ښار ته څېرمه یو ۱۶ کلن فلسطینی ځوان په شهادت رسولی دی او یو بل ځوان یې ټپی کړی دی. په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي دنابلس په جنوب کي داوصرین کلي په ورودي دروازه کي ولاړو اسرائیلي اشغالګرو پوځیانو په دوو فلسطینیو ځوانانو ډزي وکړې، چي یو […]

اسرائیلي نیواکګرو پولیسو دلویديځي غاړي نابلس ښار ته څېرمه یو ۱۶ کلن فلسطینی ځوان په شهادت رسولی دی او یو بل ځوان یې ټپی کړی دی.

په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي دنابلس په جنوب کي داوصرین کلي په ورودي دروازه کي ولاړو اسرائیلي اشغالګرو پوځیانو په دوو فلسطینیو ځوانانو ډزي وکړې، چي یو تن یې شهید او بل يې ټپي کړ.

داسرائیلي پولیسو ویاند ویلي، چي دوو ځوانانو ددوی ګاډي په کاڼو وویشتل، چي دوی ډزي پرې وکړې او دواړه يې ټپیان کړ، چي وروسته یوه ساه ورکړه.

فلسطیني چارواکو هم ویلي، چي داسرائیلو په ډزو کي یو فلسطینی ځوان شهید شوی او بل ټپي شوی دی.

دا له جون میاشتي راهیسي ۲۰ فلسطینی دی، چي داسرائيلي نیواکګرو پولیسو په ډزو کي په شهادت رسول کیږي.

له تیرو څو میاشتو راهیسي په لویديځه غاړه او بیت المقدس کي سلګونه فلسطینیان داسرائیلو له لوري نیول شوي اوزنداني شوي دي.

هره ورځ اسرائیلي اشغالګر پولیس او پوځیان په لویديځه غاړه کي په کورونو چاپې اچوي اوفلسطینیان زندانونو ته بیايي.

دیادوني وړ ده، چي داسرائیلو په دغو ظلمونو غربي نړۍ او په ځانګړې توګه امریکاغلې پاته ده، که څه هم چي امریکاتل دبشري حقونو نارې وهي، خو په فلسطین کي دبشرضد او بشر دښمنه یهودو ملاتړ کوي او دهغوی په هر ظلم سترګي پټوي.

داسرائیلو په ظلم دامریکااو اروپاچوپه خوله پاته کېدل او ددې ظلم ملاتړ کول، ددې نښه ده، چي دغرب له لوري دبشري حقونو شعار یوازي دخپلو ګټولپاره کارول کیږي او خپله غربیان دبشر ستر دښمنان دي.