فاریاب کي د ګلیم جم وحشت 

میوند سادات له څه مودې راهیسي دکابل حکومت د ګیلم جم د مشر جنرال دوستم په مشري فاریاب کي دطالبانو پر ضد عملیات شروع کړي دي، تراوسه پوري دغه  عملیات  په قیصار او المار ولسوالیو کي متمرکز دي، حکومت دطالبانو څخه د ډیرو کلیو د نیولو دعوه کوي او وایې چي یو شمېر طالبان یې […]

میوند سادات

له څه مودې راهیسي دکابل حکومت د ګیلم جم د مشر جنرال دوستم په مشري فاریاب کي دطالبانو پر ضد عملیات شروع کړي دي، تراوسه پوري دغه  عملیات  په قیصار او المار ولسوالیو کي متمرکز دي، حکومت دطالبانو څخه د ډیرو کلیو د نیولو دعوه کوي او وایې چي یو شمېر طالبان یې وژلي او نیولي هم دي، خو ولسي خلګ شکایت کوي چي  په دغو عملیاتو کي دطالب په نامه ملکي وګړي نیول شوي ،شهیدان شوي، کورونه یې چور شوي او سوځول شوي دي .

د قیصار ولسوالۍ اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل چي : « دالماس په نوم عملیاتو کي ولسي خلګو ته ډير تاوان ورسید، د جنرا ل دوستم په مشري عسکرو  له مېمنې څخه ترقیصار پوري په سیداباد، کتاولنګ وتکو،دوسه  اوقشلاقي سیمو کي  پر کورنو یرغل وکړ، عسکرو له هیڅ څخه هم  مخ ونه ګرځاوه ، کورونه یې چور کړل ،له موټر سایکلونو څخه نیولې چي  څه قیمتي شیان یې  لاسته ورتلل له ځان سره یې  وړل ،حتی د ښځو جامې یې هم پرېنښودې، دخدای لپاره زموږ مرسته وکړئ  کورونه  مو چور شول او عزتونه مو لوټ شول، دلته بیخي یو ستم ا وقتل عام پیل شوی دی  » .

لکه څنګه چي سیمه ییز اوسیدونکي  وایې  دې عملیاتو کي زیاته مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې ده اوزیاتره قربانیان یې ولسي خلګ دي، همدا راز  ولسي جرګه کي د فاریاب استازي نقیب الله فایق هم وایې چي دالماس په نوم  عملیات چي دطالبانو پرضد پیل شوي کومه لاسته راوړنه نه لري،  ټول  زور یې  له ولس څخه وتلی   او د سر او مال دروند زیان ورته رسیدلی دی .

ګیلم جم   دخپل پخواني عادت له مخي دطالبانو څخه دسیمي دتصفې په نوم دولسي خلګو ځورولو، بندي کولو، وژلو اوګیلم جمعه کولوته ملا تړلې ده،دوی غواړي چي په همدغه ډول وحشت سره خپل ناروا حاکمیت ته پراختیا او پایښت ورکړي،دخلګو له زړونو څخه د دین ،خاوري او ارزښتونوسره مینه وباسي ،غلامۍ او ګمراهۍ ته یې سوق کړي ا وراتلونکی نسل دخپل تاریخ ، حماسو او ارزښتونو څخه دغفلت او بې پروایې په تورو تیارو کي  وساتي .

مفکر،دوستم،اتمر،  علومي اوهمفکره او همسنګره  یې  نور باید  دشلمي پیړۍ  وروستۍ څلورمه  کي  دکړي وحشت اودهشت  اوبیا شرمندګۍ اوناکامۍ  تکرار  ته زمینه برابره نه کړي،دوی چي هماغه مهال دمارکسیزم – لیلنیزم  دپلي کولو په موخه  دافغان ولس دکروړي او راسخي عقیدې په ماتولو او بدلولو ونه توانیدل،اوس دي هم داخیال وګومان له سره وباسي کنه داځل به د لاډیرو بدو عواقبو سره مخ شي . ان شاء الله تعالی