په بېلا بېلو ولایتونو کې له سېلاب ځپلو هېوادوالو سره د اسلامي امارت د خواخوږۍ پيغام

په ډيرې خواشینۍ سره چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې شدید اورښتونه شوي او درانه سېلابونه راوتلي، چې له امله یې زموږ لسګونه هیوادوال شهیدان او ژوبل شوي، ګڼ کورونه اوبو لاندې کړي، ډيرې زراعتي ځمکې تخریب شوي او ګڼ زیانونه یې اړولي دي. د افغانستان اسلامي امارت د ټولو […]

په ډيرې خواشینۍ سره چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې شدید اورښتونه شوي او درانه سېلابونه راوتلي، چې له امله یې زموږ لسګونه هیوادوال شهیدان او ژوبل شوي، ګڼ کورونه اوبو لاندې کړي، ډيرې زراعتي ځمکې تخریب شوي او ګڼ زیانونه یې اړولي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د ټولو قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره ژوره خواشیني څرګندوي، متضررو کورنیو او متعلقینو ته یې له الله تعالی څخه د صبر او زغم هیله کوي، شهیدانو ته جنة الفردوس او ټپیانو ته عاجله شفا غواړي.
د اسلامي امارت ټولو اړونده ادارو او مسئولینو ته لارښوونه شوې، چې له مصیبت ځپلو سره هر څه ژر د خپلو امکاناتو سره سم مرسته او همکاري وکړي.
دغه راز له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو، خیریه بنسټونو او بشر پاله نهادونو په عاجله توګه غواړو، چې په دغه حساس وخت کې د افغانانو لاس نیوی وکړي او له مصیبت ځپلو سره هر څومره چې ممکنه وي، خپلې مرستې و نه سپموي، ځکه زموږ هېواد لا پخوا هم ډیرو مصیبتونو او کړاوونو ځپلی دی.

د افغانستان اسلامي امارت
۲۳/۱/۱۴۴۴هـ ق
۱۴۰۱/۵/۳۰ هـ ش 2022/8/21 م